د ملي راډیو ټلوېزیون پخوانۍ کارکوونکې شبنم دوران چې د اسلامي امارت بیا واکمنېدو درې ورځې وروسته د 2021 کال د اګیست په 19مه له ملي راډیو ټلوېزیونه وشړل شوه او له څه باندې دوو کلونو راهیسې په برتانیا کې د افغانستان انټرنېشنل په نوم رسنۍ سره په خپرونو او خبر ویلو برخو کې دنده لري، ادعا یې کړې چې طالبانو یې پلار وهلی او د کورنۍ نور غړي يې په مرګ ګواښل شوي.
دوران وايي: « ډېر ځله مې د رسنیز ډګر د پرېښودو هڅه وکړه، تر څو له دې کار سره وکولای شم خپله کورنۍ وژغورم؛ خو پلار مې راته وویل، “شبنم که ته خپله دنده پرېږدې او خوله وتړې، موږ به نور د یو بل ملګري ونه اوسو. هغه وویل که ته زما ملګرې، لور یا مې د کورنۍ غړې یې، ژمنه وکړه چې ته به خپل کار ته دوام ورکوې.” زه هغوی (کورنۍ) پسې ډېره خپه شوې یم، زه غواړم خپله مور غېږ کې ونیسم او یو ځل بیا مې پلار ته غېږه ورکړم. خبریالي جرم نه دی او پرېزنټره اوسېدل هم جرم نه دی؛ نو دوی (طالبان) له موږ سره داسې چلند کوي، ولې زما د پلار د ووژلو هڅه کوي؟ »
شبنم دوران دغه څرګندونې له بریټانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼې سره په مرکه کې کړي؛ خو دا یې نه دي ویلي چې پلار یې چېرته، څه وخت، په کومه نېټه وهل او ګواښل شوی دی او په دې اړه یې شمشاد سره هم معلومات شریک نه کړل.
د هغې مرکه چې له تېرو دوو ورځو په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې لاس په لاس کېږي ډول ډول تبصرې پرې شوي؛ خو د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب عفران شمشاد سره خبرو کې د نوموړې ادعاوې سیاسي دسیسه وبلله او په خبره یې د هغې کورنۍ په اسلام اباد کې ده او په کابل کې یې د فامیل یو غړی هم نشته.
غفران وايي: « د شبنم دوران په نوم خبریالې چې کومه ادعا کړې ده، زموږ مالومات دا ښيي چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د دوی کورنۍ له افغانستانه وتلې او د پاکستان په اسلام اباد کې ژوند کوي. په افغانستان کې د دوی د کورنۍ غړي هېڅ نشته، په ځانګړې توګه پلار یې چې اوس دوی ادعا کړې چې وهل شوی. زموږ د مالوماتو له مخې د پاکستان اسلام اباد کې په یوه ترافیکي پېښه کې د دې پلار ژوبل شوی دی او اوس دوی غواړي له همدې پېښې یوه سیاسي ګټه واخلي، د اسلامي امارت بدنامي وکړي او ځانته یو کېس جوړ کړي او له دې لارې بهر ته ورسېږي.»
شبنم دوران له یو ورور او خور سره په بریتانیا کې ژوند کوي او پلار یې د پخواني حکومت پوځي ډګروال و. نوموړې موږ سره هېڅ نظر او معلومات شریک نه کړل؛ خو هغې ته نږدې کس چې نه غواړي نوم او غږ یې خپور شي وویل، چې د هغې کورنۍ کابو یو کال وړاندې پاکستان ته کډه شوې ده او لاهم په اسلام اباد کې اوسېږي.
د شبنم دوران خپلوانه وايي: « د هغې فامیل شاوخوا ۷ میاشتې مخکې پاکستان تللی دی. غواړي چې خارج ته ووځي. اول چې لاړل ویل یې ممکن یوه میاشت دلته پاکستان کې پاتې شو او نور مو کارونه خلاص دي؛ خو کېس یې ونه شو یا وځنډېده. پلار یې ډېر مخکې په ترافیکي حادثه کې ژوبل شوی دی.»
نوموړې دا هم ویلي، کله چې زه په افغانستان کې وم، ډېری کسان چې په خپل وخت نه وو وتلي، تعقیب او ووژل شول؛ خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران دا اعا ردوي او توصیه کوي چې خبریالان دې خپل رسالت ادا او ژورنالیزم مسلک چې یو مقدسه دنده ده او مهم اصل یې رښتینولي ده ورته ژمن پاتې شي.
غفران زیاتوي: « زموږ ټولو خبریالانو ته توصیه دا ده چې د خبریالۍ دغه سپېڅلې دنده چې تر ټولو اساسي ټکی او روح یې رېښتینولي ده، خدشه داره نه کړي، ضرر ورته و نه رسوي او له دې د خپلو شخصي شومو موخو لپاره ګټه وا نه خلي. دوی غواړي اسلامي امارت بدنام کړي حال دا چې نه دوی په هېواد کې شته او نه داسې یوه قضیه رامنځته شوې ده، ډېر په مکر او کذب سره دوی غواړي دغه برنامه په اسلامي امارت وتپي او داسې وښيي چې اسلامي امارت له خبریالانو یا رسنیو سره په ټکر کې دی.»
بریټانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼې د شبنم دوران پلار ته منسوب کړی د یوه ټپي کس بلر شوی تصویرهم خپور کړی چې په یو روغتون کې بستري دی. شمشاد د یوې خپلواکې او بې طرفې رسنۍ په توګه خپل رسالت ادا او د یوې افغانې خبریالې غږ یې له اړونده ادارو، د هغې خپلوانو او د مسوولینو نظر یې بیا له نوموړې سره شریک کړ؛ خو د راپور تر خپرېدو شبنم دوران هېڅ نظر شریک نه کړ.