Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زابل کې د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي لاهم د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري

زابل کې د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي لاهم د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/05

شینکۍ د زابل ولایت مرکز کلات ښار څخه ۶۳ کیلومتره لرې پرته ولسوالۍ ده چې زیاته برخه يي په غرونو پوښل شوې ده.

 د یادې غرنۍ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د بېکارۍ له کبله د پراخو اقتصادي ستونزو ترڅنګ تراوسه هم د ژوندانه له لومړنیواسانتیاوو بې برخي دي او له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، تېر او اوسني سرپرست حکومت کومه خاصه پاملرنه نه ده ورته کړې او غوښتنه کوي چې باید د دوی ستونزې حل شي.

د شینکۍ ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی محمد شاهی وايي: « کلی یو شی نه لري خواران، ټول نېستمند دي. پخوا په پاکستان کې وو او چې دلته راغلل اوس څه نه لري.»

د شینکۍ ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی احمد ولي وايي: « خلک ټول د تکلیف په حالت کې دي، سړک نه لرو، دغه سیند چې را ډک شيؤ دوه اوونۍ هم د موټرو لاره بنده وي او خلک له ستونزو سره مخ وي.»

د شینکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی محب الله بیا وايي: « باید چې مرسته راسره وکړي دولت هغه دی پوهېږي، چې باید کلنیک جوړ کړي، پوه ډاکټران راولېږي او دلته ابادي جوړه کړي.»

 په ورته وخت د زابل ولایت ځايې مسوولین د شینکۍ ولسوالۍ غرنیو سیمو کې د مېشتو خلکو ستونزې مني،  خو وايي، دغې ولسوالۍ کې همدا اوس د یو شمېر رغنیزو پروژوعملي چارې روانې دي چې بیا هم دا بسنه نه کوي.

 د مسوولینو په وینا، له یو شمیر موسسو سره په ګډې همغږۍ اوس هم په دې هڅه کې دي چې پر شینکۍ ولسوالۍ سربېره یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د کار پیدا کولو او بېلابېلو پروژ د تطبیق لپاره لار هواره کړي، تر څو په دې سره خلکو ته کاري فرصتونه پیدا او اقتصادي ستونزي يې تر یو حده حل شي.

د زابل ولایت د اقتصاد رئیس مولوي عزت الله وايي: « د شینکۍ ولسوالۍ او داسې نورې سرحدي ولسوالۍ، لکه نوبهار، اتغر او شینوزايي په دې خوا کې دي چې د دوی ستونزې مسلمې دي، موږ یې منو. هو! دوی دا ستونزې لري، مشکلات زیات دي او اقتصادي ستونزې یې هم زیاتې دي؛ نو ان شاءالله موږ دا په پلان کې لرو، چې دې خلکو ته به موږ په ګډه کار کوو، دلته به انکشافي کارونه پیل شي هم به د خلکو ستونزې هوارې شي او هم به ورته کار او روزګار پیدا شي.»

د زابل ولایت شینکۍ ولسوالۍ د غرنیو سیمو یو شمېر اوسېدونکي داسې مهال له بې کارۍ، اقتصادي ستونزو او پیکه عامه خدماتو له نشتوالي شکایت کوي چې د هېواد ځېنو نورو ولایتونو کې هم یو لوی شمېر خلک له ورته اقتصادي ستونزو او کاري بې ثباتۍ سرټکوي .

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist