واک ته د اسلامي امارت له رسېدو نږدې درې کاله پوره کېږي خو نړیوالې ټولنې او ان ګاونډیو هېوادونو تر اوسه اسلامي امارت پر رسمیت نه دی پېژندلی.
د سیاسي چارو کارپوهان وایي، له تېرو دریو کلونو راهیسې د فشارونو سیاستونه پایله نه ورکوي، او په خبره یې چې اسلامي امارت باید د نړیوالې ټولنې هغه مشروع غوښتنې ومني چې د نړیوال مشروعیت او تعامل پر وړاندې خنډ دي.
د سیاسي چارو کارپوه کمال ناصر اصولي وايي:« ښه دا ده کله چې د طالب حکومت په راتګ سره هغو هېوادونو چې له دوی سره ناستې او سیاسي هوکړې لرلې، هغوی دې له دوی سره دغې هوکړې ته ورسېږي، ترڅو په افغانستان کې دننه یو مشروع نظام جوړ کړي. داسې یو نظام چې هغه اساسي قانون ولري او د ولس هر وګړی په کې خپله راتلونکې او نننی ژوند وګوري.»
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د فشارونو او محدودیتونو سیاست پایله نه لرله او دا ډول چلن به د کابل او نړۍ والې ټولنې ترمنځ واټن رامنځته کړي.
دوی زیاتوي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي چې د دواړو جهتونو پر ګټه ده.
د سیاسي چارو کارپوه محمد اسلم دانشمل وايي:« دغه فورمول چې دوی اوس په لاس کې نیولی دی، دا حل نه شي راوړی،بلکې دا ملت ته نورې ستونزې راپیدا کولی شي. نو په کار دا ده چې د ښو متقابلو اړیکو د یوه غوره تعامل پر اساس له اسلامي امارت سره نړیوال قدم واخلي.»
د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« د فشار له لارې هغه که سیاسي وي، که اقتصادي وي او که نظامي وي، هېڅکله تعامل او نږدېوالی نه رامنځته کېږي، بلکې یوازېنۍ لاره چې د هېوادونو ترمنځ نږدېوالی رامنځته کولی شي هغه یو د بل خبره باید اورېدل شي، هغه د تعامل او همکارۍ لاره ده. نو نړیوالو ته په کار ده چې له افغانستان سره د تعامل او همکارۍ لاره غوره کړي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، هر هېواد چې له افغانستان سره ستونزې لرې خپلې کشالې د د خبرو او یا تفاهم له لارې حل او فصل کړي او په خبره یې فشارونه او بندیزنه هېڅ پایله نه ورکوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې له اسلامي امارت سره دې رسمي تعامل وکړي.
مجاهد زیاتوي:« د سیاسي فشارونو وخت تېر شوی دی، د سیاسي فشارونو دلته داسې دوره هم درلوده چې باروت استعمال شول، د بمونو مور هم استعمال شوه، د فشار په توګه، ولې افغانان فشار ته نه تسلیم کېږي. ښه دا ده چې د فشار پر ځای تعامل او رغنده مناسبت لاره غوره شي. اوس هم وایو، چې سیاسي فشارونه نور باید پای ته ورسېږي، د بندیزونو لیست باید پای ته ورسېږي، په سفر بندیزونو نور باید پای ته ورسېږي، د رسمیت پېژندلو پر وړاندې خنډونو رامنځته کول نور نه وي، د افغانستان د خلکو پانګه نوره باید پرېښودل شي او نور واړه واړه بندیزونو چې په بېلابېلو برخو باندې لاهم شتون لري، لمنځه ولاړ شي. دا کار کولی شي چې اهدافو ته موږ پر ګډه سره ورسوي، کوم چې د هېوادونو د تعامل په پایله کې منځته راځي. په هر صورت موږ د مثبت او رغنده تعامل غوښتونکي یو، د مشروع تعامل غوښتونکي یو، خو هغه باید د فشار په پایله کې نه وي او د سالم ډیالوګ په پایله کې منځته راشي.»
د ټولګډونه حکومت جوړېدل، د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو مراعت کول او د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارول هغه شرطونه دي، چې نړۍوالې ټولنې د اسلامي امارت رسمېت پېژندنې لپاره وړاندې کړي، خو اسلامي امارت ویلي، چې یاد کارونه یې عملې کړې دي.
په ورته مهال پر افغانستان د لګول شویو بندیزونو لېرې کول، د کنګل شوې شتمنۍ ازادول، د ملګرو ملتونو له تور لېسته د اسلامي امارت د چارواکو نومونو لرې کول هغه غوښتنې دي چې اسلامي امارت یې له نړۍ څخه لري.