پر افغانستان د اسلامي له بیا واکنمېدو څه باندې دوه نيم کلونه تیريږي، خو لاهم د کوم هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی.
د اسلامي امارت چارواکي که څه هم له نړۍ سره د غوره تعاملاتو د لرلو خبره کوي خو تازه بیا د روسيې لوړ پوړي چارواکي د کرملين او کابل ترمنځ مخالفت رد کړی.
د افغانستان لپاره د روسیې ه ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپلو وروستیو څرګندونو کې ويلي، د مسکو او افغانستان ترمنځ اړيکې پراخې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري.
د کابلوف په خبره، د اسلامي امارت استازي د پخواني شوروي اتحاد پر ځای په روسیه ډېر باور لري.
هغه زیاته کړې:« دا په دې مانا نه ده ، چې طالبان موږ ته ترټولو نژدې ملګري دي ، ولې دوښمنان مو هم نه دي او طالبان په ښکاره دا خبره کوي، چې د پخواني شوروي اتحاد پر ځای په روسیه ډېر باور لري.»
کابلوف ویلي، که څه هم د اسلامي امارت غړي په دې باور دي چې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې یې جګړه کړې، خو په دې قانع دي چې شوروي اتحاد په افغانستان کې ځینې بنسټونه هم رغولې دي.
هغه زیاتوي:« طالبان هماغه مجاهدین دي، چې د پخواني شوروي اتحاد پر خلاف یې جګړه وکړه، اوس دوی په دې باور دي که شوروي اتحاد په افغانستان کې جګړه وکړه خو ځینې بنسټونه یې هم ورغول چې اوس هم موجود دي.»
د سیاسي چارو شنونکي د روسيي چارواکو دغه څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د غوره تعامل او باور رامنځته کېدو لپاره ښه پیل بولي.
دوی په دې نظر دي، که اسلامي امارت د سيمې او ګاونډيو هېوادونو سره خپلې متقابلې اړيکې ورغوي، نو لرې نه ده چې د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت به له شته سياسي انزوا ووځي.
ځيني بارونه دا هم دی چې د مسکو او کابل ترمنځ په ځېنو برخو کې ګډه او په باور ولاړه همغږي رامنځته شوې او تر بل هر وخت د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې پراخې شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې او چین ولسمشرانو ترمنځ په دې لیدنه کې مسکو او بیجینګ د افغانستان ستونزو ته د رسېدنې لپاره د مسکو د سلا مشورو او نورو میکانیزمونو پر رغنده رول خبرې کړي.