Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا کې له داعش سره د اړیکو په تور ۸ تنه تاجکستاني وګړي نیول شوي

امریکا کې له داعش سره د اړیکو په تور ۸ تنه تاجکستاني وګړي نیول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/13

له تېرې یوې میاشتې راهیسې د تاجکستان سیاسي او پوځي چارواکو په خپلو څرګندونو کې ادعاوې کوي، چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه فعالیت لري او له خاورې يې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ګواښ پېښولی شي.

په داسې حال کې چې سرپرست حکومت په وار وار ورته تورونه بې بنسټه بللي او ډاډ يې ورکړی، چې په افغانستان کې هېڅ وسله‌واله ډله فعالیت نه لري.

نیویارک ټايمز ورځپاڼې د سرچېنو له قوله راپور ورکړی، چې ۸ تنه  تاجکستاني وګړي د داعش له خراسان څانګې سره د غړیتوب په تور د امریکا په درېیو ښارونو کې نیول شوي دي.

د راپور له مخې، دغه کسان د نیویارک، لاس انجلس او فيلادلفيا په ښارونو کې د عملیاتو په لړ کې نیول شوي دي.

د راپور یوه برخه:« ۸  تنه نیول شوي کسان د تاجکستان وګړي دي، چې له داعش سره یې اړیکې درلودې او په نیویارک، فیلیدافیا او لانجلس ښارونو کې د امنیتي ځواکونو له خوا د ځانګړو عملیاتو په لړ کې نیول شوي دي.»

د پوځي چارو کارپوهان وایي، تاجکستان کې د داعش ډلې خوځښتونه ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي او په خبره یې که روان وضعیت همدا شان دوام وکړي، له تاجکستان به د سمیې او نړۍ هېوادونو ته جدي امنیتي ګواښ پېښ شي.

دوی زیاتوي،  د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید پر تاجکستان فشار زیات کړي، څو د داعش پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

د پوځي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي:« تاجکستان د داعش په لومه کې راګیر دی. علت یې دا دی چې پاکستان ۲۲ ډلې د تاجکستان، چین، ازبکستان، منځنۍ آسیا او سیمې لپاره دغه تروریستي ډلې جوړې کړې وې او د دغو تاجکانو کچه او له داعش سره همکاري ډېره ګړندۍ شوې.»

د نیويارک ټايمز په راپور کې زياته شوې، چې د امریکا فدرالي پولیسو د تاجکستان د هغو شپږو کسانو ټیلیفوني مکالمې کشف کړې، چې د سرچینې په وینا د بم يادونه په کې شوې.

اوس پوښتنه دا ده، چې د داعش خراسان څانګې رېښې کومو هېوادونو کې دي؟

د سیاسي چارو کارپوه سلیم پیګیروايي:« داسې معلومیږي هغه تورونه چې پر افغانستان لګول کېږي، باید شنډ شي. وروستۍ نیونې ښيي چې داعش په کوم هېواد پورې اړه لري، کوم هېواد کې وده کوي او پر افغانانو پورې هېڅ تړاو نه لري.»

له دې وړاندي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د افغانستان درې ګاوندي هېوادونه له داعش ډلې سره پر مرستې کولو تورن کړي وو او دغه راز یې زیاته کړې وه، چې د يادو هېوادونو له ډلې له يوه هغه يې داعش ته بشري ځواک تیارېږي، له دویم راتېرېږي او درېیم ګاونډي هېواد کې یې د پلان جوړوني او تمویل مرکزونه دي.

متقي د یادو هېوادونه نومونه په ډاګه نه کړل، خو ويې ویل، چې د داعش خلاف مبارزه کې د يادو هېوادونو له لوري د مسوولیت نه ترسره کولو سیمه ناامنه کړې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist