د روسیې بهرنیو چارو وزارت وایي، په داسې حال کې چې د شانګهای همکاريو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په شورا کې ډېری غړي په یاد سازمان کې د افغانستان سرپرست حکومت له حضور سره موافق دي، خو د تاجکستان مخالفت د دې کار مخه نيولې.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ریا نواستي په نوم یوې روسي رسنۍ ته په مرکه کې هیله ښودلې، چې تاجکستان به ژر په دې اړه پر خپل دریځ له سره غور وکړي.
کابلوف زیاته کړې:« روسیه او ډېری غړي هېوادونه د شانګهای همکاريو سازمان په فعاليتونو کې د افغانستان سرپرست حکومت د رول پلوي دي. زموږ تاجکستاني همکاران لاهم خاص ملاحظات لري. خو موږ هیله لرو، چې هغوی به ژر پر خپل دریځ بیا غور وکړي.»
تاجکسان د منځنۍ اسیا یوازېنی هېواد دی، چې له اسلامي امارت سره رسمي اړیکې نه لري او په کابل کې یې تر اوسه خپل سفارت نه دی پرانیستی.
د سیاسي چارو کارپوهان وایي، ځینې ګاونډي هېوادونه له افغانستان سره عقدوي چلن کوي او یاد هېوادونه نه غواړي، چې په افغانستان کې خپلواک او پیاوړی نظام رامنځته شي او په خبره يې برعکس کوښښ کوي، چې اوسنی حکومت د شانګهای همکاریو سازمان برخه نه شي.
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« ما همېشه ویلي او اوس یې بیا هم په ډېر ډاډ سره وایم، پاکستان، ایران او تاجکستان زموږ اصلي دوښمنان دي. دوی هېڅکله نه غواړي چې افغانستان یو پرمختللی هېواد او یو قوي نظام ولري، نو پر دې اساس باندې د افغانستان پر ټولو اوسېدونکو باندې چې ملي ګټو او ملي یووالي ته ژمن وي، غږ کوم چې اوس هغه وخت رارسېدلی دی، چې د دغو ناروا او قرغېړنو هېوادونو پر وړاندې سره متحد شي.»
د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو وروستۍ غونډه د روان ۲۰۲۴ کال د مې میاشتې په ۲۰ او ۲۱ په قزاقستان کې ترسره شوه.
د سیاسي چارو کارپوهان وایي، یاد سازمان کې د اسلامي امارت نه ګډون امنیتي ګواښونو، نشه یي توکو سره مبارزې او د زیربنایي پروژو د پلي کېدو په برخه کې اندېښنې لا پسې زیاتې کړې او له یاد سازمان غواړي، چې سرپست حکومت باید د دغه سازمان رسمي غړی شي.
خو اوس پوښتنه دا ده، چې ولې تاجکستان په شانګهای سازمان کې د اسلامي امارت له رسمي ګډون سره مخالفت ښې؟
د نړیوالو اړیکو کارپوه شهسوار سنګروال وايي:« له بلې خوا دا د طالبانو د مخالفې ټلوالې کوربه هېواد دی، د دې لپاره چې د هغوی پر ګټه یې طالبان څنډې ته کړي وي، نو ځکه دوی نه غواړي چې شانګهای او یا نورو سیمه ییزو ناستو کې د طالبانو استازی ګډون وکړي.»
تازه اسلامی امارت په دې اړه څه نه دې ویلي، خو سرپرست حکومت له دې وړاندې ویلي و، چې په شانګهای همکاريو سازمان کې د سرپرست حکومت حضور د یوه څارونکي هېواد په توګه د افغانستان مشروع حق دی.