Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان وضعیت د منځنۍ اسیا بې‌ ثباتۍ اصلي سرچینه ده

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان وضعیت د منځنۍ اسیا بې‌ ثباتۍ اصلي سرچینه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/02

په داسې حال کې چې تېره اوونۍ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اسلامي امارت د افغانستان واقعي ځواک وباله او د یاد هېواد له تور لېسته د افغان چارواکو د نومونو اېستلو موضوع يې رابرسېره کړه؛ خو اوس د روسیې دفاع وزیر اندري بیلوسوف په قزاقستان کې د ګډو ګټو هېوادونو سازمان دفاع وزیرانو ناسته کې له افغانستانه د ګواښ خبره کړې.

اندري بیلوسوف ویلي، په سیمه کې د ډلو او تروریزم د خپرېدو خطر مخ په ډېرېدو دی او په خبره یې د افغانستان وضعیت د منځنۍ اسیا د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده.

بیلوسوف زیاتوي: « د افغانستان وضعیت، له دې هېواد سره د تاجکستان د پولو د امنیت ټینګولو او د سیمه‌يیز ثبات د تامین لپاره د نورو اقداماتو اړتیا په ګوته کوي.افغانستان په منځنۍ اسیا کې د وضعیت د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده. یو شمېر افراطي ډلې هلته ځای پرځای شوې او په ګاونډیو هېوادونو کې یې د خپلو افکارو د ترویج لپاره هڅې ګړندۍ کړې. د سیمه‌يیز ثبات ډاډمنولو لپاره دوامداره څارنې او چټکو اقداماتو ته اړتیا ده.»

خو اسلامي امارت د دې اندېښنو د ردولو ترڅنګ وایي، هېچاته اجازه نه ور کول کېږي چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد ګټه پورته کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« دا اندېښنه پر ځای نه ده، تاسې ګورئ چې نږدې درې کاله کېږي اسلامي امارت دلته حاکم دی او هېڅ هېواد ته له افغانستانه کومه ستونزه نه ده پېښه شوې، د امنیت او ډاډ په اړه یې ټوله نړۍ شاهده ده. بله دا چې افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله او بانډ وجود نه لري او نه څوک د فعالیت اجازه لري، ځکه د افغانستان اسلامي امارت ستراتیژي دا ده چې هېڅ چا پر وړاندې د افغانستان له خاورې ګټې اخېستنې ته اجازه نه ورکوي. اسلامي امارت د افغانستان په ټوله خاوره حاکم دی؛ نو بې له کوم دلیل او شواهده د اندېښنو څرګندول بې ځایه دي او باید دا اندېښنې رفع شي، اسلامي امارت په دې اړه ډاډ ورکړی او باید باور پرې وشي.»

د روسي چارواکو وېشلي نظرونه، هغه څه دي چې د افغانستان په تړاو یې د یاد هېواد روان سیاست او اړیکې تر پوښتنو لاندې راوستي.

د روسیې دفاع وزیر د دغو څرګندونو ترڅنګ، افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د هېواد لپاره یې دا اړینه ده چې اسلامي امارت پر افغانستان قوي کنټرول ولري او د افغانستان ورانېدل یې په سیمه‌يیزه کچه په لوی زیان یاد کړي.

کابلوف زیاته کړې: « روسیه پر دې اند ده، چې د طالبانو لپاره دا مهمه ده څو په افغانستان کې قوي کنټرول ولري. دا زموږ لپاره بنسټیز اهمیت دی. د افغانستان هر ډول ټوټه کېدل به په ټوله سیمه کې تر ټولو منفي غبرګونونه ولري.»

د سیاسي چارو چارو شنونکی  خلیل احمد نادم وايي: « د روسیې د دفاع وزیر وايي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې دي او دلته د افغانستان په سرحدونو کې دوی باید خپلې قواوې ځای پر ځای کړي، دا په دې مانا نه ده چې دلته رښتیا ترهګرې ډلې فعالې دي، ځکه تاسې اورېدلي طالبانو تل دا ډاډ ورکړی چې موږ نه پرېږدو چې ترهګرې ډلې دلته فعالیت وکړي او د بل چا پر وړاندې د افغانستان خاوره وکارول شي؛ خو هرومرو امریکا په دې هڅه کې ده چې څنګه د منځنۍ اسیا هېوادونه وګواښي، هلته ترهګرې ډلې واستوي او روسیه له جنجال سره مخ کړي.»

د پوهنتون استاد  فیض محمد ځلاند وايي: « د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د پالېسۍ جوړونې او نړیوالو اړیکو مسوولین په دې باور دي چې اسلامي امارت له چارواکو سره مثبتې اړیکې باید ورغول شي، پراخه او جوړې شي؛ خو په نظامي او استخباراتي برخه کې روسیه لاهم ځېنې ستونزې د سیمې او د اسلامي امارت له اوسني وضعیت سره لري، په دې مانا چې دوی په سیمه کې وېره لري چې لاهم ترهګر ډلې ژورې رېښي لري او کولی شي د اسلامي امارت غیر رسمي موجودیت له امله پراخه شي؛ نو له همدې امله هغوی د احتیاط غوښتنه کوي.»

اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې له ټولو هېوادونو سره د اقتصاد محوره او پر احترام ولاړو متقابلو اړیکو غوښتونکی دی او په ټينګار سره وایي چې له افغان خاورې دې هېڅوک وېره نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې همدا تېره اوونۍ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په افغانستان کې له اسلامي امارت سره د اړیکو د جوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ او دا یې په ډاګه کړه چې په وینا یې طالبان په افغانستان کې واک لري او خپل هېواد کنټرولوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist