Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بایدڼ: افغانستان او سیمه کې د احتمالي ګواښونو ځواب ته چمتووالی لرو

بایدڼ: افغانستان او سیمه کې د احتمالي ګواښونو ځواب ته چمتووالی لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/10

د امريکا په ګډون د سيمې هېوادونو له لوري له افغانستانه د ګواښوونو د پېښېدو احتمال له مطرح کېدو وروسته، اوس امريکا د يادو احتمالي ګواښونو د مخنيوي او ورته د ځواب ويلو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د امریکا ولسمشر کانګرس ته په یوه لیک کې ليکلي، امریکایي ځواکونه چمتوو دي، څو په سیمه او په ځانګړې توګه له افغانستانه د احتمالي ترهګریزو ګواښونو ځواب ووایي.

جو بایډن په دې لیک کې ليکلي، په اروپا، افریقا او اقیانوس کې مېشتو امریکایي ځواکونو د القاعدې او داعش خراسان ډلې ګواښونه له منځه وړي او یادې ډلې یې کمزورې کړې دي.

هغه زیاتوي: « امریکايي ځواکونه له افغانستانه بهر دې ته چمتو دي، څو ټولو هغو ګواښونو ته رسېدنه وکړي چې له دغه هېواده د امریکا او یا د امریکايي ګټو پر وړاندې راپورته کېږي.»

د پوځي چارو کارپوه محمد متین خېل وايي: « دلته د جوبایډن په خبرو کې ډېر تناقضات لیدل کېږي، کله وايي چې افغانستان د اشغالګرو هدیره ده،چې زه خپله هم یو له هغو اشغالګرو یم، بیا وايي که چېرې دلته د امریکا مخالفین وي نو موږ کولی شو، چې د سیمې له هېوادونو یا له خپلو هډو هغوی وڅارو او د سیمې له هېوادونو د دوی ستراتیژیک ملګري پاکستان ته اشاره ده.»

بایډن داسې مهال د افغانستان له پولو بهر د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د امریکایي ځواکونو د چمتووالي ډاډ ورکوي، چې له دې وړاندې د امریکا پوځي چارواکو ویلي، امریکا به له افغانستانه د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته احتمالي ګواښونو ته د ځواب ورکولو وړتیا نه لري.

خو اوس پوښتنه دا ده، چې ایا د سیمې په کومو هېوادونو کې امریکایي پوځیان مېشت دي، چې لا یې هم د افغانستان خاوره تر څار لاندې ده؟

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي: «  تل پاکستانیانو له امریکا پیسې اخېستي او د امریکا ګټې او پلانونه یې په سیمه او په ځانګړې توګه افغانستان کې پلي کړي دي، اوس هم د دې خدماتو په بدل کې پاکستان له امریکا ډېرې پیسې ترلاسه کوي.»

د پوځي چارو کارپوهان وایي، د امریکا ولسمشر جوبایډن له ورته څرګندونو سره هڅه کوي، چې د افغانستان انځور نړۍ ته ناسم وښیې، څو یو ځل بیا په افغانستان کې خپل پوځي حضور پيدا کړي.

 د دوی په خبره، افغانستان د ترهګرۍ قرباني هېواد دی او برعکس ياد عناصر د افغانستان پر ځای په ګاونډيو هېوادونو کې دي، چې امريکا يې بايد د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي.

د پوځي چارو کارپوه اخترمحمد راسخ وايي: « دوی غواړي افغانستان نړۍ ته بدنام وښيي، څو یو ځلې بیا دوی د نړیوالې ادارې له ادرسه په افغانستان کې بیا حاکمان شي او په دې جغرافیه کې خپل استخباراتي کنټرول ولري. د چین د اقتصاد پرمختګ او روسانو د امپراتورۍ پرمختګ او د ایرانیانو د اټومي قدرت پرمختګ د مخنیوي لپاره دغه پرګرامونه عملي کوي.»

د سرپرست حکومت چارواکو وړاندې ويلي، هېڅ چاته اجازه نه ورکوي، چې پر افغانستان یرغل وکړي او ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي، چې افغان خاوره کې هېڅ وسله‌والې ډلې ته د فعالیت اجازه نشته.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « داعش د امریکا په حضور کې دلته پیدا شو، امریکا دلته زرګونه عسکر درلودل، حضور یې درلود، داعش پیدا شو، ځالې یې جوړې کړې او ان په کابل او نورو لویو ښارونو کې یې پټنځایونه درلودل؛ خو کله چې امریکا ماتې وخوړه، دا  د داعش لپاره هم د ماتي پیل وه، د دوی پټنځایونه ټول کشف شول، له منځه لاړل او اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د داعش پر وړاندې پیاوړې مبارزه وکړه او همدا د دې لامل شو، چې داعش نور په افغانستان کې نشته؛ نو دا خبره چې دوی وايي داعش تعقیبوي؛ دې ته هم هېڅ اړتیا نه لیدل کېږي او دا د دوی د لاسوهنې په مانا ده. اسلامي امارت خپل ځواکونه لري، د داعش او نورو فتنه ګرو د لمنځه وړلو لپاره او د خپل امنیت ساتلو لپاره خپله وړتیا او کفایت لري، د چا اقداماتو ته اړتیا نشته.»

بلخوا په کابل کې د ايران سفیر حسن کاظمي قمي د سيمې هېوادونو د تماس ډلې په غونډه کې ویلي، هر کله چې په سيمه کې امریکا له وسله‌والو‌ ډلو سره مرسته او ملاتړ ودروي، هغه مهال به افغانان سوله او ثبات تجربه کړي.

نوموړي زياته کړې، امريکا د افغانستان اوسني وضعیت مسووله ده او په تېر ۲۰  کلن پوځي حضور کې يې افغانانو ته زيات زيان اړولی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist