Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې له یوې دیني مدرسې څه باندې ۳۰۰ نجونې فارغې شوې

کابل کې له یوې دیني مدرسې څه باندې ۳۰۰ نجونې فارغې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/18

په کابل کې له یوې دیني مدرسې شاوخوا ۳۲۲ تنه ښځینه زده کوونکې فارغې او د یوې غونډې په لړ کې  یې د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

په غونډه کې د سرپرست حکومت چارواکو په ګډون ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی وو او د دینې او عصرې زده کړو په ارزښت يې خبرې وکړي.

چارواکي وايي، شرایطو ته په کتو د اوس لپاره د نجونو لپاره تر عصرې زده کړو دیني زده کړي مهيمې دې او باید پر دینې زده کړو زیات کار وشي.

د استخاراتو د ۴۰۵ ریاست مشر امین الله وقار وايي:« د ښوونځي نجونو  کې ولې تغیر نه راځي، ولې د هغوی علم نه دی ، هنر دی. د خط زده کړه، د کمپیوټر زده کړ هنر دی، علم نه ده، نو فلهذا په دوی کې تغییر نه راځي. نن سبا چې په کوڅو کې تېرېږو، محجبه خویندې او زنانه ګورو.»

وقار د غونډې په یوه څنډه کې له شمشاد سره په خبرو کې وویل، اسلامې امارت د نجونو د عصرې زده کړو مخالف نه دی او په دې کار روان دی تر څو د نجونو عصري زده کړو ته زمينه  او شرايط  برابره کړي.

په ورته مهال د یادې دیني مدرسې مسوولین ټینګار لري، چې کورنۍ دې پر خپلو اولادونو له عصري زده کړو سربېره دیني زده کړې هم وکړي او د سالمې روزنې په موخه دې ترې نظارت ولري.

د شهید فرید نادي مدرسې مسوول نقیب الله روفي وايي:« ځېنې خلک داسې فکر کوي، چې دا مدرسه د یو چا لپاره ده، چې غواړي ملا شي. خو زه وایم، چې مدرسه د هر مومن مسلمان لپاره ده، چې غواړي اولاد یې عیقدوي تربیه شي، اولاد یې د کفر له یرغل وژغورل شي.»

د سرپرست حکومت چارواکو له فارغو شویو نجونو غوښتنه وکړه چي تر فراغت وروسته دې په کور نه کېني او په خپلو اړوندو سېمو کې دې نورې کورنۍ زده کړو ته وهڅوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist