Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان موټرچلوونکو د موقتي اسنادو پربنسټ پاکستان ته د تګ اجازه ترلاسه کړه

افغان موټرچلوونکو د موقتي اسنادو پربنسټ پاکستان ته د تګ اجازه ترلاسه کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/05

وروسته له هغې چې پاکستان خپلو بندرونو ته د افعان سوداګرو لاسرسی محدود کړ او د ډيورنډ له فرضي کرښې پر تېرېدونکو افغان موټر چلوونکو يې د ویزې او پاسپورټ درلودل جبري کړل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري ټکنۍ شوه.

خو د دواړو هېوادونو د متقابلو هڅو په لړ کې د روان کال په مارچ کې د سوداګريزو ستونزو حل په موخه دوه اړخیزه موافقه وشوه.

که څه هم د دې دوه اړخیزې هوکړې ټولې برخې لا هم نه دي عملي شوې؛ خو تازه پاکستان د دغې هوکړې یوې برخې په عملي کولو سره د بار وړونکو موټرو افغان چلوونکو ته د موقتي سند په ورکولو سره له کرښې د وراوښتو اجازه ورکړه.

د پاکستان سوداګرۍ وزارت وايي: « د جون له ۱۵مې وروسته هېڅ موټرچلوونکي ته پرته د ( ټي.اې.ډي) سند د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزه سوداګرۍ اجازه نه ورکول کېږي. دغه لنډمهالی سند به په یو وخت کې د یوه موټر چلوونکي لپاره اعتبار ولري او یوازې د هغه بار وړونکي موټر لپاره چې ورته صادر شوی وي، د استفادې وړ وي. د افغان راجستر شویو موټروانانو لپاره د  ( ټي.اې.ډي) غوښتنلیکونه به کابل کې د پاکستان له سفارت او په کندهار کې د پاکستان له کونسلګرۍ ترلاسه کېدای شي او د پاکستان راجسټر شویو موټرو لپاره غوښتنلیکونه به په کوټه او پیښور کې د افغانستان له کونسلګریو د ترلاسه کېدو وړ وي.»

په ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، یاد موقتي عبوري سند د یوه کال لپاره پرته له ویزې او پاسپورټ د موټرچلوونکو لپاره د کارونې وړ دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د پاکستان له پلاوي سره په لیدنه کې چې د دې پلاوي سر مشري د یاد هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین پر غاړه او کابل ته راغلی و، د بېلا بېلو موضوعګانو په اړه هوکړه شوې وه، چې یو مورد یې هم د یوه کال لپاره په ازماېښتي ډول د لاریو د ازاد تګ راتګ لپاره پر موقتي سند د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړه وه چې د ۲۰۲۴ کال د مۍ له لومړۍ نېټې پلي کېده. د دغه موقت سند په درلودو سره به پاسپورټ او ویزې ته اړتیا نه وي چې دا د لاریو ازاده تګ راتګ لپاره اسانتیا ده.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، که څه هم اوس مهال له پاکستان سره د ټزانزیټي محدویتونو له امله د سوداګرۍ کچه راټیټه شوې؛ خو برعکس د افغانستان او ايران ترمنځ د بندرعباس له لارې سوداګري ۸۵ سلنه زياته شوې.

د يادې خونې چارواکي زياتوي، د پاکستان له لوري د موقتي اسنادو پر بنسټ عبوري اجازه به په نسبي توګه د سوداګرو ستونزې حل کړي او هیله ښیي، چې د ډندپټان پر لارې سربېره پر نورو بندرونو هم دغه اسانتیاوې رامنځته شي. 

 د سوداګرۍ او پانکونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي: « دا سند د افغانانو لپاره ترتیب شو او د لومړي ځل لپاره په ډنډپټان کې موټرو عبوري تګ راتګ پیل کړ. تراوسه په نورو بندرونو کې نه دی پیل شوی خو دا د هغې پرېکړې یو جز دی او ښه کار وشو، زموږ لپاره یوه اسانتیا ده او د دوی لپاره هم اسانتیا ده چې موټرچلوونکي پرته له پاسپورټ او ویزې تګ راتګ کوي، دې ته باید ادامه ورکړل شي، ځکه د دواړو هېوادونو پر ګټه ده.»

په ورته مهال سوداګر د افغانستان او پاکستان ترمنځ په راتلونکي کې د سوداګرۍ له بیا پراختيا خوښ دي او غوښتنه لري، چې دواړه هېوادونه دې په سوداګرۍ کې نورې اسانتياوې هم رامنځته کړي.

سوداګر محمد نبي افغان وايي: « په دې سند کې چې کوم طی مراحل دي، یو څه زموږ په سکټور کې ستونزې شته، د چا لایسنسونه نه وي، د چا جوازسیر زاړه وي، د چار برېښنايي پېژندپاڼه نه وي؛ خو سېستم ډېر روڼ او ساده دی. له حکومتونو مو هیله دا ده چې یو څه مهلت باید دواړو لوریو ته ورکړي، یو دم را کلک نه شي، وخت پر وخت تعقیب شي. په دغه سند موږ کولی شو سوداګرۍ ته وده ورکړو، ځکه د افغانستان او پاکستان سوداګري به د بېلا بېلو لاملونو له مخې بندېده.»

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو داسې مهال هوکړه کېږي چې د تېرو شاوخوا ۷ میاشتو کې د پاکستان لخوا پر افغان موټر چلوونکو د ویزې پر جبري کولو سربېره په سوداګرۍ کې ګڼې ستونزې رامنځته شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist