Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نېبنزا: پر اسلامي امارت د روسیې بندیزونو لرې کولو احتمال شته

نېبنزا: پر اسلامي امارت د روسیې بندیزونو لرې کولو احتمال شته

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/03

د دوحې په درېیمه ناسته کې د سرپرست حکومت پلاوي له نړیوالو د بندیزونو لغوه کېدو، له خصوصي سکټور سره د هېوادونو مرسته او په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کړې.

د سرپرست حکومت دې غوښتنو ته په پام سره، روسيې پر سرپرست حکومت له خپل ادرسه د لګول شوو بنديزونو د لغوه کېدو احتمال مطرح کړی.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي وسیلي نېبنزیا د دوشنبې په ورځ د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ویلي، د سرپرست حکومت پر وړاندې د روسیې د بندیزونو د لرې کولو احتمال شتون لري.

نوموړي ويلي، طالبان د افغانستان اوسني واکمنان دي، حاکمیت پر مخ وړي او په خبره یې نړيوال باید دا حقیقت له پامه ونه غورځوي او له هغوی سره د یوه واقعیت په څېر چلن وکړي.

هغه زیاته کړې: « طالبان د افغانستان اوسني واکمنان دي او موږ په دوامداره توګه دا وایو، چې تاسې باید دغه حقیقت له پامه ونه غورځوئ او د یوه واقعیت په څېر ورسره چلن وکړئ، ځکه که ستاسو خوښه وي او که نه، دوی اوس واکمنان دي او حاکمیت پر مخ وړي. دا چې موږ د بندیزونو له لېسته د طالبانو د ایستلو څومره لرې یوو، زه ستاسې پوښتنې ته بشپړ یا څرګند ځواب نه شم ویلی؛ خو دومره ویلی شم چې څه نا څه مې اورېدلي دي او که په عمومي ډول خبرې وکړو؛ نو دا ډېره ښه شوه چې بلاخره دا ځل طالبان د دوحې غونډې ته را وبلل شول.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « د نړۍ ډېر هېوادونه حاضر شوي چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري او د افغانستان له اقتصادي ودې او د خصوصي سکټور سره مرسته وکړي، څو یو ځل بیا افغانستان له نړیوالې ټولنې سره وصل شي او له دې لارې په اقتصادي برخه کې په خپلو پښو ودرېږي چې دا د افغانستان خلکو ته یوه لاسته راوړنه ده.»

بل لور ته د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیا یونګ هم ویلي، افغانان له شلو کالونو وروسته په واقعي ډول پایداره سوله‌، امنیت او ثبات تجربه کوي او په خبره یې اوس مهال د نړۍ ټول هېوادونه غواړي چې له سرپرست حکومت سره مثبت تعامل ولري.

یونګ زیاتوي: « موږ باور لرو، چې افغانان له دې فرصت ګټه اخلي؛ څو پایداره سوله، امنیت او ثبات تجربه کړي. زه باور لرم، چې د نړۍ ټول هېوادونه غواړي له طالبانو سره تعامل ولري. له یو بل سره د همکارۍ لپاره باید خبرې اترې وکړي؛ څو د امریکا له ناکام نظامي اشغال وروسته د پایدارې سولې او د افغانستان بیا رغونې ډاډ ورکړي.»

سرپرست حکومت هم د روسیې په شمول د ځېنو هېوادونو له دې دریځونو هرکلی کوي او د بندیز له نوملړه د چارواکو پر حذف سربېره په ټولو برخو کې پر افغانستان د لګېدلو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د روسیې فدارسیون د دې دریځ هرکلی کوو او دا یو مثبت ګام دی چې د افغانستان اسلامي امارت چارواکي د بندیزونو له لېسته وویستل شي او د افغانستانو د خلکو حق هم دی چې په افغانستان ټول لګېدلي بندیزونه او محدودیتونه لرې شي.»

د سیاسی چارو شنونکي وايي، که چېرې له سرپرست حکومته نړيوال بندیزونه لرې شي؛ له نړيوالو سره به د ستونزو حل او تفاهم ته لاره هواره شي.

دغه راز دوی زیاتوي، که له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانېستل شي او ښځو ته کار کولو اجازه ورکړل شي، نړيواله ټولنه به د رسمیت پېژندنې او مثبت تعامل لپاره تر ډېره رامخته شي.

د سیاسي چارو شنونکی کمال سعادت زیاتوي: « د نړیوالې ټولنې شرطونه دا دي چې د  اسلامي امارت لخوا دې په خپلو کسانو او خپلو هېوادوالو لګولي بندیزونه لرې کړي، نجونو ته زده کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي؛ نو که اسلامي امارت لخوا په خپلو هېوادوالو دا ځېنې بندیزونه لرې شول بیا به نړیواله ټولنه هم څو قدمونه واخلي او نړیوال تفاهم ته به لار هواره شي.»

د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « کله هم چې خبرې پیل شي نو هغه خبرې بیا یوه نتیجه ورکوي، مخکې چې څومره غونډې جوړې شوي اسلامي امارت په کې ګډون نه درلوده، اوس چې له دوی سره اجنډا شریکه شوې او په دې باندې کار شوی؛ نو دا هرومرو یوه پایله ورکوي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې غونډې وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، نړیوال باید د پرېکون سیاست پر ځای له سرپرست حکومت سره د تفاهم او تعامل سیاست غوره کړي او خپلې اندېښنې دې له سرپرست حکومت سره د خبرو له لارې حل کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist