Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 اروپايي ټولنې د م.م ادارو کې د ښځو پر کار بندیز پرېکړې بېرته اخېستو غوښتنه کړې

اروپايي ټولنې افغانستان کې د لږکیو ژوند له ننګونو سره مخ بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/20

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د افغانستان وضعیت په اړه ګډ تحلیلي لارښود خپور کړی دی.

په دغه لارښود چې د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو لخوا په متفقه توګه تائید شوی، په‌ کې ویل شوي چې افغانې ښځې، نجونې او نورې زیان منونکې ډلې په افغانستان کې د ځورونې له ګواښ سره مخ دي.

په  راپور کې راغلي، چې د اروپايي ټولنې عدالت محکمې، په سیمه کې مالوماتي منابع او د دې ټولنې غړیو هېوادونو ویلي، د ښځو او نجونو بشري حقونه نقض شوي او دغه برخه د ځورونو له ګواښ سره مخ ده.

د راپور یوه برخه:« د اروپايي ټولنې ۲۷غړیو هېوادونو دا تائید کړه چې په افغانستان کې ښځې، نجونې او نور د تاوتریخوالي سره مخ ډلې د ځورونو له ګواښ سره مخ دي. د اروپايي ټولنې عدالت محکمې، په سیمه  کې مالوماتي منابعو او د دې ټولنې غړیو هېوادونو د مالوماتو پر بنسټ په افغانستان کې واکمنو چارواکو د ښځو او نجونو بشري حقونه او ازادي منع کړې او دغه برخه د ځورونو له ګواښ سره لاهم پر خپل ځای پاتې ده.»

همدا راز په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۴  کال موندنو ښودلې، چې له بهرنیو ځواکونو سره د افغان کارکوونکو، د دولت ضد ډلو او د قومي او مذهبي لږکیو د ژوند خوندیتوب د نورو موخو ترڅنګ مهمه اړتیا ده.

د راپور یوه برخه:« د ۲۰۲۴ کال موندنې تائیدوي چې له طالبانو څخه د پخواني حکومت چارواکو، له بهرنیو ځواکونو سره افغان کارکوونکو، د طالبانو ضد ډلو، د بشري حقونو د مدافعینو او نورو قومي اومذهبي لږکیو د ژوند خوندیتوب د نورو موخو تر څنګ مهمه اړتیا ده.»

د اسلامي امارت ویاند بیا وایي، د دې راپور ټولې برخې د بهرنیو چارو وزارت څېړي او خپل نظر به پر خپل وخت سره شریک کړي.

خو د سیاسي چارو شنونکي وايي، د سرپرست حکومت له لوري د ښځو پر کار او د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه هغه ننګونې دي، چې ډېری کورنۍ  یې د هېواد پرېښودو ته اړې کېږي.

دوی له سرپرست حکومت غواړي چې د ښځو کار او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې پرانیزي؛ څو د نړۍوالو له لوري پر سرپرست حکومت د فشار راوړلو ته بهانه پاتې نه‌شي او رسمیت پېژندنې ته لاره هواره شي.

 اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې سربېره له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان، د بښنې نړۍوال سازمان او یو شمېر نورو نړۍوالو بنسټونو په هېواد کې د ښځو پر کار او او له شپږم ټولګي پورته پر زده کړ بندیز اندېښنه ښودلې او له سرپرست حکومته یې په ځلونو غوښتنه کړې چې د ښځو او نجونو حقونو ته جدي پاملرنه وکړي.

خو اسلامي امارت بیا له دې وړاندې په ځلونو ویلي، د اسلامي او شرعي اصولو په چوکاټ کې د ښځو ټول حقونه خوندي دي او د نجونو زده‌کړو لپاره په ځانګړي پلان کار کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist