Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قمي: امریکا د افغانستان ناامنه کولو لپاره د داعش ډلې ملاتړ کوي

ایران یو ځل بیا افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/10

د سیمه‌ییزې تماس ډلې ناستې په څنډه کې چې وړمه ورځ په ایران کې ترسره شوه، د ایران په ګډون ځېنو هېوادونو په افغانستان کې یو ځل بیا د ټولګډونه حکومت پر جوړښت خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، د ټولګډونه حکومت نسخه وړاندې کول د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله نه ده، بلکې ټول هېوادونه په افغانستان کې د ثبات په لټه کې دي.

خو د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا په دې اند دي، دغه هېوادونه غواړي چې د ټولګډونه حکومت په نوم داسې څېرې او کسان د افغانستان اوسني نظام ته لار پیدا کړي چې د دوی ګټو ته ژمن وي.

دوی وايي، ټولګډونه حکومت ناکامه تجربه ده او په خبره یې تکرار یې هم پایله نه لري.

د تحلیل کوونکو  په خبره، د بهرنیانو له لوري افغانستان ته د نظام او حکومت د څرنګوالي په تړاو د هر ډول نسخې وړاندې کول د افغانانو په داخلي چارو کې ښکاره مداخله ده او هېوادونه باید له دغه ډول کړنو او څرګندونو لاس واخلي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شهزاده مسعود وايي: « زه نه پوهېږم چې د ځېنو هېوادونو له لوري د ټولګډونه حکومت تعریف څه دی؟ که چېرې د دوی تعریف له ټولګډونه حکومته دا وي چې ځېني کړۍ او یا خاص کسان چې دوی ته منسوب دي هغوی سره د حکومت د وېش خبره وي؛ نو دا ناکامه تجربې دي، نه یې پخوا پایله ورکړې او نه یې اوس ورکوي او نه به افغانان دا ومني. زما په نظر تر دې دمه هېڅ افغان هم نورو هېوادونو ته دا نسخه نه ده ورکړې، چې ستاسې حکومت ټولګډونه دی که نه یا هغسې دی، دغسې دی، دا د افغانانو کورنۍ مساله ده او داسې څرګندونې د افغانستان په چارو کې مسقیمه لاسوهنه ده.»

ځېنې نور بیا د افغانستان په داخلي چارو کې د ګاونډیو او نورو هېوادونو لاسوهنه جنګي جنایت ګڼي اوغوښتنه لري چې د دغه ډول مداخلو چې د افغان ولس او نظام پر زیان دي باید مخه یې ونیول شي.

د دوی په باور، دغه هېوادونه چې د افغانستان لپاره ټولګډونه حکومت غواړي په خپلو هېوادونو کې یې د داسې حکومت بېلګه نه لري او د ګڼو قومونو مذهبونو حق یې هم تر پښو لاندې کړی.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی توریالی ځاځی وايي: « اوس هغه وخت رارسېدلی دی، چې د ښو او بدو ترمنځ باید توپیر وکړو، اوس باید افغانان په دې پوه شي چې دوښمن مو څوک او دوست مو څوک دی. د افغانستان په کورنیو چارو کې هر ډول لاسوهنه بشري جنګي جنایت دی او دا د اسلامي امارت مسوولیت او رسالت دی، چې دغه هېوادونو ته غاښ ماتونکی قاطع ځواب ورکړي.»

په ټوله کې نظر دا دی چې د افغانستان ګاونډیو تل د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله کړې او د خپلو ګټو لپاره یې د افغانستان نظامونه او ولسونه ننګولي چې زیان یې افغان ولس ته رسېدلی دی.

تحلیل کوونکي وايي، غوښتنه یې دا ده چې باید کابل د دغه ډول مداخلو، د نظام د ځواکمنتیا او د کورني او بهرني مشروعیت ترلاسه کولو په موخه باید اساسي قانون جوړ او له مخې  یې چارې تنظیم کړي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی کمال ناصراصولي وايي: « اصلا په افغانستان کې ایران او پاکستان او داسې د سیمې ځېني نورو هېوادونو لاسوهنې دا ۵۰ کاله کېږي دوام لري. داسې قانون باید دلته موجود وي چې هر افغان په کې د خپل بچي راتلونکی وویني . دا کورنۍ مساله ده، خو بحث دلته دا دی چې نړیوالو باید په دې مساله کې له افغانانو سره همکاري وکړي او اسلامي امارت ځان قانونمند کړي، کورنی مشروعیت ترلاسه کړي څو بیروني مشروعیت ته لاره هوار شي.»

له هغې وروسته چې جمهوریت نسکور شوی او اسلامي امارت واک ته رسېدلی ایران، روسیه، تاجکستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار کوي خو اسلامي امارت بیا له وړاندې ویلي، چې حکومت یې ټولګډونه دی، په کابینه کې یې د ټولو ولایتونو او قومونو استازي حضور لري او د تېر نظام اکثریت مامورین ورسره پر دندو بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist