د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړيکو کمېټې مشر مایکل مک کال ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو نقض لاهم دوام لري.
مک کال د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په برخه کې د سرپرست حکومت پالېسۍ نامناسبې بللي او د امريکا له متحدانو سره په ګډه يې د يادو حقونو د تامين په موخه پر سرپرست حکومت د فشار راوړلو وړانديز کړی.
مک کال دغه راز د سرپرست حکومت چارواکي د لږکیو حقونو پر نقض او د ترهګرۍ په ملاتړ هم تورن کړي.
هغه زیاته کړې:« افغانستان اوس په نړۍ کې هغه هېواد دی، چې بشري حقونه په کې له منځه وړل شوي. طالبانو د نجونو زدهکړې له شپږم ټولګي پورته منع کړي دي او ښځې په نادولتي ادارو کې د کار لپاره نه پرېښودل کېږي. امریکا باید له خپلو متحدینو سره پر ګډه کار وکړي او پر طالبانو فشار راوړي څو پر بشري حقونو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.»
سرپرست حکومت په کراتو د امریکا او نړیوالې ټولنې د ورته ادعاوو او څرکندونو په ردولو سره د افغانانو حقونه د شريعت او افغاني کلتور په چوکاټ کې تامين شوي ګڼلي.
بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د سرپرست حکومت له لوري د ښځو او نجونو د تعلیم او کار په برخه کې محدودیتونه وضع شوي، خو په هغه کچه نه دي، چې امریکا یې په اړه ادعاوې کوي.
دوی وايي، امریکا په افغانستان کې د بشري حقونو نقض مساله د خپلو موخو د تعقیب او پر سرپرست حکومت د فشار راوړلو لپاره د وسيلې په توګه کاروي، خو په خبره يې سرپرست حکومت ته هم په کار ده، چې د نړيوالو د ورته پلمو خمتولو لپاره نجونو ته د زدهکړو او ښځو ته د کار اجازه وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« دا اوس څرګند حقیقت دی، چې په افغانستان کې د نجونو زده کړو مخه نیول شوې، ښځې کار او وظیفې ته نه پرېښودل کېږي، همدا شان مسلکي او باتجربه کسان هم پر دندو نه ګومارل کېږي. دې ته هم موږ ویلی شو، چې د بشر حقوق تر پښو لاندې شوي، خو په هغه کچه نه ده، چې د امریکا استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک کال غږ پورته کوي، دومره هم نه ده. دوی یوازې خپلې موخې لري.»
ځېنې نور بیا وايي، امریکا په سیمه کې د سرپرست حکومت د اړیکو له پراخوالي په اندېښنې کې ده او د مخنيوي لپاره يې پر ورته ادعاوو سربېره له ممکنه لارو چارو استفاده کوي.
د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړيکو کمېټې مشر مایکل مککال دغه راز ویلي، امریکا په افغانستان کې د بشري حقونو د اعادې لپاره ډېر زیار اېستلی، چې د ولسمشر جوبایډن لخوا له دې هېواد څخه د سرتېرو د اېستلو له پرېکړې سره هر څه له منځه لاړل.