د تهران او کابل ترمنځ وخت ناوخت د ابو پرسر لفظي شخړې رامنځته شوې دي او ایران ډېر ځل ادعا کړې چې ګواکې د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت د ۱۳۵۱ هوکړې ته ژمنتیا نه لري.
خو تازه ایراني رسنیو ، په افغانستان کې د ایران ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي له قوله ویلي، روان کال یې هېواد ته له افغانستانه ۳۰۰ میلیونه مترمکعب اوبه رسېدلي.
قمي له ایراني رسنیوسره په خبرو کې ویلي، د متقابل چلن او د افغان لوري د ژمنو له مخې تمه لري چې د روان کال ترپایه خپله ټوله حقابه ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړې:« د اسلامي امارت له خواه تېرکال درې اصلاحي اقدامات ترسره شول ، چې یو اقدام یې غیر موثر و، چې له امله یې د کمال خان بند څخه خوشې شوې اوبه د نیمروز په ولایت کې شاړو دښتو په لور ولاړې او دغه راز ویلی شم ، چې دوه نور اقدامات یې موثر وو، او د دې لامل شو چې د ۳۰۰ میلیونه مترو مکعبو څخه زیاتې اوبه د ایران سیستان ولایت ته وبهیږي.»
که څه هم له دې وړاندې ایران په وار وار افغانستان د خپلې حقابې په نه ورکولو تورن کړی، خو سرپرست حکومت وړاندې له دې هم ویلي، ایران ته د حقابې په ورکولو کې ژمنتیا لري.
سرپرست حکومت وایي، که د افغانستان سېندونه ترخپل ظرفیت ډېرې اوبه ولري نو هڅه کوي تر خپل توان حقابه پرځای کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« هو! موږ هغه تعهد ژمن یو، بل اوبه هم شته دي، اوبه پیدا شوي، سږ کال ورښتونه ډېر ښه ول، زېرمو کې یو څه اوبه ټولې شوې او هغه به ورکول کېږي، څومره چې زموږ په توان کې وي، یو څه ته باید ټولو متوجې واوسي، وچکالۍ چې په افغانستان کې تېره شوې، یوه مثمتره او څوکلنه وچکالي ده، دا په یو کال ورښتونو باندې نه پوره کېږي، نو باید انتظار وکړو، هغه څه مو چې په توان کې وي، هغه به خامخا کوو او هغه چې په افغانستان کې اوبه کمښت کوي، هغه باید دوی هم ومني. راتلوونکو کلونو کې هېله من یو، چې وچکالي ختمه شي او دغه اوبه به بیا پوره ورکول کېږي.»
افغانستان او ایران د هلمند سېند د اوبو تړون په ۱۳۵۱ کال کې لاسلیک کړی، چې له مخې یې افغانستان په کال کې ۸۲۰ میلیونه مترمکعب اوبه ایران ته ورکړي دي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو مساله د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي او مثبت اغیز لرلی شي، خو ټینګار لري چې کابل او تهران دې یاده مساله دقیقه وڅېړي او پر پخوانۍ هوکړې دې له سره غور وشي ترڅو افغانستان خپلې د اړتیا وړ د اوبو کچه تشخیص کړي اود ایران حقابه هم پرځای کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه اجمل زرمتی وايي:« د دغه تړون شاوخوا ۵۰ کاله تېر شوي، بیا کتنې ته یې اړتیا شته، چې دا باید وکتل شي او بیا د واقعیتونو پر اساس چې دېخوا ته د افغانستان په خاوره کې پراته دي، د افغانستان سېند باید وکتل شي،چې څومره اوبه په دغه شتون لري او واقعا دا اوبه د افغانستان لپاره کفایت کوي او که نه؟ نو ټول دغه مسایل باید وڅېړل شي او له هغې وروسته یوه نوي تړون ته اړتیا شته، ترڅو له ایران سره ښې او پیاوړې اړیکې ولرو.»
دا په داسې حال کې ده ، چې د افغانستان ډېری سیمې له تېرو پرله پسې درېیو کلونو سختې وچکالۍ ځپلي او له امله یې د هلمند د سېند اوبه تر هغې کچې هم کمې شوي چې داخل افغانستان کې تقاضا دې پوره کړي، خو سږکال په ډېری ولایتونو کې د ورښتونو له امله د هلمند د سېند په ګدون په نورو سېندونو کې هم د اوبو کچه یو اندازه لوړه شوې او له دې سره له افغانستانه د ایران سیستان ته د اوبو بهیدو کې ډېروالی راغلی دی.