Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د قزاقستان ولسمشرد اسلامي امارت نوم د ترهګرو سازمانونو له لېست وایست

د قزاقستان ولسمشرد اسلامي امارت نوم د ترهګرو سازمانونو له لېست وایست

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/04

د قزاقستان دولتي اژانس د خبر له مخې،ؤ د دې هېواد ولسمشر قاسم جومارت توکایف د اسلامي امارت نوم د تروریستي سازمانونو له لېست وایست.

توکایف دغه تصمیم د ټولیز امنیت د غړو هېوادونو د غونډو استازو سره په کتنه کې اعلان کړی او موخه یې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراختیا بلل شوې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې په سیمه‌‌ییزو اړیکو کې قزاقستان ته د افغانستان فعاله حضور یو سټراټیژيک لومړیتوب لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد شمشاد سره خبرو کې د قزاقستان ولسمشر دغه اقدام وستایه او په خبره یې یاد هېواد د افغانستان واقعیت درک کړی دی.

مجاهد وايي: « نور هېوادونه هم باید دغسې ګامونه واخلي، یو وخت چې دلته د امریکا اشغال وشو په نړیواله کچه د اسلامي امارت په ضد لوی تبلیغات او پروپاګند وشو؛ نو ځېنې هېوادونو به هماغه وخت ځېنې تصمیمونه نیولې وي، ځکه د هغه وخت له تبلیغاتو اغېزمن شوې وو، وروسته، وروسته چې واقعیتونه ورښکاره شول چې اسلامي امارت یو حاکمیت دی او د افغانستان په جغرافیه کې یو نظام او یو واک دی، بله دا چې له سیمې سره ښې اړیکې غواړي په ځانګړې توګه له قزاقستان او د منځنۍ اسیا ټولو هېوادونو سره په دا وروستیو کې ډېر پرمختګونه شوې؛ نو دې هر څه دا څرګنده کړه چې دغه هېوادونه باید له اسلامي امارت سره ښه تعامل ولري، دوی یو داسې ګام اخېستی چې په قانوني لحاظ چې د اړیکو په برخه کې کومې ستونزې موجودې دي، دا له منځه ځي او د اړیکو د لازیاتې پیاوړتیا لپاره په رسمي کچه زمینه برابرېږي او دا یو ډېر ښه ګام دی چې نور هېوادونه هم باید دې برخه کې اقدام وکړي، موږ د دوی دغه ګام ستایو.»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي د فشارونو سیاست د ملتونو پر زیان ګڼي او په باور یې پر اسلامي امارت فشارونو او بندیزونو اقتصاد کمزوری کړی او د افغانانو ژوند یې ځپلی دی.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی طارق فرهادي وايي: « د بندیزونو په اړه یوه عمومي بحث کې باید ووایم چې بندیزونو د طالب چارواکو په پرتله تر ډېره د افغانستان عامو خلکو ته زیان رسولی، د بېلګې په توګه که اریانا هوايي شرکت وغواړي پور واخلي، څوک پور نه ورکوي، حال دا چې نه افغانستان تر بندیز لاندې دی او نه اریانا؛ خو دا چې په اسلامي امارت بندیزونه دي نو دغه منفي اقتصادي حالت رامنځته شوی.»

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وړاندیز کړی و چې اسلامي امارت دې د ترهګرو سازمانونو له لېسته وایستل شي.

له دې وړاندیز یوه ورځ وروسته د روسیې ولسمشر په یوه ویډیو پېغام کې وویل، د افغانستان سرپرست حکومت دا مهال د ياد هېواد پر ټوله جغرافيه حاکم دی او روسيه ورسره د يوې اړتيا په توګه خپلې اړيکې پالي.

د پوتین دغو څرګندونو د سپينې ماڼۍ غبرګون را وپاروه او خبرداری یې ورکړ، چې د پوتين د اوسني دريځ پر بنسټ له افغانستان سره د روسيې چلن ښايي نورو هېوادونو ته ناوړه پايلې ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist