Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د ګرمۍ له ډېرېدو سره ماشومانو کې د اسهال ناروغي زیاته شوې

کندهار کې د ګرمۍ له ډېرېدو سره ماشومانو کې د اسهال ناروغي زیاته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/25

د کندهار میرویس حوزوي روغتون ماشومانو څانګې ته په سلګونه ماشومان د اسهالاتو د درملنې لپاره ور وړل شوي دي.

د ناروغو ماشومانو مېندې وايي، د پوډري شېدو، د څښاک صحي اوبو او روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله د دوی ماشومان ناروغه شوي دي.

د یوه ناروغ ماشوم مور وايي: « دا خو داسې ده چې زموږ اقتصاد ضعیفه دی، ډېر څه ته لاسرسی نه لرو، په دښتو کې ژوند کوو، چې هلته د څښلو لپاره پاکې اوبه نه لرو، داسې خوراک او شیان نه لرو د مسکینۍ ژوند دی. خپلې شېدې مې وچې دي د بزې شېدې ورکوم یا له یوه کوره د غوا شېدې راوړم ورکوم یې نو همدا ده چې ناروغ شو.»

یوه بله مور بیا وايي: « نو دغه د غریبۍ ژوند دی، د دوا وسه یې نه لرو چې ناروغ شي را ویې ځغلوو روغتون ته او ټول په همدې نس ناستي ناروغۍ باندې اخته دي.»

لکه څنګه چې د اوړي په موسم کې د هوا تودوخه لوړېږي، د ماشومانو د بدن اوبه کمېږي، د اسهال نښې ډېرېږي او په پایله کې یې درملنه ستونزمنه کېږي.

د کندهار میرویس حوزوي روغتون د ماشومانو د څانګې مشر ډاکټر عنایت الله حکیمي وايي، په تېره یوه میاشت کې ۲۹۰ د اسهالاتو په ناروغۍ اخته ماشومان دوی ته راوړل شوي، چې دا شمېر په راتلونکو ګرمو میاشتو کې نور هم ډېريدای شي.

د هغه په ​​وينا، نظافت ته نه پاملرنه او د څښاک پاکو اوبو ته د ماشومانو د والدينو نه لاس رسی په ماشومانو کې د نس ناستي ناروغۍ د زياتوالي لاملونه دي.

حکیمي زیاتوي: « په تېره میاشت کې موږ ۲۹۰ ناروغان بستر درلوده او همدارنګه د ۵۰۰ په شاوخوا کې مو ناروغان په سراپا بڼه کتلي دي. نس ناستی داسې یوه ناروغي ده چې دا نظافت ته نه پاملرنې، روغتیايي تاسیساتو ته د خلکو نه لاسرسي او داسې نورعمده عوامل لري.»

هر کال په کندهار کې د اوړي د ګرمۍ له پيلېدو سره په ماشومانو کې د اسهال ناروغي هم زياتېږي او د نس ناستې لسګونه ناروغان د ښار مرکزي روغتون ته له ولسواليو او لرې ځايونو څخه د درملنې لپاره راوړل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي
روغتیا

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي

جنوري 28, 2026
عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

جنوري 28, 2026
چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی
روغتیا

چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی

جنوري 27, 2026
عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي

جنوري 27, 2026
هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي
روغتیا

هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي

جنوري 26, 2026
حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي
روغتیا

حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

جنوري 21, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist