Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: له ایرانه زیاته تمه لرو چې اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/25

له تېرو درېیو کلونو راهیسې کابل له تهران سره په اقتصادي، سیاسي او امنیتي برخو کې ښې اړیکې لري او په یاده موده کې سرپرست حکومت د سیمې او نړۍ له هېوادونو په کراتو کراتو غوښتي، چې د رسمیت پېژندلو شرطونه يې پوره کړي او اوسنی حکومت دې پر رسمیت وپېژني.

د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد د ایران تابناک خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، حکومت د نورو هېوادونو پرتله له ایرانه زیاته تمه لري، چې پر رسمیت يې وپېژني.

مجاهد زیاتوي: « موږ د اقتصادي اړیکو په ګډون په ډېرو برخو کې له ایران سره ښه همکاري لرو او په دې برخه کې ښه ډاډ هم شته؛ خو له ایرانه مو تمه ډېره ده، چې د نورو هېوادونو پرتله زموږ د رسمیت پېژندلو او د هغه د اعلانولو په برخه کې ډېر تعاملات ولري او دا اعلان دې د ایران اسلامي جمهوریت په لومړیتوب کې وي.»

له دې سره د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي وايي، وروستیو اونیو کې کابل ته د ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو راشه درشې زیاتوالی د دې ښکارندویي کوي، چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره د تعامل په برخه کې ډېر مخته تللی دی.

متقي زیاتوي: « د بېلابېلو هېوادونو او لویو سازمانونو پلاوي راغلل او بېلابېلو برخو کې یې غونډې درلودې چې دا هر څه د دې ښکارندویې کوي چې افغانستان اوس له نړۍ سره د تعامل په برخه کې ډېر وړاندې تللی الحمدالله.»

نوموړی وایي، له هېوادونو سره د سرپرست حکومت اړيکې ورځ تر بلې د پیاوړتیا په حال کې دي او له ټولو هېوادونو او  په ځانګړې توګه له امریکا سره هم د ښو او مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.

متقي زیاتوي، نړۍ دې دا درک کړي، چې په افغانستان کې اوسنی حکومت یو واحد دی او نړیواله ټولنه به هم ورسره مثبت تعامل وکړي.

هغه وايي: « د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې لرو او همداشان له غربي او اروپايي هېوادونو او امریکا سره هم مثبتې اړیکې غواړو. د مسوولینو او اسلامي امارت د وزیرانو بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه ټول د دې ښکارندویې کوي چې اوس دا درک او منل شوې چې د افغانستان موجوده حکومت په دې هېواد واحد مسلط حکومت دی، ولس یې تر شا ولاړ دی او نړۍ که تعامل کوي نو همدې نظام سره به یې کوي.»

د سیاسي او نړیوالو اړیکو کارپوهان بیا وایي، سرپرست حکومت باید د اساسي قانون په رامنځته کولو سره داخلي او بهرنی مشروعیت ترلاسه کړي څو له هغې وروسته رسمیت پېژندلو ته زمینه برابره شي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « له همدې یوې سرچینې هم په ایران او هم په افغانستان بندیزونه لګېدلي؛ نو په داسې حالاتو کې بیا له ایرانه ډېره تمه کېږي چې افغانستان پر رسمیت وپېژني او وکولی شي هغه بندیزونه چې پر دوی باندې دي افغانستان ورسره مرسته وکړي او په افغانستان چې کوم بندېزونه دي ایران ورسره مرسته وکړي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « ایران باید پر رسمیت پېژندنه کې لومړیتوب وکړي، ځکه چې له ایران سره د افغانستان اړیکې ډېرې نږدې دي.»

په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو نږدې درې کاله په پوره کېدو دي؛ خو تراوسه هېڅ هېواد پر رسميت نه دی پېژندلی.

په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدل، نجونو د زده کړو، ښځو د کار حق ورکول او له ترهګرۍ سره مبارزه د رسميت پېژندنې لپاره هغه شرایط دي، چې د نړیوالو په باور لا تر اوسه کابل نه دي پوره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist