Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جاپان له افغانستان سره د دوه اړخېزه اړيکو پراختيا ته ژمنتيا ښودلې

جاپان له افغانستان سره د دوه اړخېزه اړيکو پراختيا ته ژمنتيا ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/15

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست  مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره جاپان له سفير سره په کتنه کې د کابل او توکیو پر دوو اړخیزو اړیکو او دغه راز له نړۍ سره د کابل اړيکو پر پراختيا خبرې کړي دي.

متقي که څه هم د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په نوښت په دوحې کې راتلونکې ناستې ته خوشبينې ښودلې؛ خو ويلي يې دي چې د يوناما په موجوديت کې د دې سازمان له لوري د بل ځانګړي استازي ګومارلو ته اړتيا نشته.

نوموړي همداراز د همکاريو نویو میکانیزمونو پر ځای د موجوده دوه اړخېزو میکانیزمونو پر کارونې ټینګار وکړ.

د بهرنیو چار وزارت د وياند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل وايي: « د جاپان سفیر د ترکیې په راتلونکې ناسته کې د افغان حکومت ګډون مهم وباله او زیاته یې کړه چې د افغان حکومت له هوکړې پرته د ځانګړي استازي ګومارنه واقعیي‌بینانه نه ده. د بهرینو چارو وزیر امیر خان متقي وویل چې د دوحې ناستې په اړه مثبت نظر لري او د ځانګړي استازي ګومارنه بې اړتیا چاره ګڼي. متقي زیاته کړه چې د نویو میکانیزمونو پر ځای په کار ده چې د شته دوه اړخېزو میکانیزمونو له لارې دې له افغان حکومت سره په ټولو اړونده مسایلو خبرې اترې وشي.»

په ورته مهال  د افغانستان لپاره د جاپان سفیر کرومییا تاکایوشي وايي، هڅه کوي چې له افغنستان سره همکارۍ زياتې او اوسني واقعيتونه په ښه توګه منعکس کړي.

تاکایوشي زیاتوي: « موږ د افغانستان حکومت لاسته‌راوړنې درک کوو او له همدې امله مو دلته سفارت پرانېستی دی، څو له افغانستان سره له نږدې کار وکړو او ځمکني واقعیتونه خپل حکومت او ولس ته منعکس کړو. د دوحې په راتلونکې ناسته کې د افغانستان حکومت ګډون مهم دی، ځکه د افغانستان حکومت له هوکړې پرته د ځانګړي استازي ګومارنه واقعي‌بینانه نه ده.»

خو ايا له زبر ځواکو هېوادونو سره د سرپرست حکومت خبرې به په راتلونکې کې د کابل او نړۍ ترمنځ ډيالوګ ته زمينه برابره کړي؟

 شنونکي يې په اړه مثبت نظر لري او زياتوي، چې ياد هېوادونه کولی شي د افغانستان او نړيوالو ترمنځ د ارتباطي پل په توګه رول ادا کړي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پيګير وايي: « افغان لودیځو هېوادونو او ناټو ته نږدی دی؛ نو اسلامي امارت چې هر څومره له جاپان سره ښې اړیکې ولري، موږ له دې هېوادونو سره وصلوي، په دې توګه د جاپان له سفیر سره د متقي لیدنه یوه مهمه او اساسي لیدنه بولو.»

ځېنې نور بیا وایي، د دوحې په ناسته کې د سرپرست حکومت پلاوی بايد د يوه اړخ په توګه ګډون وکړي، څو اوسني واقعيتونه ښه روښانه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی فهیم چکري وايي: « مهمه دا ده چې دوحې د ناستې اجنډا څه ده؟ که اسلامي امارت په دې غونډه کې د یوه دولت په توګه ګډون وکړي ډېره به ښه وي او که د یوه سیاسي فعال په توګه ګډون وکړي؛ نو د یوه حکومت او دولت حیثیت تر پښو لاندې کېږي او ښه ده چې هېڅ ګډون ونه کړي. په هره کچه چې په غونډو کې یوه دولت ته په درنه سترګه وکتل شي هلته د اسلامي امارت ګډون ګټور دی او ښه ده چې افغانستان په مدني ټولنه کې مدغم شي.»

د سیاسي چارو شنونکی نازکمیر زیارمل وايي: « که هر څومره ناستې وشي او په دې کې د افغانستان حکومت او یا د افغانستان د اوسني حکومت استازي نه وي؛ نو دغه ناستې به هم لکه د تېرو ناستو په څېر بې پایلې وي. نه به افغانانو ته کومه ځانګړې پایله ولري او نه نړیوالو ته، ځکه که د افغانستان مسوولین هلته نه وي او د نړۍ اندېښنو ته دوی خپله ځواب ونه وايي او خپلې ستونزې له نړیوالو سره شریکې نه کړي، هغوی په خپلو ستونزو خبر نه کړي؛ نو دغه جوړ شوی واټن نه شي راکمېدای.»

دا په داسې حال کې ده، چې وار له مخې، د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ ( یوناما) له مشرې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې ویلي و، چې  د دوحې په راتلونکې درېیمه غونډه کې د افغانستان او سیمي واقعیتونو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist