د دوحې هوکړې له لاسلیک کېدو وروسته داسې ډېر کم پېښ شوي، چې د امریکا پوځي او سیاسي مشرانو او د جوبایډن د اپوزېسیون په توګه د دې هېواد جمهوريپالو سناتورانو دې په دې تړاو غبرګون نه وي ښودلی.
جنرال فرانک مککېنزي چې د دوحې د هوکړې او له افغانستانه د امریکايي پوځيانو وتلو پرمهال د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان و، له یوې امریکايۍ رسنۍ سره په خپلو څرګندونو کې د دوحې هوکړه د امریکا لپاره تر ټولو ناوړه مذاکراتي تېروتنه بللې.
دغه متقاعد جنرال، چې په افغانستان کې یې ګڼې دندې ترسره کړي یاده هوکړه یې یو داسې عملیاتي میکانیزم یاد کړی، چې په خبره يې افغانستان يې وواژه او د پخواني نظام د ړنګېدو لامل شو.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل او د دوحې هوکړه یو لویه تېروتنه وه، وویل:« هو! زه فکر کوم همداسې و. موږ د دوحې هوکړه عملي کړه او موږ د دې هوکړې شرایطو ته ژمن پاتې شو، په داسې حال کې، چې موږ کولی شول په ښه توګه ترې ګټه واخلو. خو په حقیقت کې موږ د دوحې هوکړې ته له افغانستانه د وتلو د مهالوېش په سترګه وکتل. د پالېسۍ موخه د امریکا د دوو ولسمشرانو، ډونالډ ټرامپ او جوبایډن، ترمنځ همداسې پاتې وه، په حقیقت کې د دوحې هوکړه د داسې کړنلارې پر اساس ترتیب شوې وه، که ورته درناوی شوی وای نو له طالبانو یې هم په بدل کې د ځېنې مشخصو اقداماتو د ترسراوي غوښتنه کوله خو داسې ونه شول. زه د دې استدلال کولی شم چې د دوحې هوکړه هغه عملیاتي میکانیزم و چې افغانستان یې وواژه او د افغان حکومت د نړېدا لامل شو. ځکه افغانانو لیدل چې موږ د ترسره شویو ټولو لګښتونو ته له پام پرته د دې هېواد پرېښودو ته لېواله وو او دا زما په اند افغان حکومت لپاره ډېره مهمه او له پامه غورځوونکی کار و.»
مککېنزي دغه راز ویلي، د امریکا دواړو ولسمشرانو پرته له دې چې د دې هوکړې او له افغانستانه د وتلو پایلو ته متوجې شي، دغسې څه یې ترسره کړي.
خو بل پلو د افغانستان سرپرست حکومت د امریکايي پوځیانو ورته څرګندونې په سیاسي او پوځي ډګر کې د دې هېواد د ناکامۍ اعتراف ګڼي.
چارواکي د دوحې هوکړې لاسلیک کېدل د افغانستان د خپلواکۍ او په افغانستان کې د امریکا د پوځي او سیاسي ماتې لامل ګڼي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « لومړی خو د دغسې جنرالانو په جنګ کې ګټې وې. دا ۲۰ کاله یې دلته جنګ وکړ، هېڅ ګټه یې نه درلوده او کومه پایله یې د امریکا لپاره نه درلوده، بلکې دا جنګ یې هم د دې لپاره ساتلی و چې دوی د تسلیحاتي تولیدوونکو شرکتونو سره لاس درلود او همدې جنرالانو په کې خپله ونډه درلوده، جنګ یې د همدې لپاره دوامداره ساتلی و چې د دوی وسله په کې خرڅه شي، اوس چې جنګ پای ته رسېدلی نو طبعاً دوی به د خپل زړه بړاس په همدې خبرو باسي. د دوحې پرېکړه د افغانانو لپاره د ویاړ فیصله وه او د افغانستان د اشغال د پای ته رسېدو یو لوی اقدام، افغانانو ته یې ګټه رسېدلې او امریکا ماته وخوړه.»
خو د سیاسي چارو شنونکي په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور پای که له یوې خوا د یو داسې لویې غمیزې پای ګڼي، چې هره ورځ یې د سلګونه عامو افغانانو ژوند اخېست؛ خو په ورته مهال د نړۍ له لوري د اوسني نظام په رسمیت نه پېژندل او لګېدلي سیاسي او اقتصادي بندیزونه یوې بلې غمیزې ته د هېواد د ننوتلو پیل ګڼي.
د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: «د امریکایانو او د هغوی د شریکانو وتل له افغانستانه ډېره ښه خبره ده، ځکه لږ تر لږه مړېنه په هغه کچه چې موجود وه، نشته. دا چې افغانستان اوس له انزوا سره مخ دی دا په افغانانو پورې اړه لري، د افغانستان په اوسني حاکمیت پورې اړه لري چې څنګه کولی شي ځان له دې انزوا را وباسي.»
د دوحې هوکړه د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په ۲۹مه له ۱۸ میاشتني مذاکراتو وروسته لاسلیک شوه چې له مخې یې امریکا اړه وه، د همدې کال تر مې میاشتې خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي او اسلامي امارت به د لا نورو خبرو اترو لپاره د تېر نظام له مذاکراتي ټیم سره بین الافغاني خبرو ته کښېني؛ خو له دې هرڅه وړاندې تر یوې میاشتې په کمه موده کې له پوځي اړخه یو په بل پسې د ولایتونو سقوط او د نظام پرځېدل هرڅه بدل کړل.