Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مشهد کې د افغانستان کونسل پنځه کلن ماموریت پای ته رسېدلی

مشهد کې د افغانستان کونسل پنځه کلن ماموریت پای ته رسېدلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/03

د بهرنیو چارو وزارت د ریاست الوزرا د حکم پر اساس، د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان کونسل عبدالجابر انصار د پنځه کلن ماموریت د پای ته رسېدو او هېواد ته یې د رابللو خبر ورکړی.

په دې تړاو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، له دې وروسته د نوموړي لاسلیک او نښان د اعتبار وړ نه دی چې له کبله یې ټول امتیازات پای ته رسېږي او نور نه شي کولی، په کوربه هېواد کې له ډېپلوماټیکو امتیازاتو او مصونیت برخمن شي.

په اعلامیه کې دغه راز ذکر شوي، نوموړي د غبرګولي (جوزا) پر ۶ مه د خپلې کاري مودې له پای ته رسېدو وروسته په غیرشفاف ډول د استازولۍ د عوایدو پر راټولو لاس پورې کړی او په اداري چارو کې د غیرمسوولانه لاسوهنې سره یې غیر قانوني کړنه ترسره کړې.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا تکل وايي: « لکه څنګه چې انصار د خپلې دندې له پای ته رسېدو وروسته په غیرشفاف ډول د استازوالۍ د عوایدو په راټولو او اداري چارو کې د غیر مسوولانه لاسوهنې په څېرغیر قانوني کړنې ترسره کولو سره د سوداګرو، مراجعینو او سیمه کې د مېشتو افغانانو لپاره د کونسلګرۍ د خدمتونو وړاندې کولو بهیر اغېزمن کړی؛ نو له همدې امله د انصاري لاسلیک او نښه د اعتبار وړ نه ده.»

اعلامیه کاږي، د نوموړي له دې کار سره د مراجعینو، سوداګرو او هلته د مېشتو افغان کډوالو ته د وړاندې کېدونکو کونسلي خدمتونو بهیر اغېزمن شوی.

له همدې کبله د نوي کونسل تر ګومارنې، هغه ته د مسوولیتونو ترسپارلو او مراجعینو ته پر وخت د خدمتونو په وړاندې کولو کې د ځنډ مخنیوي لپاره، به د استازولۍ یو بل ډېپلوماټ کونسلي چارې پر مخ بیايي.

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري وايي: « د مشهد جنرل کونسل د کار پای او اسلامي امارت یې د کار له پای وروسته کړنې څېړي او په پنځه کلونو کړنو کې یې د فساد او روڼتیا نشتوالی وړاندې کوي او په پایله کې به یې هغه کارونه چې د افغانستان د اتباعو لپاره یې په کوربه هېواد کې ترسره کړي ټول باطل شي.» 

اعلامیې کې د ډېپلوماټیکو او کونسلي چارو په اړه د ویانا کنوانسیونونو له مخې، د ډېپلوماټیکو استازو د دندې پای ته رسول او راګرځول د استوونکي هېواد له واکونو او په نړیوال عرف کې یوه عادي چاره بلل شوې.

خو د سرپرست حکومت دې پرېکړې د یو شمېر ایراني رسنیو تند غبرګونونه راپارولي او د ایراني لوري له موافقې پرته د افغان لوري دغه کړنه یې یو اړخیزه او بې احترامي بللې.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « د نړیوالو ډيپلوماټيکو اصولو پر بنسټ چې ویانا او شیکاګو کانفرانس کې د ۱۹۶۰ یا ۱۹۶۳ کال کې ترسره شوي؛ خو طبعاً رئیس نمایندګي سفیر چې ځي هغه ته هوکړه لیک لېږل کېږي بل هوکړه لیک چې راشي هغه اعتماد نامه وړي په خاص پرتوکول په ډيپلوماټيکه تشریفات یې د هېواد لومړي کس ته تسلیموي او همداسې چې جنرل کونسل هم چې ټاکل کېږي هغه د بهرنیو چارو وزارت تشریفاتو رئیس ته تسلېمېږي او کله چې د دوی دنده پای ته رسېږي؛ نو ورته مراسم لري، یو تودیعی ملاقات کوي او مارمویت یې پوره کېږي، د مقیم هېواد د بهرینو چارو وزیر خبروي او بېرته راوځي او راځي خپل هېواد ته.»    

دا په داسې حال کې ده، چې د ویانا کنوانسیون د دویمې او لسمې مادې له مخې، هېوادونو ته په دایمي ډول د ډېپلوماټیکو ماموریتونو د استولو او برعکس د هغه د عزل پرېکړه باید د ډېپلوماټیکې دستګاه په توګه د مقابل لوري د بهرنیو چارو وزارت له موافقې وروسته ترسره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist