د صنعت اوونۍ ملي او نړیوال نندارتون د یکشبنې پر ورځ د ( ۱۴۰۳ کال د غويي پر ۲۳ مه) د سرپرست حکومت لوړپوړو چارواکو له لوري په کابل کې پرانېستل شو، چې شاوخوا اووه ورځي به دوام وکړي.
نندارتون کې د کورنیو پانګه والو ترڅنګ یو شمېر بهرنیو سوداګرو هم خپل صنعتي محصولات نندارې ته وړاندې کړي.
د رئیسالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، دا چي صنعت د هېواد بنسټیز سکټور دی، حکومت يې په ټوله مانا بشپړ ملاتړ ته ژمن دی.
نوموړی زياتوي، د کورنيو او بهرنيو پانګه والو له لوري د شوې پانګونې پر اساس، نسبي اقتصادي ثبات رامنځته شوی دی.
هغه وايي: « د افغانستان اسلامي امارت په ټوله مانا د افغانستان د صنعت او د خپلو کورنیو تولیداتو ملاتړ کوي، په دې لاره کې د هر ډول همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو برخه کې له هڅو ډډه نه کوي او د کال په اوږدو کې یې د صنعت په برخه کې مالیاتي معافیت لپاره هم کوټلي ګامونه پورته کړي دي.»
په ورته مهال چارواکي مني، چې اوسمهال په هېواد کې ۹۹ سلنه راکړه ورکړه پر افغانیو کېږي او دې برخي ته باید جدي پاملرنه وشي.
د دوی په خبره، د حکومت د مشرتابه لارښوونې له مخې حکومت تر ډېره د سوداګرو ستونزې حل کړي او ورته د لا اسانتياوو برابرولو هڅې کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزیزي وايي: « د وزیر او نورو رئیسانو په ډله کې موږ هم وو، اوس مهال د الله تعالی په لوی فضل او کرم سره د افغانستان په ۹۹ سلنه خاوره کې افغانۍ چلېږي، حال دا چې مخکې وېشنه وه یو ځای کې به یو رقم بهرنۍ پیسې چلېدې، بل ځای کې به د بل رقم بهرنۍ او د ګاونډیو هېوادونو پیسې چلېدې.»
له دې سره د خصوصي سکټور ځېنې مسوولین هم تائيدوي، چې ماليې پرې ټيټې شوي او په دې توګه په هېواد کې د توليدي کارخونو شمېر او فعاليت هم زيات شوی دی.
دوی زياتوي، سوداګرو ته د حکومت لخوا د یو لړاسانتیاوو رامنځته کولو ځېنې بهر میشتې پانګه وال دې ته هڅولي، چي په کور دننه پانګونه وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمدیونس مومند وايي: « د افغانستان د صادراتو ښه والی یا پرمختیا یو له هغو فرمانونو څخه چې جناب عالي قدر شیخ امیرالمومنین ورکړ، پر صارداتو د ماليې معافېدل دي. هغه اضافي مالیه چې پر صادراتو راتله او تېر کال روژه کې هغه معاف شوه؛ نو زموږ په صادراتو او بعضي اقلامو کې چې موږ یې په افغانستان کې تولیدوو د پام وړ ډېروالی راغلی دی.»
د افغانستان د صنایع او معادن خونې مسوولین بيا وايي، لا هم پانګه والو ته د ځمکو د وېش ستونزه نه ده حل شوې.
دوی ټينګار کوي، چې سرپرست حکومت دې د يادې ستونزې په حل کولو سره پانګونه جلب او د اقتصادي تحرک لا پراختيا ته دې زمينه برابره کړي.
د افغانستان صنایع او معادن خونې مشر شیرباز کمېن زاده وايي: « د افغانستان له اسلامي امارته مو د زړه له کومي دغه هیله او ارزو ده چې زموږ د ځمکې غمه وخوري، تراوسه پورې موږ صنعتي پارکونه نه لرو، جناب معاون تاسې دلته حضور لرئ، که غواړو چې پانګونه جذب کړو؛ نو د اسلامي امارت له ټولو مشرانو هیله کوو چې له داخلي تولیداتو د امیرالمومنین د فرمان مطابق ګټه واخلئ.»