د دوحې درېیمه ناسته کې د اسلامي امات استازي د ګډون په تړاو ملګرو ملتونو تازه څرګندونې کړې دي.
د دغه سازمان عمومي منشي د ویاند مرستیال فرحان حق رسنیو ته ویلي، د دوحې درېیمه ناسته کې به د افغانستان د اوسني نظام له استازو سره د رسمي او قانوني دولت په توګه نه بلکې د حاکمو چارواکو په توګه چلن وشي.
د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، دا چې د افغانستان حکومت په رسمیت نه دی پیژندل شوی، ښايي ملګرو ملتونو له همدې امله دغه دریځ غوره کړی وي او یاهم د ځېنو هېوادونو او کړیو له لوري د فشار په پایله کې یې دغه ډول څرګندونې کړې وي.
د سیاسي چارو شنونکی زمان ګل دهاتي وايي:« دوی د امنیت شورا د ۲۰۹۷ پرېکړه لیک پر اساس یو مسوولیت لري، د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو په اړه باندې، نو په دې خاطر ده، چې دوی د حکومت رسمي استازو په نوم نه شي غوښتلی. خو په هر صورت زما باور دا ده چې کېدای شي، دوی هغه رسمي پروتوکول چې وجود لري، په هغه کې یو سلسله تغییرات راوستل شي او بلاخره دغې مسالې ته د حل یوه لاره پيدا شي. دا یوه ممکنه مساله ده.»
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« دا چې د ملګرو ملتونو استازي په دې وروستیو کې غږ کړی چې دوی د اسلامي امارت له چارواکو سره د دولت استازو په توګه نه بلکې د حاکمو استازو په توګه ویني، کېدای شي دا د وروستیو فشارونو له امله وي،د ګڼو دولتونو یا هم نړیوالو ادارو،یاهم ځېنو پخوانیو افغان چارواکو لخوا پر ملګرو ملتونو باندې فشار راوړل شوی وي.»
د سیاسي چارو شنونکي وايي، د ملګرو ملتونه دغه څرګندونې چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت استازو ته به د رسمي دولت پروتوکول ورنه کړل شي، د دغه سازمان تاریخي تېروتنه یادوي چې په باور یې بیا به یې جبران نه کړي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« دا چې ملګرو ملتونو ویلي، چې د دوحې په ناسته کې طالبان د یوه دولت په توګه نه، بلکې د حاکمانو په توګه ګډون کوي، دا په خپله د ملګرو ملتونو تېروتنه ده، د دې لپاره چې په ۱۹۴۶ کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په لومړۍ ناسته کې افغانستان د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړی چې تر نننه پورې افغانستان د ملګرو ملتونو غړی دی. دوی باید اول خپل تاریخ ته متوجې شي او بیا راشي دا خبره وکړي.»
په ټولکه د ملګرو ملتونو وروستۍ څرګندونې تشریفاتي موانع یادیږي چې د شنونکو په باور د مذاکراتو په نتیجه کې د حل وړ دي.
دوی وايي، افغان اوسنی نظام د دوحې په راتلونکې ناسته کې د قضیې د یوه اصل لوبغاړي او حقوقي لوري په توګه ګډون کوي چې حاکمیت او حکومت لري او د افغان ولس استازي دي.
له دې درې ورځې وړاندې اسلامي امارت اعلان وکړ، چې د دوحې په ناسته کې ګډون کوي او پرمهمو مسایلو به له نړۍ سره خبرې او بحثونه لري، په داسې حال کې چې د دوحې درېیمه ناسته د ملګرو ملتونو له لوري کابل ته د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې.