د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یوشیا یونګ چې د سیمه ییزې تماس ډلې په دویمه غونډې کې د ګډون لپاره تهران ته سفر کړی وه، تازه یې د افغانستان په تړاو له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي.
یونګ د مرکې په یوه برخه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان ځمنکۍ بشپړتیا ، کولتور او حکومتي پالیسۍ ته درناوی ولري او پر افغانستان د بهرنیو نسخو له تحمیلولو ډډه وکړي .
یونګ زیاته کړې:« موږ باید د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته پوره درناوی وکړو. نړیواله ټولنه هم باید د افغانستان کولتور او د دې هېواد حکومتي تګلارو ته پوره درناوی وکړي. زه له نړیوالو غواړم چې د افغانستان په کورنيو چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه ونه کړي او د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره دې بهرنۍ نسخې پر یاد هېواد نه تحمیل کوي.»
یونګ همدا راز وايي، چین چمتو دی چې د باثباته ، خپلواک او هوسا افغانستان په رامنځته کولو کې پوره مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي د یوه زبرځواک هېواد په توګه د چین له دې دریځ ستاینه کوي او وایي، نړیواله ټولنه او افغانستان په خپل منځ کې ملزومې اړیکې لري او هېڅوک دې دا هڅه نه کوي چې د نړۍ او اوسني نظام ترمنځ دې ستونزې پیدا او اړیکې یې پیکه کړي.
د سیاسي چارو شنونکی غلام سخي افضلي وايي: « د چین دغه دریځ به په ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه د سیمې، ګاونډیو او د نړۍ ټولو هېوادونو باندې مثبت او رغنده اغېز وکړي، ځکه چې په افغانستان کې دا واقعیت دی چې بهرنۍ تګلارو هېڅکله پایله نه ده ورکړې او افغانان باید خپلې ستونزې په خپل هېواد کې د افغاني دود او دوستور له لارې هوارې کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی عبدالشکور مدرس وايي: « زه په دې عقیده یم چې اصلاً موږ له نړۍ سره اړیکې لرو او نه شو کولی له نړۍ سره د اړیکو پرته ژوند وکړ. موږ باید نړۍ سره په یوه کلي او کور کې ژوند وکړو او ډېر شیان مو ګډ دي. ملګري ملتونه موږ سره ګډ منشور لري، موږ د ملګرو ملتونو غړیتوب لرو، له نړیوالو سره اقتصادي، سیاسي اړیکې لرو او څوک نه شي کولی لاسوهنه وکړي، که څوک زموږ په اسقلالیت، ځمکۍ بشړتیا او ملي حاکمیت کې لاسوهنه وکړي، دا د زغلمو وړ نه ده.»
ځېنې نور بیا وايي، افغانستان اوس مهال د یوه خپلواک هېواد په توګه نړۍ کې خپل رول لوبوي او هېڅ بهرنی هېواد دلته د مداخلې حق نه لري.
دوی له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې د مداخله ګرو هېوادونو په تړاو دې کلک دریځ خپل کړي.
د سیاسي چارو شنونکی ذکي الله محمدي وايي: « اسلامي امارت ته هم په کار ده، که غواړي د نړۍ لاسوهنې په افغانستان کې له منځه لاړې شي او نړۍ نوره ونه شي کولی چې افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه وکړي، نو هغه اصول او قوانین چې د نړۍ پر کچه د یوه حکومت لپاره مهم دي او افغانستان له اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي دا باید ومنل شي، د افغانستان کورنۍ ستونزې چې د خلکو غوښتنې دي دا باید هوارې شي، اساسي قانون او ټولګډونه حکومت باید جوړ شي.»
د سیاسي چارو شنونکی کمال سعادت وايي: « دا ټولې بهرنۍ لاسوهنې وې چې افغانستان کې تر نیمې پېړۍ زیاته جګړه وشوه او دې حالت ته راورسېده؛ نو د افغانستان پخوانیو، اوسنیو او راتلونکي مسوولینو ته په کار دي چې خپله بهرنۍ قوي پالېسي ولري او هر څوک چې د افغانستان د کورنیو چارو په اړه نظر هم څرګندوی باید پر وړاندې یې غوڅ دریځ ولري او سخت ځواب ورکړل شي.»
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم مهاله چین په افغانستان کې رسمي سفارت پرانیستی او په اقتصادي او سیاسي برخو کې له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري خو لایې هم سرپرست حکومت پر رسمیت ندی پېژندلی.