د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه ناسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې پر مشرۍ د سرپرست حکومت د پلاوي او د ۲۵ هېوادونو او پنځو نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون ترسره شوه او په کې د افغانستان په اړه پر بېلابېلو بحثونه وشول.
د ملګرو ملتونوسرمنشي مرستیالې روزمري ډیکارلو د دوحې دریېمې غونډې له پای ته رسېدو وروسته په خبرې کنفرانس کې ویلي، په دې ناسته کې د ګډونوالو هېوادونو استازو له سرپرست حکومت وغوښتل، څو د ښځو کار او نجونو پر زده کړو لګول شوي محدویتونه لري کړي.
نوموړې زیاته کړې، تر هغې به سرپرست حکومت په ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې کې ور ګډ نشي، ترڅو د ښځو حقونو مراعتولو او د نجونو ښوونځیو په پرانېستلو کې یې ګام نه وي پورته کړي.
ډیکارلو وايي: « د ټولو بحثونو په لړ کې او نړیوالو اندېښنو ته په پام، چې د ښځو او نجونو حقونه په کې په دوامداره توګه محدود شوي، افغانستان نشي کولی د نړیوالې ټولنې برخه شي او تر هغې چې د نفوس نیمه برخه یې له کار او زده کړو لرې پاتې وي، دغه هېواد به بشپړ اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ونه کړي او نه به یې ملاتړ وشي. د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د ښځو او مدني فعالانو پر یو میز نه ګډون او د دې برخې محرومیت به د دې هېواد د پرمختګ په برخه کې لوی خنډ وي.»
ډیکارلو زیاتوي، د دوحې ناسته او له سرپرست حکومت سره تعامل د اړیکو عادي کولو او یا رسمېت پېژندنې په مانا نه ده او هیله یې ښودلې، چې دا ناسته به په افغانستان کې د یوې پرانېستې ټولنې د رامنځته کېدو په برخه کې ګټوره وي.
له دې مخکې هم د افغانستان په اړه یو شمېر ناستې جوړې شوې وې او اوس وبه لیدل شي، چې د افغانستان لپاره د دوحې درېیمې ناستې پایلې به څه وي؟
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د وياند مرستیال ودانټ پټېل ویلي، دوی د دوحې په درېيمه ناسته کې د افغان ښځو حقونو موضوع مطرح کېدو په تړاو له ملګرو ملتونو ډاډ لاسه کړی دی.
د پټل په خبره، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازو رینا امیري او توماس ویسټ ګډون په دې مانا دی، چې په دې ناسته کې به د افغان ښځو حقونو پر سر بحث مطرح شي.
هغه زیاته کړې: « موږ له هغې وروسته، چې ملګرو ملتونو د بشري حقونو د تامین په برخه کې ژمنتیا وښوده؛ ګډون وکړ، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د بشري حقونو لپاره او د دوحې په درېیمه ناسته کې به د مدني فعالانو او ښځو ونډه او هڅونه مهمه وي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د دوحې د درېیمې ناستې پر دویمه ورځ د بانکي او اقتصادي بندیزونو پر لېرې کېدو هم ټينګار شوی.
نوموړی وايي، سرپرست حکومت د هر ډول نشه يي توکو کښت، تولید، پروسس او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه کړې او هڅه کوي، چې کروندګرو ته د بدیل کښت زمینه برابره کړي.
مجاهد زیاتوي: « هېوادونو په عموم کې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې خپلې ژمنتیاوې تکرار کړې او د افغانستان حضور یې په دې ناسته کې مهم وبله. هیله شته چې افغانستان سره اقتصادي معاملاتو کې اسانتیاوې زیاتې شي او محدویتونه کم شي.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتيریش د دوحې په لومړۍ غونډه کې هڅه وکړه، چې د افغانستان د خلکو ستونزو او اندېښنو، د نجونو زدهکړو، د ښځو کار او ټولنه کې د ښځو بنسټیزو حقونو، له نړيوالې ټولنې سره د اسلامي امارت ژمنو او ځېنو نورو موضوعاتو په تړاو له هغوی سره خبرې وکړي؛ خو په ناسته کې حکومتي پلاوي ګډون نه و کړی.