Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هېواد کې مرګوني سېلابونه؛ ډېکر او وېسټ د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه خواشیني ښودلې

د روغتيا نړيوال سازمان: سېلابونو د شمال ختيځو ولايتونو په ۲۱ ولسواليو کې سخت زيانونه اړولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/20

په شمال ختيځو ولايتونو بغلان، تخار او بدخشان کې د سختو او خونړيو سېلابونو له راوتلو څه کم يوه اوونۍ تېرېږي؛ خو لا هم هلته وضعيت عادي شوی نه دی.

د روغتيا نړيوال سازمان په يوه خپاره کړي راپور کې ويلي، د يادو سېلابونو په لړ کې د شمال ختيځو ولايتونو په ۲۱ ولسواليو کې خلکو ته پراخ مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

په راپور کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۱۴ او د ژوبل شویو شمېر ۳۲۸ تنه ښودل شوی او د دې ترڅنګ ويل شوي، چې له ۷ زره او ۵۰۰ زيات کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د راپور یوه برخه: « د مې تر ۱۹مې پورې ټول‌ټال ۲۱۴ تنه مړه شوي او ۳۲۸ ژوبل شوي دي. نږدې ۸۶۹۶ کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي. تر نن ورځې پورې د څه باندې ۲۰۰ ژوبل شویو درملنه شوې. د بغلان بورکې او نهرین ولسوالۍ د پام وړ مرستو ته اړتیا لري. د مرستو رسولو لپاره هوایي ټرانسپورټ ته اړتیا ده.  زموږ مرستدویه ټیمونه فعالانه کار کوي، څو په اغېزمنو سیمو کې د څارنې هڅې نورې هم پراخې کړي.»

یاد سازمان همدا راز په زیانمنو شویو سیمو کې د پاکو اوبو نشتون لویه ننګونه بللې او ویلي دي، هڅه کوي زیانمنو کورنيو ته د پاکو اوبو په برابرولو سره د ناروغیو خپرېدو مخنيوی وکړي او د روغتیایي خدمتونو په زياتولو سره د نورو احتمالي ناروغيو اغېز راکم کړي.

د راپور یوه برخه: « په سېلاب ځپلو سیمو کې د روغتيا خونديتوب لپاره ناروغان پاکې اوبه نه لري. زموږ روغتیایي ټيمونه په ساحه کې دي، څو د اړتیا وړ او اړین روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي. پر سړکونو، پلونو سربېره روغتيايي مرکزونه هم زيانمن شوي دي. د مې له ۱۱مې تر ۱۵ پورې۲۰۰ پېښې د تنفسي نارغیو، ۲۳۰ د نس ناستي، ۳۵ د شري شکمنې پېښې، ۱۵ شکمنې پېښې د کوویډ۱۹ او ۱۶ پېښې د نمونیا ناروغۍ ثبت شوې دي.»

په ورته مهال د اقتصادي چارو کارپوهان وروستي سېلابونه غمیزه بولي او پر شتمنو هېوادوالو سربېره له نړیوالو مرستندویه سازمانونو غواړي، چې له سېلاب ځپلو کسانو سره بېړنۍ مرستې وکړي، څو دغلته خلک له درملو او سرپناه برخمن شي.

د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي: « داسې یو میکانیزم دې رامنځته شي چې له مخې یې داخلي او نړیوالې مرستې په منظمه او منسجمه بڼه راټولې شي او د همدې میکانیزم له لارې دې یوه اضطراري کمېټه جوړه او له دې لارې دې مرستې مستحقو ته ووېشل شی. کمېټه باید له بېلابېلو قشرونو جوړه وي او مرسته کوونکي، مرسته وېشونکي، مدني فعالان او نور عام وګړي باید په کمېټه کې ګډون ولري، ترڅو په منظمه او شفافه توګه مرستې خلکو ته ورسېږي.»

د روغتیا نړیوال سازمان د مالوماتو له مخې، د سېلابونو له کبله زیانمنو سیمو کې۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم تخريب شوې او د شمال ختيځو ولايتونو په ګڼو ولسواليو کې د اوبولګولو کانالونه هم په جزوي او بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist