Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې تېر کال نږدې زر هکټاره ځنګلونه له سره رغول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/19

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه شاوخوا۳۵۰ هکټاره ځنګل، چې د تېرو جګړو پرمهال په بشپړ ډول له منځه وړل شوی و، د غوزانو يا چهارمغزو ۳۵۰۰۰ نیالګیو په کېنولو سره یې د بیا رغول کېدو هڅه پیل شوې.

د افرین موسسې سیمه ییز سوپروایزر احمدیار وايي: « موږ په ساحه کې ګرځو، هغه ونې چې له تخریب سره مخ وي څارنه یې کوو، د تخریب شویو ونو پر ځای بېرته نوي نیالګي کېنوو او اوسمهال په کاري ساحه کې د ونو ښاخونو په پرې کولو بوخت یو. هغه ونې چې وچې څانګي لري موږ یې دا څانګې پرې کوو، ترڅو ونې ښه وده وکړي.»

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، که څه هم په تېر کې د غربت او ځېنو نورو ستونزو له امله اکثره ځنګلونه وهل شوي؛ خو په خبره یې په کار ده چې حکومت د ځنګلونو د وهلو پر وړاندې جدي عمل وکړي.

دوی دغه راز تمه ښيي، چې اړونده ادارې به د ځنګلونو د بیا احیا په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د خوست یو تن اوسېدونکی وايي: « بس که ان شاءالله دا ځنګل وشو د چهارمغزو ځنګل دی؛ نو زموږ د خلکو غربت به بیخي له منځه لاړ شي او ډېرو خلکو ته به د دې پروژې ګټه ورسېږي.»

د خوست کرنې ریاست د طبیعي سرچینو امر کمال الدین که څه هم د ځنګل وهنې د مخنیوي په تړاو د هڅو ډاډ ورکوي خو وایي، سربېره پر دې یې تېر کال د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې نږدې زر هټکاره ځنګل هم له سره رغولی او هڅه یې پیل کړې څو د شته ځنګلونو د ساتنې ترڅنګ روان کال هم یاده لړۍ روانه وساتي.

کمال الدین زیاتوي: « خوست کې په ۱۴۰۲ کال کې په سلګونه زره نیالګي کېنول شوې دي او زر هټکاره شاوخوا نوی ځنګل رغول شوی دی.»

خوست کې چې د هېواد پر کچه په کې ډېر ځنګلونه شته، د مخکنېي حکومت پرمهال هم د ځنګل وهنې د مخنیوي په برخه کې هڅې شوې وې.

اوس چې د سرپرست حکومت لخوا د لرګیو او ځنګلونو پر پرېکولو بندیز لګېدلی، خلک هیله ‌من دي چې ګوندې دا ځل به د پاتې ځنګلونو د وهل کېدو مخنيوی وشي.

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه شاوخوا۳۵۰ هکټاره ځنګل، چې د تېرو جګړو پرمهال په بشپړ ډول له منځه وړل شوی و، د غوزانو يا چهارمغزو ۳۵۰۰ نیالګیو په کېنولو سره یې د بیا رغول کېدو هڅه پیل شوې.

د افرین موسسې سیمه ییز سوپروایزر احمدیار وايي: « موږ په ساحه کې ګرځو، هغه ونې چې له تخریب سره مخ وي څارنه یې کوو، د تخریب شویو ونو پر ځای بېرته نوي نیالګي کېنوو او اوسمهال په کاري ساحه کې د ونو ښاخونو په پرې کولو بوخت یو. هغه ونې چې وچې څانګي لري موږ یې دا څانګې پرې کوو، ترڅو ونې ښه وده وکړي.»

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، که څه هم په تېر کې د غربت او ځېنو نورو ستونزو له امله اکثره ځنګلونه وهل شوي؛ خو په خبره یې په کار ده چې حکومت د ځنګلونو د وهلو پر وړاندې جدي عمل وکړي.

دوی دغه راز تمه ښيي، چې اړونده ادارې به د ځنګلونو د بیا احیا په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د خوست یو تن اوسېدونکی وايي: « بس که ان شاءالله دا ځنګل وشو د چهارمغزو ځنګل دی؛ نو زموږ د خلکو غربت به بیخي له منځه لاړ شي او ډېرو خلکو ته به د دې پروژې ګټه ورسېږي.»

د خوست کرنې ریاست د طبیعي سرچینو امر کمال الدین که څه هم د ځنګل وهنې د مخنیوي په تړاو د هڅو ډاډ ورکوي خو وایي، سربېره پر دې یې تېر کال د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې نږدې زر هټکاره ځنګل هم له سره رغولی او هڅه یې پیل کړې څو د شته ځنګلونو د ساتنې ترڅنګ روان کال هم یاده لړۍ روانه وساتي.

کمال الدین زیاتوي: « خوست کې په ۱۴۰۲ کال کې په سلګونه زره نیالګي کېنول شوې دي او زر هټکاره شاوخوا نوی ځنګل رغول شوی دی.»

خوست کې چې د هېواد پر کچه په کې ډېر ځنګلونه شته، د مخکنېي حکومت پرمهال هم د ځنګل وهنې د مخنیوي په برخه کې هڅې شوې وې.

اوس چې د سرپرست حکومت لخوا د لرګیو او ځنګلونو پر پرېکولو بندیز لګېدلی، خلک هیله ‌من دي چې ګوندې دا ځل به د پاتې ځنګلونو د وهل کېدو مخنيوی وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist