Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بایډن له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو په تړاو له خپلې پرېکړې یو ځل بیا ننګه کړې

بایډن افغانستان د امپراطوریو هدېره بللې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/26

د امریکا ولسمشر جو بایډن د کینیا له ولسمشر سره په ګډ خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې یوځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او دلته د پوځي حضور د بشپړ پای له پرېکړې ننګه کړې ده.

بایډن د داعش کڼټرول لپاره پوځي او فزیکي حضور یوازینی اپشن نه ګڼي او وايي، د ورته وسله والو ډلو د مهار او څارنې لپاره دغه چاره د افغانستان له اشغالولو او د پوځي حضور پرته هم ترسره کولی شي.

بایډن دغه راز اعتراف کړی چې افغانستان د امپراطوریو هدېره ده او د دې امکان او احتمال چې څوک دې وکولی شي افغانان سره متحد کړي، ډېر کم دی.

هغه زیاته کړې:« دا ډېره ساده خبره ده. له همدې کبله ده چې افغانستان د امپراطوریو په هدېره مشهور دی. د دې امکان چې څوک دې وکولی شي افغانستان یو موټی او متحد کړي، ډېر ډېر  کم دی. دا یې یوه؛ بله دا چې د داعش د کنټرول لپاره بې له دې چې افغانستان اشغال شي، نورې لارې هم شته. دا بېځایه اړتیا وه.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانانو ترمنځ د اختلافاتو خبره او په دې تړاو هر راز  باور په کلکه ردوي او د امریکا په ګډوڼ پر افغانستان تېر ناکام یرغلونه د افغانانو ترمنځ د اختلافاتو د هڅې اصلي لامل بولي او زیاتوي چې دلته هر یرغلګر د افغانانو د یووالي په پایله کې مات شوی.

د مجاهد په خبره، اسلامي امارت د داعش پروړاندې جدي مبارزه کړې او د دې او ورته وسله والو ډلو د شتون او پراخ حضور په تړاو د امریکا او نړیوالې ټولنې اندېښنې بې ځایه دي.

هغه زیاته کړې:« الحمد الله افغانستان داسې ملت لري چې د خپل وحدت په ساتلو کې پوره اقدامات یې کړي، هڅې یې کړي او یو متحد ملت پاتی شوی دی. له دې وروسته به هم پاتې کېږي، موږ ډاډه یو. درېیمه د داعش موضوع ده، هغه وخت چې امریکا په افغانستان کې شتون درلود، دلته یې ځواکونه درلودل،داعش پیدا شو، وده یې وکړه، داعش عملیات کول او تخریب یې کاوه، کله چې امریکا ماتې وخوړه او ځواکونه یې له افغانستانه ووتل، اسلامي امارت د داعش پر وړاندې موثر عملیات وکړل، چې هغوی ( داعش) هم له تېښتې سره مخ دي. د لویو بریدونو توان یې له لاسه ورکړی.»

د سیاسي چارو شنونکي له یوې خوا که څه هم دا مشهوره خبره چې افغانستان د امپراطوریو هدیره ده؛ یو واقعیت ګڼي خو له بلې خوا د افغانانو ترمڼځ د اتحاد نشتون هم نه ردوي.

د دوی په باور تېرو تاریخي پېښو ته په کتو که څه هم افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د وخت لوی او ځواکمن ابرقدرتونه په ګونډو کړي؛ خو له پوځي بریاوو وروسته یې د شخصي او سیاسي ګټو پر سر د شته اختلافاتو له کبله یې د خپل دوښمن پر وړاندې ماتې منلې.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي:« دا یو تاریخي واقعیت دی، زه خوشاله یم، چې دوی دغه واقعیتونه درک کړي، چې افغانستان د اشغالګرو لپاره واقعا یوه هدیره ده، دا چې وايي، ملت جوړونه نه شته یا واحد ملت نه ده، دا خبره هغه ( بایډن) په هغه وخت کې هم کړې وه، چې دی سناتور وه، د ولسمشر مرستیال وه، چې د افغانستان خلکو له سخت غبرګون سره د ده خبرې مخ شوې. افغانستان واحد ملت وه، ده او په راتلونکې کې به هم وي.»

ځېنې نور وايي، که څه هم امریکا دا مهال په افغانستان کې هېڅ راز پوځي حضور نه لري؛ خو د سیمې په هېوادونو کې د خپل حضور او پرمختللې ټکنالوژۍ پرمټ کولی شي پر افغانستان خپلې څارنې ته دوام ورکړي.

دوی داعش پدیده هم د امریکا په لاس ایجاد شوې ډله ګڼي چې دغه هېواد یې د افغانستان د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو له جغرافیې څخه په استفادې خپلو موخو ته د رسېدا او د اوسني حاکمیت د ننګولو لپاره کاروي.

د سیاسي چارو شنونکی شېر حسن حسن وايي:« دا اوسنی حاکمیت چې د طالبانو دی، دا هم مستثناء نه دی، د دې پر وړاندې هم امریکا کولی شي، چې ننګونکې ډلې او  داسې ډلې چې هغه د طالبانو حاکمیت وګواښوي، هغه همدا د داعش ډله ده، چې ټول پوهېږي،چې دغه د امریکا تولید ده، دا د غربیانو تولید دی، دغه تولید یې پر زوره را انتقال کړی پاکستان ته، همدا اوس یې مرکزونه په پاکستان کې دي او د افغانستان حاکمیت د همدغې ډلې په واسطه ننګوي. که داعش نه وي بیا بله ډله راپیدا کوي او یو بیرغ ورته په لاس کې ورکوي او یو روایت ورته پيدا کوي، چې د افغانستان حاکمیت وننګوي.»  

دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن دغه ډول څرګندونې کوي. نوموړي دوه کاله  وړاندې په خپلو ورته څرګندونو کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د اېستلو یو لامل تر واحد چتر لاندې د افغانانو نه راټولېدل ښودلي ول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist