Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: د دوحې ناسته کې ماناداره ګډون ته لېواله یو

متقي: د دوحې ناسته کې ماناداره ګډون ته لېواله یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/03

له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ملګرو ملتونو پلاويو په شمول د یو شمېر هېوادونو استازي کابل ته د سفرونه په لړ کې له د اسلامي امارت له چارواکو سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه ليدنې کتنې کوي او په کې ګډون ته د حکومتي پلاوي هڅولو لپاره ياده ناسته د افغانستان لپاره مهمه ګڼي.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي  په دې اړه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره کتلي او ويلي يې دي، حکومت له ټولو هېوادونو سره متوازن او مثبت تعامل ته د رسېدو په هدف د دوحې په ناسته کې ماناداره ګډون ته لېواله دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل وايي: « د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر وویل ، د افغانستان اسلامي امارت پالېسي د نړي له ټولو هېوادونو سره په متوازن او مثبت بنسټ ولاړه ده او د دوحې په رېیمه ناسته کې د ماناداره ګډون غوښتونکي دي، چې پایله یې د افغان ولس او هېواد د سوکالۍ لامل شي.»

له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان سرپرست حکومت منسجم تعامل د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې جوړېدونکې ناستې اصلي هدف ياد شوی او له همدې کبله د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلاسن هم په یاده ناسته کې د سرپرست حکومت پر ګډون ټينګار کړی.

خو سرپرست حکومت د دوحې راتلونکې ناستې څرنګوالی څېړي او له هغې وروسته به په کې د ګډون او نه ګډون پرېکړه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل وايي: « همداراز د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې وویل، په کابل کې یې د ملګرو ملتونو د سر منشي له مرستیالې سره ګټورې خبرې کړي دي، نوموړي همداراز زیاته کړه چې اسلامي امارت د دوحې درېیمې ناستې څرنګوالی څېړي او په هکله به یې خپل دریځ اعلان کړي.»

د سیاسي چارو کارپوهان د دوحې راتلونکې ناسته د افغانستان د روان وضعیت لپاره مهمه بولي او زیاتوي، که سرپرست حکومت له نړیوالې ټولنې سره واقعې تعامل غواړي، نو اړتیا ده چې د دوحې ناستې په څېر له فرصتونو ګټه پورته کړي او له یوې پیاوړې اجنډا سره په کې ګډون.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي: « هره هغه غونډه چې د افغانستان په تړاو جوړېږي که هغه د هېواد دننه وي او یا په نړیواله کچه وي په هغې کې د افغان حکومت د استازو ګډون اړین او حتمي دی.»

 د سیاسي چارو کارپوه کمال ناصراصولي وايي: « کورنی مشروعیت نشته، بهرني مشرعیت ته د لارې هوارولو لپاره د اوسني سرپرست حکومت د دوحه درېیمه غونډه کې ګډون اړین او د افغان ولس اړتیا بولم. دا ناستې به وکولی شي چې اړیکې ښې کړي او افغانستان کې ټولو نیمګړتیاوو ته د حل لارې پيدا کولو دروازه خلاصه کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې درېیمه مشورتي غونډه د جون په ۳۰ او د جولای په لومړۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سر‌ منشي‌ په کوربه‌توب ترسره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist