په کونړ کې ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ځنګلونو ساتنې او قاچاق مخنیوي په موخه شنه قطعه له نږدې دوو کالو راهیسې فعالیت کوي، چې د ځنګلونو پرې کېدو او د لرګیو قاچاق ۹۰ سلنه مخه یې نیولې.
دوی د ځنګلو ساتنې په برخه کې د سیمه ییزو خلکو همکاري مهمه بللې او غوښتنه کوي، چې د ځنګلونو د ساتنې او لرګیو قاچاق مخنیوي په برخه کې دې خپل ملي مسوولیت سرته ورسوي.
په کونړ کې د ځنګلونو ساتنې قطعې قوماندان مولوي مجیب الرحمن غزنوي وايي:« څه باندې ۳۱ موټر چارتراش دي او یو څه د سون لرګي دي، چې موږ راوړي دي، چې په ټوله کې ۵۰۰ دانې چارتراش جوړېږي. نو د تېر پرتله انشاء الله ډېر کموالی راغلی دی. انشاء الله له دې وروسته به هم ډېره هڅه کوو.»
په ورته مهال د کونړ ځايي ولسونه د ځنګلون ساتنې او لرګیو قاچاق مخنیوي په برخه کې د ځنګلونو ساتنې قطعې هڅې ستايي او غوښتنه کوي، چې د اسلامي امارت مشرتابه دې د یادې قطعې تشکیل زیات کړي؛ ترڅو په لرې پرتو سیمو کې د ځنګلونو ساتنې او لرګیو قاچاق مخنیوي ته رسېدنه وکړي.
دوی زیاتوي، د تاریخ په اوږدو کې د ولسونو په همکارۍ ملي شتمنۍ ساتل شوي او ډاډ ورکوي، چې په دې برخه کې به له سرپرست حکومت سره پوره هلې ځلې کوي.
د کونړ یو تن اوسېدونکی وايي:« که دا قطعه ، قوي شي او پرمختللي تجهیزات ورکړل شي، پرسونل یې زیات شي، نو دغه پاتې مساله به هم حل شي.»
د کونړ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« هغه سیمې چې لرې دي، باید هغو سیمو ته پر وخت رسېدنه وشي او دغه کوم قاچاق چې د دوی له لاسه ډېر لرې دی او په ډېرو لرو سیمو کې کېږي، باید د هغې مخنیوی وشي.»
باور دا دی که د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ځنګلونو ساتنې په برخه کې د اسلامي امارت اوسنۍ هلې ځلې لاچټکې او د ځنګل وهوونکو او قاچاقبرو پر وړاندې مبارزه جدي او پر هغوی رحم ونه شي؛ شونې ده چې په لنډ وخت کې به د ځنګلونو ترڅنګ ټولې ملي شتمنۍ له قاچاق او زیان رسولو خوندي وي.