Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د دوحې ناسته له نړیوالې ټولنې سره د تعامل لپاره ښه فرصت دی

جلالي: د دوحې ناسته کې دا ځل افغان پلاوي ته د ګډون مناسب شرایط رامنځته شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/22

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان په اړه د یاد سازمان درېیمه غونډه تر ۸ ورځو وروسته په دوحه کې ترسره کېږي، ګډون کوونکې خواوې یې په اړه په کار لګیا دي او د استازو پر ورتګ پرېکړې په کې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي ریاست مشر ذاکر جلالي پرخپله اېکس پاڼه لیکلي، د دوحې په ناسته کې د تېرې غونډې برعکس د افغان حکومت د پلاوي د حضور لپاره شرایط ښه شوي دي.

جلالي زیاته کړې:« له لسو ورځو څخه په کمه موده کې به ولیدل شي چې د دې غونډې اړوند پرمختګونه به کوم لوري ته ځي. افغان حکومت هم د غونډې د اجنډا او ترکيب په پام کې نيولو سره د يوه پلاوي د لېږلو پرېکړه کړې. خو تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې سرپرست حکومت به تر کومه حده په دې غونډه کې ګډون کوي. د غونډې اجنډا په ډاګه کوي، چې خبرې به د خصوصي، مالي او بانکي سکتور پر موضوعاتو او له نشه يي توکو سره د مبارزې او د بدیل معیشت په اړه متمرکزې وي. افغان حکومت له لویدیځو هېوادونو سره د رغنده تعامل پلوی دی.»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، سرپرست حکومت باید یو پیاوړی، ژمن او متخصص ټیم هلته ورولېږي، تر څو وضعیت ته په کتو د افغانستان واقعي استازیتوب وکولی شي.

د پوهنتون استاد ادریس ځاځی وايي:« ژمن او متخصص شخص کولی شي چې په دغه ناسته کې برخه واخلي، چې پر پټ او ښکاره رازونو باندې پوه وي. اوږدمهاله او لنډمهاله ستراتیژيو باندې پوه وي. د خپل رقیب پر نیت باندې پوه وي.»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی امیر ګران وايي:« زه فکر کوم په دغه کې هغه اجنډا چې اول ملګرو ملتونو په نظر کې نیولې ده، هغې ته یې بدلون ورکړی، د رسنیو راپورونو له مخې، ښځې په کې ګډون نه کوي او همدارنګه هغه اجنډا چې طالب چارواکي یې خوښوي، په کې به مطرح کېږي. لکه د نشه يي توکو کښت او د هغوی د بدیلو لارو مسایل او همدارنګه امنیتي مسایل او دغسې بانکي سیسټم، په تجارتي او له طالبانو سره پنه نړیواله کچه تعامل خبرې اترې به مطرح کېږي.»  

اخوا د نړیوالو اړیکو کارپوهان بیا دې وضعیت ته په کتو وایي ،په ډېر احتمال به سرپرست حکومت یو مهم ټیم ورته ترتیب کوي او د ستونزو د حل په موخه به  په دوحه کې حضور ولري.

د دوحې راتلونکې ناسته د روانې جون میاشتې پر ۳۰ نېټه پیل کېږي او دوه ورځې به دوام وکړي. اسلامي امارت هم وار له مخه د ترتیب شوې آجنډا په شتون کې د ګډون خبره تائید کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist