Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سولې برخه کې د م.م سرمنشي مرستیال کابل کې د اومر ماین پاکۍ موسسې مشر سره وکتل

د سولې برخه کې د م.م سرمنشي مرستیال کابل کې د اومر ماین پاکۍ موسسې مشر سره وکتل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/18

د سولې په برخه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال ژان پیر لاکروکس، ورسره مل پلاوي او د دې سازمان د ماین پاکۍ خدمتونو مشرې افغانستان ته تر رسمي سفر وروسته د اومر ماین پاکۍ موسسې څخه لېدنه کې د یادې موسسې له عمومي  مشر فضل کریم فضل سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

لاکروکس د اومر موسسې له موزیم د لیدنې ترڅنګ او د ماینونو او ناچاوده توکو سره د مبارزې په برخه کې یې د یادې موسسې د څو لسیزو روانې هڅې وستایلې.

لیدنه کې د اومر موسسې مشر هېواد کې امن د ماینونو او ناچاوده توکو څخه د پاکولو ښه فرصت وباله او د ملګرو ملتونو له اړوند ادارو، اروپايي ټولنې او ښکېلو نړیوالو بنسټونو څخه یې په دې برخه کې د مالي او تخنیکي همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.

د اومر ماين پاکۍ موسسې مشر فضل کریم فضل  وايي:« له ۲۰۲۱م زکال وروسته یو لوی چانس چې موږ ته په لاس راغلی هغه دا ده چې دا مهال مو راغلي سرتاسري امن وروسته اوس د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د ناوچاده توکو د موندنې او له منځه وړولو ته لاسرسی پیدا شوی. د پاتې ناوچاده توکو او ماینونو د موندنې په موخه مالي ملاتړ او د ملګرو ملتونو او شریکانو هر اړخیزې همکارۍ ته اړتیا ده. تر څو ورسره وکولی شو د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د ماینونو له شتون له امله ګواښمنې سیمې تشخیص او پر وخت ورته رسېدنه وکړو. په تېر کې د مالي ملاتړ او لازمو سرچینو نشتون دغه پروسه له خنډ سره مخ کړې ده.»

بل پلو د سولې په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ژان پیر لاکروکس، له شمشاد سره په ځانګړې مرکه کې د ناچاوده توکو د له منځه وړلو او عامو افغانانو ته د ماینونو د خطرونو د عامه پوهاوي په برخه کې د اومر موسسې هڅې وستایلې.

لاکروکس په افغانستان کې په بشپړ ډول د ماینونو او ناچاوده توکو د بشپړې له منځه وړلو په موخه د نړویوالو د مالي او تخنیکي ملاتړ د دوام غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه:«  ناچاوده توکو او ماینونو له کبله د مړو او ټپي شویو کسانو ارقام او په ټوله کې د مرګ ژوبلې لوړې کچې ته په کتو چې شاوخوا ۹۰ سلنه یې ماشومان دي؛ دا ښيي چې اړتیا ده په دې برخه کې ډېر څه ترسره شي، هغه څه چې دلته په دې ځای کې چې د ناچاوده توکو د پاتې شونو موزیم ده خو په حقیقت کې له موزیم څخه هم غوره ده او د دې توکو د پېژندنې او پوهاوي په تړاو چې دلته څه ترسره شوي ډېر د ستاینې وړ ده. دغه څه د ماین پاکۍ له هڅو ملاتړ، په دې اړه د پوهاوي د لوړونې، د ګواښونو د راکمونې او د ناچاوده توکو له قربانیانو سره د مرستې ښې هڅې دي چې باید لا ډېر ترې ملاتړ وشي.»

لاکروکس که څه هم د ماین پاکۍ په برخه کې د شته فرصتونه څخه خوښي وښوده خو دغه څه یې د ماینونو له شتون څخه د پاک افغانستان لپاره کافي ونه بلل.

هغه دغه راز افغانستان ته د راتګ اصلي موخه له ورته موسسو او بنسټونو څخه د ملاتړ او هغوی ته د همکارۍ د پیغام استول ښودلي .

لاکروکس زیاتوي:« موږ د سرپرست حکومت په ګډوڼ له ټولو اړونده نړیوالو بنسټونو سره چې په دې برخه فعالیت لري په اړیکه کې یوو؛ خو زما په اند هغه څه چې ډېر مهم دي او زه غواړم  پرې ټینګار وکړم دا دي چې دلته  په افغانستان کې د ماین له خطرونو سره د چلن او په دې برخه کې د پوهاوي ډېر څه شوي او ډېر خلک اوس په دې پوهیږي چې څه ډول له دې پدیدې سره چلن وکړي. په دې برخه کې ډېر متخصصان او په کارپوه کسان شته  دي، چې لاډېر څه کولی شي؛ زموږ هڅې دا دي چې له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه له ورته انجوګانو څخه ملاتړ وکړو. له همدې کبله نن زه دلته یم چې دوی ته د مرستې او ملاتړ پیغام واستوم.»

د سولې په برخه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې د تېرو څو پرلپسې لسیزو جګړو د هېواد پراخه خاوره په ماینونو او ناچاوده توکو پوښلې چې د اومر ماین پاکۍ موسسې تر څنګ د یوشمېر نړیوالو هغو د فعالیتونو سره سره لاهم دغه پدیده په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې.

د نړیوالو اړونده موسسو د موندنو له مخې، دغه پدیده هرکال د سلګونه عامو افغانانو ژوند ګواښي چې لوړه سلنه یې ښځې او ماشومان جوړوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist