Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

شنونکي: افغانستان له نړۍ سره د نږدې کېدو پر لور روان دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/04

د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان ترڅنګ د ګڼو غربي او سیمه‌ییزو هېوادونو استازي کابل ته تګ راتګ لري او له افغان چارواکو سره لیدنې کوي چې بېلابېل موضوعات په کې مطرح کېږي.

په دې وروستیو کې دغه لیدنې زیاتې شوې چې ورسره دا خوشبیني هم پیدا شوې چې ګني افغانستان له نړۍ سره د نږدې کېدو پر لور ګامونه اخلي.

د سیاسي چارو شنونکي په دې اند دي چې د افغانستان جغرافیايي موقعیت هغه څه دي چې نړۍ له  کابل سره اقتصادي او سیاسي اړیکو ټینګښت ته هڅوي او له افغان چارواکو سره وروستیو ناستو دا تمې لاپسې زیاتې کړي دي چې ګنې هېوادونه د افغانستان رسمیت پېژندنې ته نږدې شوي دي.

د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي: « افغانستان د خپل جغرافوي موقعیت له پلوه نړۍ ته ډېر ارزښت لري؛ نو ځکه نړیوال غواړي چې له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري او له افغان حکومت سره نږدېوالی پیدا کړي، تعامل وکړي او بلاخره دې ته لاره هواره کړي چې شته ستونزې له منځه لاړې شي او د افغانستان حکومت پر رسمیت وپېژندل شي.»

شنونکي وايي، چې په کابل کې له افغان چارواکو سره د نړیوالو سازمانونو او هېوادونو استازو او پلاوو لیدنې یوه موخه دا هم کېدای شي چې دوی غواړي د افغانستان او سیمې وضیعت له نږدې وڅاري خو دغه لیدنې دا پیغام هم رسوي چې ترډېره افغانستان له نړۍ سره تعامل ته نږدې شوی دی.

د سیاسي چارو شنونکی قریب الرحمان شهاب وايي: « افغانستان ته د بېلابېلو سازمانونو د پلاوو راتګ یوه مانا دا ده چې دغه هېوادونه او سازمانونه غواړي تل له حالاتو باخبره اوسي او د افغانستان او سیمې حالات ارزیابي کړي او دویمه دا ښيي چې د افغانستان، سیمې هېوادونو او نړۍ ترمنځ یو ډول اړیکې موجودې دي او د پلاوو راتګ د دې هڅه هم ده چې سیمه او نړۍ په افغانستان کې ځېني مسایل غواړي او هغه د همدې پلاوو په واسطه انتقالوي.»

خو ځېنې نور بیا وايي، تېرو تجربو ښودلې چې دغه ډول انفرادي لیدنې او تګ راتګ ګټه نه رسوي، په کار ده چې د ستونزو حل لپاره ملګري ملتونه لاس په کار شي او له خپلو صلاحیتونو ګټه واخلي.

دوی وايي، غوښتنه یې دا ده چې ملګري ملتونه باید د افغانستان په تړاو ځانګړې ستره ناسته جوړه کړي چې د دغه سازمان ټول غړي هېوادونه په کې ونډه ولري او د افغانستان له اوسني حاکمیت سره د ستونزو پر حل او اندېښنو پر رفع کېدو له نږدې خبرې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « په اصل کې افغان ولس د نړۍ درواغو او د نړیوالو مغرضوهېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډيو او د زبرځواکو هېوادونو د سیاسي اهدافو قربانی شوی دی. د دغه انفرادي کسانو راتګ افغانستان او دا څه غونډې چې په دې نړۍ کې ترسره شولې زموږ هېواد ته یې هېڅ کومه مثبته پایله نه درلوده. اوس که نړیوال غواړي باید رسماً په ملګرو ملتونو کې یوه نړیواله غونډه جوړه کړي چې د نړۍ ټول هېوادونه په هغې کې برخه ولري او د طالبانو مشرتابه ورته وغواړي او بلنه ورکړي او د افغانستان د ستونزو په اړه خبرې وکړي، افغانستان د نړیوالو لخوا پر رسمیت وپېژندل شي او همدا د افغانستان د ستونزو حللاره ده.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، د بهرني سیاست د دستګاه پرمټ یې له هېوادونو سره اړیکې پیاوړې شوي دي او وروستیو لیدنو کې چې په کابل کې له چارواکو سره ترسره کیږي پر پانګونې، اقتصادي مسایلو او همدا راز د افغانستان او هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار زیات شوی.

مجاهد زیاتوي: « د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ډيپلوماټيکه دستګاه الحمدالله ډېره فعاله ده، له هېوادونو سره یې اړیکې تامین کړي دي، د هېوادونو ترمنځ ګټه‌ییز تړاوونه ډېر شوې، د سیمې هېوادونه او بېلا بېل پلاوي افغانستان ته راغلل، زموږ پلاوي وخت پر وخت ځي، د بېلابېلو پروژو په اړه خبرې کېږي، پانګونې په اړه تصمیمونه نیول کېږي او همداسې د یوې اعتمادي فضا د رامنځته کېدو لپاره هڅه روانې دي چې دا هم د افغانستان او د سیمې هېوادونو په ګټه بولو او د کومو هېوادونو پلاوي چې دلته راغلي ‌ډېری یې په ډيپلوماټيکه برخه کې او هم په اقتصادي او سیاسي برخه کې د اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه کوي چې افغانستان هم دې هر څه ته اړتیا لري.»

 دمګړۍ په کابل کې ګڼ نړیوال سازمانونه او د سیمې مهم او ځواکمن هېوادونه سیاسي استازولۍ لري چې ډیپلوماتان یې پر چارو بوخت دي او له چارواکو سره هم په اړوندو مسایلو لیدنې لري.

دغه ډول اړیکو ته بیا په نړیوالو ډیپلوماتیکو اصولو کې نااعلان شوې او یا هم خاموشه رسمیت پېژندنه ویل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist