Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مککېنزي: د دوحې تړون د افغانستان مخکېني حکومت د کمزورۍ لامل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/12

د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان جنرال کېنټ فرانک مککېنزي یو ځل بیا د دوحې پر هوکړې او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر بې قید او شرطه وتلو او په دې برخه کې پر نیولو شویو دریځونو نیوکه کړې.

نوموړي په خپله تازه مرکه کې د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن او د ده ترکنټرول لاندې اداره له دې کبله ننګولې، چې سرپرست حکومت یې دوحې هوکړه کې د ذکر شویو مواردو او شرطونو عملي کېدا ته نه دی اړ کړی.

مککنېزي دغه راز ویلي، د دوحې تړون اسلامي امارت ته د بیا ځواکمنېدو فرصت برابر او د مخکېني حکومت د کمزورۍ لامل شو، هغه څه چې د نوموړي په خبره په نړیواله کچه یې د امریکا نړیوال حیثیت ته زیان واړوه.

هغه زیاته کړې:« موږ په تړون کې له افغانستانه د وتلو ژمنه کړې وه. دا مهمه وه؛ خو موږ پر طالبانو د دوحې هوکړې د شرطونو د عملي کېدو شرط  نه و اېښی. که په دې اړه موږ جدیت ښودلی و، د دې امکان ډېر و چې ښې پایلې یې لرلې وی. دې هوکړې طالبانو ته نوی ژوند ورکړ؛ ځکه هغوی ته یې له افغانستان څخه زموږ د وتلو مهالوېش په لاس ورکړ، چې دې کار د طالبانو پر وړاندې جګړه کې افغان حکومت هم کمزوری کړ.»

دغه متقاعد جنرال، په خپل تازه چاپ شوي کتاب کې د امریکا د مرکچي پلاوي د مشر په توګه زلمی خلیلزاد بې کفایته او فاسد شخص یاد کړی او یاد مذاکرات یې د امریکا پر ګټه نه دي بللي.

مککېنزي وايي، څو څو ځله یې له جو بایډن څخه د هغه د لرې کېدا او د مرکچي پلاوي د بدلېدو او په افغانستان کې د لږ تر لږه ۲۵۰۰ امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو غوښتنه مطرح کړې؛ خو په وینا یې د بایډن ادارې هغه مهال دواړه غوښتنې بابېزه ګڼلې وې. 

هغه زیاته کړې:« د دوحې هوکړې له پایلو څخه داسې برېښي، چې د خلیلزاد مذاکرات زموږ پر ګټه نه وو. د بایډن ادارې دا پرېکړه وکړه، چې نوموړی د اصلي مرکچي په توګه وساتي، خو په دې پرېکړه باید غور شوی وی او مذاکراتي پلاوی باید بدل شوی وی. کله چې په ۲۰۲۱ز کال کې واک د بایډن له ادارې سره و، طالبانو د تړون پر ځینو برخو وار له مخې عمل نه و کړی او موږ هم هغوی اړ نه کړل، چې پi خپلو ژمنو عمل وکړي.»

هغه دغه راز پر اسلامي امارت له دې کبله نیوکه کړې، چې نه یې غوښتل له پخواني حکومت سره پر یوه مېز خبرو اترو ته کېني.

د دې ترڅنګ نوموړی سرپرست حکومت پر دې تورنوي، چې کواګې د دوحې د ذکر شویو ټولو شرطونو له ډله یې یوازې پر امریکايي او ناټو ځواکونو د نه برید شرط عملي کړی.

د سیاسي چارو شنونکي شېر حسن حسن وايي:« په افغانستان کې د امریکایانو او د هغوی د نورو پوځي شریکانو موجودیت یوه غمیزه وه، افغانستان عملا بل واکۍ سره مخ وه او په بل واکۍ کې هېڅ هېواد، هېڅ خاوره، هېڅ دولت ثبات نه شي پیدا کولی. په هغه وخت کې له دواړو لوریو هره ورځ په سلګونه افغانان وژل کېدل.»

سرپرست حکومت د دې امريکايي چارواکي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې يې د دوحې هوکړې د نه عملي کېدو په تړاو د امريکايي چارواکو ورته څرګندونې رد کړې.

د امریکا دغه په عمر پوخ او باتجربه پوځي داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې له دې څو ورځ وړاندې یې د امریکا له یوې ټلویزیوني رسنۍ سره په مرکه کې د دوحې هوکړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لویه مذاکراتي تېروتنه یاده بللې او دغه تړون یې یو داسې عملیاتي میکانیزم بللی چې په وینا یې افغانستان یې وواژه او د مخکېني نظام د ړنګېدا لامل شو

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist