Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وسیلي نېبنزا: له سرپرست حکومت سره له خبرو پرته د تلپاتې سولې ټینګښت ناشونی دی

وسیلي نېبنزا: له سرپرست حکومت سره له خبرو پرته د تلپاتې سولې ټینګښت ناشونی دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/23

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د روسیې دایمي استازي وسيلي نبينزيا ویلي، له افغان اوسني نظام سره چې واک یې طالبانو سره دی له خبرو پرته د دایمي سولې ټینګښت ستونزمن او ناممکن دی.

نېبنزیا د خپلو خبرو پر مهال دا هم ویلي، روسیه په افغانستان کې د داعش ډلې له حضوره اندېښنه لري.

نوموړي زیاته کړې، د کابل له حضور پرته د افغانستان په تړاو هر ډول بحث چې اغېزمن وي ناشونی دی.

نېبنزيا وايي: « موږ دې بارو ته رسېدلي یوو، چې  د افغانستان وضعیت په تړاو هر راز اغېزناک بحث د سرپرست حکومت له مستقیم ګډون پرته ناشونی دی.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، اسلامي امارت د افغانستان یو واقعیت دی او نړۍ هم اوس دا درک کړې؛ نو په کار ده چې د خپلو ستونزو  حل او تعامل ته د رسېدو لپاره له افغان اوسني نظام سره خبرې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « دا چې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي کومه خبره کړې ده، زما په نظر دا یو منل شوی حقیقت دی او ښايي د نړۍ ډېری هېوادونه همداسې فکر ولري، چې اسلامي امارت اوس په افغانستان کې یو منل شوی واقعیت دی، منل کېږي او منل شوی دی او که غواړي چې په سیمه کې امنیت او ثبات رامنځته شي؛ نو ګاوندي، د سیمې او نړیوال هېوادونه چې کومه اندېښنه لري، هغې ته دې د پاي ټکی کېدي او دې لپاره ښه خبره دا ده چې له اسلامي امارت سره خبرې وکړي، تعاملات وکړي او هره ستونزه چې لري له اسلامي امارت سره یې مخامخ شریکه کړي.»

اسلامي امارت بیا وايي، داعش یې په پوره توګه ځپلی او د دې توان نه لري چې نورو ته ستونزې جوړې کړي او افغانستان کې امنیت خراب کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په امنیت شورا کې د روسیې د دایمي استازي دغه څرګندونې چې باید اسلامي امارت سره خبرې وشي، ستايي او زیاتوي چې نور هېوادونه هم باید دغه ډول دریځ غوره کړي او له افغانستان سره خپلې ستونزې د خبرو او تعامل له لارې حل کړي.

مجاهد وايي: « په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي دریځ د ستاینې دی، ځکه دوی یو رښتینی دریځ څرګند کړی دی او افغانستان سره د تعامل له لارې باید ستونزې هوارې شي. موږ غواړو نور هېوادونه هم دا واقعیت درک کړي او افغانستان سره د تعامل له لارې خپلې ستونزې هوارې کړي. افغانستان د داعش پر وړاندې ډېره ښه مبارزه کړې او دغه پدیده صفر ته نږدې شوې. تر دې وړاندې چې دلته اشغال و، اسلامي امارت حاکم نه و، نو داعش دلته وده کړې وه او له بده مرغه ځېنو کړیو ورسره همکاري هم کړې وه، کله چې اسلامي امارت راغی،  د دوی پر وړاندې یې جدي دریځ ونیو او موږ دا ډاډ ورکوو چې داعش داسې وضعیت کې نه دی چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته زیان ورسوي او یا وده وکړي، بلکې ورځ تر بلې له ځپل کېدو سره مخ دی.»

د داعش ډلې په تړاو بیا باور دا دی چې دا نه یوازې سیمه ییزه بلکې نړیواله مساله ده او باید هېوادونه یې د ځپلو لپاره له اسلامي امارت سره مرسته وکړي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، د داعش ډلې اصلي سرچینه په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې ده چې باید نړۍ ورته متوجه شي.

دوی وايي، داهسې پلمې دي چې ځېنې هېوادونه یې د افغانستان پر وړاندې مطرح کوي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوارسنګروال وايي: « د داعش مساله یوازې سیمه‌ییزه نه بلکې دا یوه نړیواله مساله ده او امریکا، نړۍ او ټولو ته مالومه ده او د داعش د کابو کولو لپاره هم ښه خبره دا ده چې اسلامي امارت سره مخامخ خبرې وشي. ډله‌ییزو رسنیو دا خبره څرګنده کړې ده چې د داعش مشر په پاکستان کې و، رويټرز خبري اژانس په وار وار دا خبره وکړه چې د داعش مشر په پاکستان کې دی؛ نو د داعش اصلي سرچینه پاکستان کې ده نه افغانستان کې.»

 د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « ځېني ګاونډيان دا خبره کوي چې دا ټولې بې ځایه دي، ځکه هېڅکله د افغانستان له خاورې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته کوم ګواښ نه دی پېښ شوی او نه به پېښ شي. زما په اند دا هسې بهانې دي او دا څو لسیزې افغانستان خپله د ترهګرۍ ښکار شوی دی. موږ نورو ته دا اجازه نه ورکوو چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.»

له دې وړاندې د افغانستان ځېنو ګاونډیوهېوادونو د خپل امنیت په تړاو اندېښنې څرګندې کړې وې؛ خو اسلامي امارت تل ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي او نه هم په افغانستان کې فعالې وسله والې ډلې حضور لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist