Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پوهنې وزارت سرپرست: هېواد کې د زده‌کړو کيفيت کمزوری دی

د پوهنې وزارت سرپرست: هېواد کې د زده‌کړو کيفيت کمزوری دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/03

په داسې حال کې چې د ښوونې او روزنې د کيفيت ټيټوالي په تړاو د خلکو شکايتونه زيات شوي، د پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله اغا شمشاد ته تائيدوي چې د ښوونې او روزنې کيفيت ټيټ دی.

حبيب‌الله اغا چې خوست ته د ښوونځيو او نورو علمي مرکزونو د ليدنې په موخه تللی وايي، د عصري او ديني زده‌کړو کيفيت ټيټوالي ته په کتو يې داسې هڅې پيل کړې چې په علمي مرکزونو کې د زده‌کړو کيفيت لوړ کړي.

هغه زیاتوي: « که عصري علوم دي او که دیني بې کیفیته روان دي. موږ دې ته ډېره توجو کوو چې دا علوم ټول با کیفیته شي، ډېر توجو مو ده ورته.»

له کابو دوو کلونو راهيسې په ډېری ولايتونو کې د ښوونځيو زده‌کوونکي، د ښوونکو له کموالي شکايت کوي او زياتوي چې له همدې کبله يې درسي پلان نیمګړی پاتې دی.

د پوهنې وزارت سرپرست هم په ښوونځيو کې د ښوونکو کمښت تائيد او وايي، د يادې ستونزې د حل په موخه به نږدې راتلونکي کې شاوخوا ۴۰ زره نوي ښوونکي پر دندو وګومارل شي.

نوموړی همدا راز زیاتوي چې، تېر کال یې په ټول هېواد کې د ځېنو همکارو مؤسسو پرمټ د ۶۲۰ ښوونځیو لپاره ودانۍ هم جوړې کړې او په پلان کې ده، څو روان کال هم د همکارو ادارو په مرسته د ښوونځیو د سرپناه په برخه کې خپل پام ډېر کړي.

هغه وايي: « داسې ولایتونه شته چې هغه په ۵۰ زده کوونکي، ۱۰ ښوونکي لري او داسې ولایتونه شته چې هلته په ۱۰۰ زده کوونکو یوازې یو ښوونکی لري؛ موږ ان شاءالله هڅه کوو چې دغه بې انصافي له منځته لاړه شي او هغه ولایتونه موږ مالوم کړي چې ښوونکو ته اړتیا لري.»

حبيب‌الله اغا ټینګار کوي چې په اوسني عصر کې تر ټولو زیاته اړتیا زده‌کړو ته لیدل کېږي او په خبره يې پوهنې وزارت له نورې نړۍ سره د سیالۍ لپاره، د زده کړو د کیفیت ښه والي لپاره خپلې هڅې پیل کړې.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د خوست ترڅنګ په ټول هېواد کې خلک وخت ناوخت د پوهنې په برخه کې له کمزورو خدماتو شکایت کوي او له سرپرست حکومته د ښوونې او روزنې بهیر د پیاوړتیا غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist