د پکتیا ولایت اړوند تېرې کنډو هغه سیمه ده، چې نږدې دوه کاله وړاندې د تفریحي پارک جوړولو لپاره یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې؛ خو د همدې یوازیني جومات له جوړېدو ور اخوا لا هم د یاد پارک د جوړیدو چارې نه دي پیل شوې.
دلته د راتلوونکو سېلانیانو په خبره، که په پکتیا کې د تفریحي پارکونو د نشتون ستونزه هواره شي دا به یاد ولایت ته د سېلانیانو په راتګ کې هم مهم رول ولري.
د کابل اوسېدونکی ابوبکر وايي: « له دولت او پانګه والو مو هیله او غوښتنه دا ده چې هېواد ته خدمت وکړي. له ابادۍ سره وطن پرمختګ کوي او د هېوادوالو فکر ورسره ارامه او د خوښۍ احساس کوي.»
د پکتیکا اوسېدونکی حاجي اکبر جان وايي: « د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې د پارکونو ستونزه یوه لویه ستونزه ده او زموږ وګړي ترې کړېږي. پارکونه او تفریحي سیمې د ارامتیا او سهولت لپاره دي.»
د دغه ولایت د اوسېدونکو او سېلانیانو په خبره، په مرکز ګردېز او لرو پرتو ولسواليو کې د منظمو تفریحي پارکونو جوړېدل به که له یوې خوا د سېلانیانو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي، سربېره پر دې به د دغه ولایت اوسېدونکو ته ګڼ کاري فرصتونه هم رامنځته کړي.
دوی غوښتنه کوي، چې سرپرست حکومت دې په پکتیا کې د یادې ستونزې د هواري په تړاو کوټلي ګامونه واخلي.
د کابل اوسېدونکی شبیر احمد احساس وايي: « دې وختونو کې تفریح او سیاحت لپاره لویې پکتیا ته خلک زیات راځي. اړوند مسوولین باید د خلکو تقاضا په نظر کې ونیسي او څومره ژر چې کېدلی شي د دې پارک چارې ترسره او بشپړې کړي.»
د پکتیا اوسېدونکی سېد محمد سعدي وايي: « که پارک جوړ شي هم به خلک تفریح ته راځي او هم به د کار زمینه برابره شي. تاسې یې لیدلی شئ. دلته دغه جومات چې دی دې ته پنځه وخته لمانځه لپاره ډېر خلک راځي او له پارک جوړېدو وروسته به دا شمېر لا پسې زیات شي.»
ورته مهال سیمهییز چارواکي که څه هم په یاد ولایت کې د تفریحي پارکونو د نشتون ستونزه مني خو وایي، هڅه کوي څو د مرکز ګردېز په ګډون په ولسواليو کې هم د سېلانیانو لپاره اساسي اسانتیاوې رامنځته کړي او په یاده برخه کې شته نیمګړتیاوې له منځه یوسي.
د پکتیا اطلاعاتو او کلتور مشر ثواب جان اسلامیار وايي: « پکتیا کې په همدې تړاو په بېلابېلو ناستو کې پرېکړې شوې او په دې اړه بحثونه شوي څو پکتیا کې هم داسې تفریحي سیمه او پارک جوړ شي چې د ولسونو هغه غوښتنې چې له کلونو کلونو یې لري پوره شي. په مرکزي ساحه کې د یوه لوی پارک د جوړېدو یادونه شوې.»
په پکتیا کې خلک داسې مهال د تفریحي سیمو د جوړېدو غوښتنه کوي، چې د سوېل ختيځ زون د یاد ولایت سربېره، د خوست او پکتيکا ولایتونو ډېرو هغو طبیعي او تفريحي سيمو ته چې پخوا د جګړو او ناامنیو له امله ورتګ ستونزمن و، اوس د کورنیو سېلانیانو او په ځانګړې توګه د ځوانانو ورتګ زیات شوی دی.