د پکتیکا ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې انجینر امین جان محمود د ۲۴ متره پل د جوړېدو چارې په خپل شخصي لګښت پیل کړي.
محمود وايي، د پل نشتون له امله ځایي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو او د سېلابونو پر وخت به يې ماشومان له ښوونځیو غير حاضر او ناروغان به يې هم تر روغتون پر وخت نه رسېدل.
هغه زیاتوي:« ما خپله د سېلاب ستونزه لېدلې وه، دغه ځای زما له ماشومتوبه په یاد دي چې په اونیو اونیو به لارې بندې وې. نو په دې خاطر ما وویل، چې دا کار باید وشي، که څه هم باید دولت کړی خو له بده مرغه دولت توان نه لري چې دا کار وکړي. د دې کار اقتصادي توان په هر صورت، ما یې تخنیکي توان درلود، نو اړینه مې وبلله، چې دا کار زه وکړم. »
محمود وايي، یاد پل چې ۲۴ میتره اوږدوالی لري ټولټال پرې شاوخوا۸۰ زره ډالر لګښت راځي چې ډېرې يې له خپل شخصي جیب او پاتې يې هغه يې له بهر میشتو ملګرو راټولې کړې.
د هغه په باور، پکار ده چې د هېواد د ابادۍ په برخه کې ځېنې اساسي اړتیاوې د حکومت له تمې پرته په خپلو هڅو پوره شي.
هغه زیاتوي:« تر اوسه پرې ۴۵ زره ډالر مصرف شوي دي، ښايي لګښت یې تر ۸۰ زرو ډالرو پورې ورسېږي. په دې کې شاوخوا ۳ زره او ۷۰۰ ډالر زما ځېنې ملګري په امریکا کې دي، هغوی راکړي، نورې زما خپلې دي.»
ورته مهال ځایي اوسېدونکي وایي، دغلته د پل نشتوالي له امله یې ډېر کله عاجلو ناروغان تر دې وړاندې چې روغتون ته ورسېږي په حق رسیدل، چې سربیره پر دې یې د پل نشتون پر وخت د ژوند نورې ګڼې ستونزې هم ګاللي.
دوی وايي، خوښ دي، چې د همدې پل له جوړېدو وروسته به د سېلابونو پرمهال له شته کړاو خوندي شي.
د یحیی خېلو والسوالۍ یوتن اوسېدونکی عبدالرحمان ښاد وايي:« دلته به ډېرې ستونزې وې، چې کله به ورښتونه ول، دلته به خلک اېسار ول، ښځېنه ناروغانې به وې، ناروغان به ول، د اپنډيکس ناروغان به دلته اېسار ول، خلکو نه شوی کولی چې له دې ځایه واوړي او مرکز ښرنې ته ناروغان ولېږدوي.»
پکتیکا چې د هېواد له لویو او محرومو ولایتونو شمېرل کیږي، ډېری ولسوالۍ یې له مرکز شرنې په لرې واټن کې موقعیت لري او ورته غځېدلې لارې یې هم خامې دي، چې خلک یې نه شي کولی، په اسانۍ تر مرکز د خپلو اړتیاوو د پوره کېدو په موخه تګ راتګ وکړي.