Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کورنيو چارو وزارت د ځیرکو موبايلونوثبتولو لړۍ چټکه کړې

کورنيو چارو وزارت د ځیرکو موبايلونوثبتولو لړۍ چټکه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/26

که څه هم ګرځنده ځيرکو مبايلونو خلکو ته له نړۍ سره د نښلېدو زمینه برابره کړې، خو په ورته وخت کې سرخوږی هم دی.

ډېر کله د ځیرکو مبايلونو په وسيله ستر جرمونه ترسره کېږي؛ خو په اوس کې د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره د دغو ځېرکو مبايلونو د څارنې نوي سېسټومونه جوړ شوي چې پر بنسټ یې تر یوه حده د جرمونو کچه راکمه شوې.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې د ځیرکو مبايلونو په وسيله په کې جرایم ترسره کېږي؛ خو کورنیو چارو وزارت په یوه اقدام کې د ځیرکو مبايلونو د ثبت لړۍ له یوه کال راهیسې جاري ساتلې.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، دغه کار د موبايلونو خونديتوب په موخه کوي او په خبره يې د دې پروسې له لارې يې د ځيرکو مبايلونو درلودونکو ته د ثبت ځانګړې فورمې وېشلې دي.

هغه زياتوي، د دې پروسې له لارې توانېدلي چې ۷۰۴ غلا شوي مبايلونه بېرته پيدا او خپلو اصلي مالکینو ته يې سپارل شوي دي.

قانع وايي: « د هېواد والو ګرځنده ټیلیفونونو د ساتنې او خوندیوب په موخه د کورنیو چارو وزارت اړوند انتک ریاست د ټیلیفونونو په اړه ډېر منظم او پرمختللی الکټرونیکي سېسټم رامنځته کړی، تر څو د هېوادوالو شخصي ټيلیفونونه په بشپړه توګه خوندي شي. څه د پاسه له یوه کال راهیسې په دې سېسټم کې د هېواد والو د ټیلیفونونو د ثبت پروسه دوام لري او فورمې هم توزیع شوې دي، باید یادونه وکړم چې د دې لړۍ په لړ کې څه د پاسه ۷۰۴ غلا شوي ټيلیفونونه پیدا شوي او خپلو اصلي مالکینو ته سپارل شوي. موږ هڅه کوو چې په راتلونکي کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې دا سېسټم عملي کړو.»

په ورته مهال خلک د سپرست حکومت له دې پرېکړې هرکلی کوي او باوري دي، چې له دې سره به د جرمونو کچه راښکته شي.

دوی همداراز له سرپرست حکومته غواړي، چې د امنیت ټینګښت کې ورته اقدامات زیات کړي ترڅو په امنه فضاء کې ژوند وکړي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی وايي: « موږ دغه اقدام نېک بولو او د کورنیو چارو وزارت دغه کړنه د ستایلو وړ ګڼو، چې دوی دغه ځیرک موبایلونه ثبتوي او دا ډېر ګټور کار دی، یو خو به هغه کسان چې په ښار کې یې ناامني رامنځته کوله د دې مخنیوی وشي او بله دا چې که تاسې خپل ځیرک موبایلونه ورک کړئ، بېرته به یې ډېر ژر لاسته راوړئ.»

کورنیو چارو وزارت په پلان کې لري، په نږدې راتلونکي کې پر پلازمېنې کابل سربېره د ځیرکو مبايلونو ثبتولو پروسه نورو ولايتونو ته هم پراخه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist