Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: د روسیې له تور لېسته د اسلامي امارت ایستل نېک ګام دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/29

د روسیي بهرنیو چارو او عدلیي وزارتونو ولسمشر پوتین ته هغه وړاندیز لېږلی، چې له مخې یې اسلامي امارت له تور لېسته ایستل کېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیي د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د یاد اقدام هرکلی کوي او دا د اړیکو د پیاوړتیا لپاره غوره ګام یادوي.

مجاهد زیاتوي، چې  نورهېوادونه هم باید د اړیکو د لاغښتلتیا لپاره ورته اقدام وکړي.

مجاهد وايي: « د روسیې دا دریځ د ستایلو دی چې د افغانستان اسلامي امارت سره د اړیکو او تماسونو د پیاوړتیا په مخ کې پراته خنډونه لرې کوي. افغانستان او روسیه په خپل منځ کې پیاوړې اقتصادي اړیکې او ډیپلوماټيک تماسونه لري او دا ډېره ښه ده چې کوم خنډونه وي هغه هم لرې شي، له دې باید نور هېوادونه هم عبرت واخلي اوهمداسې ګامونه پورته کړي. د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی، په ځانګړې توګه په اقتصادي او ډيپلوټیکه برخه کې او دا د ټولو هېوادونو اړتیا هم ده چې له افغانستان سره اړیکې ولري او افغانستان هم ښو اړیکو ته اړتیا لري، د دې اړیکو تامین ته ژمنتیا لري او ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.»

ورمه ورځ د افغانستان لپاره د روسیې بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې له ټاس خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې پر لور ډېر مثبت ګامونه اخېستي؛ خو په خبره یې لاهم په دې برخه کې ځېنې خنډونه پراته دي.

ټاس خبرې اژانس د کابلوف له قوله ویلي، له تور لېسته د افغان چارواکو اېستلو وړاندیز د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو له خوا پر ګډه شوی او په اساس به یې پوتین وشي کولی چې دې پرېکړې ته شین څراغ ورښکاره کړي.

کابلوف زیاته کړې: « مسکو به طالبان د هغو سازمانونو له لېسته لرې کړي چې د روسیې بندیزونه پرې لګېدلي دي. دا کار باید ترسره شي، له دې پرته به د طالبانو په رسمیت پيژندنه له وخت وړاندې وي. په دې اساس، ټول نظرونه د روسیې مشرتابه ته وړاندې شوي. موږ د مشرتابه پرېکړې ته په تمه یو.»

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « دغسې قوي هېوادونه لکه روسیه د دغسې پرېکړو په کولو سره په حقیقت کې خپل استقلالیت او افغانانو ته د خپل حق ورکولو برخه کې یو ګام اخلي. موږ له قزاکستان او نورو دوست هېوادونو دا تمه لرو چې د نړۍ غوڅ اکثریت هېوادونه د افغانستان پر وړاندې سیاسي او اقتصادي بندیزونه لرې کړي، له افغانانو سره نورمالې راکړې ورکړې ته راوګرځي، افغانان هم د بشریت یو جز دی او حق لري چې له ټولې نړۍ سره مساوي‌الحقوقه اړیکې ولري.»

کابلوف خپلو خبرو کې ویلي، مسکو سرپرست حکومت ته د سنټ پیټرزبورک په کلنۍ نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې.

 د کابلوف په خبره یاده غونډه د روسیې تر ټولو ستره کلنۍ اقتصادي غونډه ده او د جون له پنځمې تر اتمې نېټې ترسره کېږي.

کابلوف وايي: « ویلی شم د سنټ پيټرزبورک په کلنۍ اقتصادي غونډه کې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، په دودیز ډول، افغانان لېواله دي چې له روسیې څخه د نفتو او نورو مهمو توکو د پېرلو په برخه کې د همکارۍ پراخولو ته دوام ورکړي. په یقین سره دا ممکنه ده چې د افغانستان له ټرانزیټي ظرفیتونو څخه د ګټې اخېستنې په اړه خبرې وشي، ترڅو له دې سیمې سره د سوداګرۍ تبادله پراخه شي.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وايي: « روسیه که د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په اړه اقدام کوي نو د خپلو ملي ګټو پر بنسټ یې کوي. په سیاسي تقابل کې د بحث موضوع د ملي ګټو نشتوالی دی او هیله من یم چې د افغانستان اوسنی حکومت هم دا په پام کې ولري او په همدې بنسټ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره تعامل وکړي، څو افغانستان له انزوا راووځي، د ضعف ټکي له منځته لاړ شي او د پیاوړتیا ټکي لا زیات پیاوړي شي.»

تر دې مخکې رویټرز خبري اژانس هم راپور ورکړی و چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف اسلامي امارت د افغانستان ” واقعي ځواک” بللی او دا یې هم ویلي چې مسکو ممکن افغان چاوراکي د هغو سازمانونو له لېسته لرې کړي چې د روسیې بندیزونه پرې لګېدلي دي.

له دې وراخوا د دوحې د هوکړې په یوه برخه کې له تور لېسته د چارواکو د نومونو لرې کول ذکر شوي چې امریکا تر اوسه پورې په دې ټکي عمل نه دی کړی او له نیوکو سره مخ ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist