Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دوجاریک: دوحې ناسته کې د ا.ا رسمیت پیژندنې په اړه خبرې نه کېږي

دوجاریک: د دوحې ناسته به د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې په لورګام اخیستل نه وي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/29

د دوحې درېیمه ناسته به دوې ورځې وروسته د شاوخوا ۳۰ هېوادونو او  نړیوالو سازمانونو د ځانګړو استازو په حضور کې پیل شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفین دوجاریک په یوه خبرې کنفرانس کې یو ځل بیا څرګنده کړې، چې دغه  ناسته به د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په لور د کوم ګام اخیستل نه وي.

نوموړي زیاته کړې،  د دوحې په درېیمې ناسته کې به په بین الافغاني خبرو بحث ونه شي او په خبره یې د افغان ښځو له استازو او بشري حقونو فعالانو سره له نږدې ګوري.

دوجاریک وايي: « زه فکر کوم، دا چې دغه ناسته څه ده یا نه ده، دا به د واکمنو طالبانو د رسمیت پېژندنې په لور کوم ګام نه وي. تاسو پوهېږئ، لکه څرنګه چې روزمیري ډیکارلو او ځېنو نورو کسانو ویلي، د افغان ښځو له استازو او بشري حقونو له فعالینو سره ګوري، دا په دې مانا نه ده چې پر بین الافغاني خبرو بحث وشي.»

په ورته مهال د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیا یونګ هم له یوې رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د دوحې درېیمه غونډه به په غیر رسمي ډول او د بندو دروازو ترشاه ترسره شي.

د دې ترڅنګ د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، د دوحې په غونډه کې به د افغانستان او دوحې ترمنځ درې اړخیزه غونډه هم ترسره کړي.

د یونګ په خبره، افغانستان د پاکستان له لوري له پامه نه دی غورځول شوی او د افغانستان موضوع یې په لومړیتوبونو کې ده.

یونګ زیاتوي: « نه پوهېږو چې دا غونډه به څنګه وي خو په څه چې زه  پوهېږم دا دي چې دا غیر رسمي غونډه به د تړلو دروازو تر شا وي او داسې نه ده چې کسان وکړی شي په بشپړه توګه د موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړي.»

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د دوحې ناسته د افغانستان روان وضعیت لپاره مهمه بولي او وایي، په دې ناسته کې به د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه، بزګرانو ته د کښت بدیل معیشت او له خصوصي سکټور د بندیزونو لېرې کولو په تړاو بحث وشي.

شاهین وایي، نړۍ دا درک کړې، چې سیاسي فشارونه پایله نه ورکوي او تمه لري چې نړیواله ټولنه له اسلامي امارت سره رسمي تعاملات پیل کړي.

شاهین زیاتوي: « د دوحې غونډه د دې لپاره مهمه ده، چې د افغانستان ځېنې مهم مسایل لکه د نشه‌يي توکو مخنیوي، بزګرانو ته بدیلې پروژې، خصوصي سکټور، اقتصادي مسایل او داسې نور موضوعات په کې مطرح کېږي او دا د افغانستان د ولس مسایل دي. داسې ښکاري چې نړیوال اوس دې پایلې ته رسېدلي چې اسلامي امارت سره د فشار پر ځای مسایل په تعامل هوار کړي، نورې پایلي خو د غونډې په پای کې مالومېږي خو د تعامل لپاره دا یو ښه پیل دی.»

ملګرو ملتونو هم ویلي، د دوحې درېیمه غونډه او د سرپرست حکومت له چارواکو سره لیدنه د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په مانا نه ده او یاده ناسته په خپلو ژمنو عمل کولو ته د سرپرست حکومت د اړ کولو لړۍ ده.

خو د دوحې ناستې ترسراوي ته چې ساعتونه پاتې دي، په اړه یې پوښتنه دا ده چې په کومو موضوعاتو به په کې بحث وشي او ارزښت یې په څه کې دی؟

د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « د افغانانو کورني موضوعات چې د افغانانو اړوند دي، دا باید د بین الافغاني خبرو اترو کې حل شي. کله چې موږ وکولی شو خبرې اترې توپیر کړو، بین الافغاني او د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ خبرې اترې؛ نو دا زما په نظر د افغانستان د خلکو ستونزې ژر تر ژره اسانوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو وزارت وړمه ورځ د دوحې په درېیمه جوړېدونکې غونډه کې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزاتونو او دغه راز د افغانستان بانک د استازو او په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر له ګډون خبر ورکړ.

بل خوا د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري به هم د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist