Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: جرمني د فردي جرم پر بنسټ د ټولو افغان کډوالو په اړه پرېکړه نه شي کولی

کارپوهان: جرمني د فردي جرم پر بنسټ د ټولو افغان کډوالو په اړه پرېکړه نه شي کولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/05

تېره اونۍ د جرمني په سویل لوېدیځ کې د یوه افغان کډوال له لوري د سیاسي اسلام مخالفو پولیسو پر ډلګۍ د چاقو برید وکړ چې د پنځو پولیسو له ټپي کولو وروسته په کې یو پولیس افسر ومړ.

که څه هم د یادې پېښې په تړاو تراوسه د جرمني حکومت په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د یاد هېواد یو شمېر چارواکو ټینګار کړی، چې د خپل هېواد د داخلي امنیت د ساتنې په موخه به ټول هغه کډوال له جرمني بهر کړي چې د یاد هېواد امنیت ګواښي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د یادې موضوع په تړاو د مالوماتو د راټولو په هڅه کې دي او له جرمني سره یې په دې تړاو خبرې نه دي شوي.

کارپوهان ټینګار کوي، چې د نړیوالو قوانینو له مخې د جرمني حکومت د فردي جرم پر اساس د ټولو کډوالو په تړاو پرېکړه نه شي کولی.

د نړیوالو اړیکو کارپوه عزیز معارج وايي: « لومړی دا چې په جرمني کې چې یوه افغان داسې ناوړه کار ترسره کړی دی، دا یې ښه نه دي کړي او د افغانانو د بدنامۍ لامل شوی، بله دا جرمني داسې اعلان نه دی کړی چې سلو په سلو یا په دقیق ډول کډوال یا غیر قانوني کډوال وباسي. دا د پالېسۍ له مخې همداسې اوازې خپرېږي څو د جرایمو مخه ونیول شي، ځکه جرمني د کورنیو قوانینو او په ځانګرې توګه د وینا هغه کنوانسیون پر بنسټ چې په ۱۹۵۱ او پرتوکول یې چې په ۱۹۶۰ ام کال ترسره شوی نه شي کولی د یوه فرد د جرم یا یوه عمل له مخې ټول کنوانسیون یا د هغه ضمایم تر پښو لاندې کړي او یا خپل کورني قوانین تر پښو لاندې کړي، دلته بیا نو دوی ناقصین د قوانینو تلقي کېږي.»

جرمني کې یو شمېر مېشت افغانان ادعا کوي چې ځېنې کړۍ شته چې هڅه کوي د جرمني او افغان کډوالو ترمنځ د بې باورۍ فضا رامنځته کړي.

د کډوالو یو شمېر مدافعین ټینګار کوي، چې د یادو پېښو په زیاتېدو سره په اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د قوانینو د سختېدو امکان شته؛ که څه هم ورته اوازې د یاد هېواد د هغو پالېسيو برخه بولي چې پر بنسټ یې غواړي داخلي امنیت لا ټینګ کړي.

د کډوالو مدافع مصطفی آرین وايي: « جرمني تر اوسه په رسمي ډول د دغې موضوع په هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی چې ګوندي انتقامانه غبرګون وښيي یا د دې موضوع انتقام واخلي، دا قانوني پروسه ده او له همدې لارې به یې یوه سرحد ته ورسوي. دا هم ځېنې کړۍ دي چې غواړي د جرمني او کډوالو ترمنځ د واټن لامل شي او دلته د بې نظمۍ د رامنځته کولو لپاره تبلیغات وکړي چې ګوندي جرمني غواړي کډوال درېیمګړي هېواد ته واستوي او د دې موضوع انتقام واخلي، تر دې دمه په رسمي ډول داسې څه نه دي شوي او ځېنې پروپاګندونه هم موجود دي چې د کډوالو اذهان تضعیف کړي.»

تورن افغان کډوال ۲۵ کاله عمر لري او په ۱۴۰۱ کال کې جرمني ته د پناه غوښتنې په موخه تللی. د راپورنو له مخې دغلته د نوموړي سیاسي پناه غوښتنه هم رد شوې ده.

یاد افغان کډوال د سیاسي اسلام مخالفې ډلګۍ اړوند پر یو شمېر پولیسو د چاقو برید وکړ چې څلور پولیس افسران یې ټپیان کړل او له ډلې یې یو ۲۹ کلن پولیس افسر تېره یکشنبه د ټپونو له امله ومړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist