Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

د ا.ا واکمنۍ زر ورځې؛ تر اوسه هېڅ هېواد پر رسمیت نه دی پېژندلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/12

د اسلامې امارت له واکمنېدو پوره ۱۰۰۰ ورځې تېرې شوې؛ خو تراوسه پورې د هېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی.

سره له ‌دې چې د اسلامي امارت مسوولین په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د پرمختګونو خبرې کوي؛ خو د  نړیوالو له لوري  د رسمیت نه پېژندنې سرپرست حکومت له ننګونو سره مخ کړی دی.

د سیاسي چارو  یو شمېر شنونکي وايي، په  ډېری برخو کې پرمختګونه شوي او پر شته ستونزو باید سترګې پټې نه شي.

 دوید نجونو زده کړو برخه  کې د سرپرست حکومت پرېکړې او په شخصې او دولتي ادارو کې د ښځو په کار کولو محدودیتونه د حکومت لپاره ننګونې ګڼي.

د  سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « د دې لپاره چې تر ننه دوی د نړیوالو مشروع غوښتنې نه دي منلي چې عمده یې د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصول دي او د مېرمنو د کار مساله ده. دوی باید له نړیوالو سره تعامل وکړي او د هغوی مشروع غوښتنې ومني، څو دا ولس او دا هېواد له دغو غمیزو او ستونزو وژغورل شي.»

 د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « د ګڼ شمېر لویو او وړو اقتصادي پروژو پیل کېدل، په دې برخه کې د هېوادونو باور ترلاسه کول، نږدې۴۰ هېوادونو کې سیاسي استازي درلودل او د هغو سیاسي استازو حضور په افغانستان کې او تر دې حده چې د اسلامي امارت او ملت ترمنځ اړیکې تنظیم شي او د اسلامي امارت خوځښتونه، هڅې او لاسته راوړنې ټول هغه څه دي چې موږ یې د سرپرست حکومت مثبتې کړنې یادولی شو.»

بل خوا ځېنې نور بیا وايي، سرپرست حکومت د امنیت د ښه تامین ترڅنګ په اقتصادي برخه کې هم پرمختګونه کړي؛ خو دوی ته په کار ده چي د هېواد د ښې راتلونکې لپاره له نړیوالو سره د تعامل په برخه کې د هغوی مشروع غوښتنې ومني.

د سیاسي  چارو شنونکی فیض محمدځلاند وايي: « په تېرو ۱۰۰۰ ورځو کې موږ د دې شاهدان هم یو چې په نړیوالو سټېجونو کې د افغانستان رسمي استازولي هم ننګول شوې ده او موجوده نه ده. تېرو ۱۰۰۰ ورځو کې له بده مرغه موږ ونه شوه کولی چې د سرپرستې ادارې د له منځه وړلو سره دایمي حکومت ته مخه کړو. په تېرو ۱۰۰۰ ورځو کې موږ اساسي قانون یوه لویه ننګونه ګڼو چې تر دې دمه رامنځه شوی نه دی.»

د سیاسي چارو شنونکی خلیل نادم وايي: « ځېنې کارونه یې د ستایلو وړ دي او ځېنو کارونو ته باید پاملرنه وکړي. په سیاسي چارو کې دا چې دوی پر رسمیت نه دي پېژندل شوي؛ نو دا یوه نیمګړتیا ده او بله دا چې دوی تر دې دمه د ملګرو ملتونو او نړۍ په تور لېست کې دي او ونه توانېدل چې یو متخصص حکومت جوړ کړي، یعنې کار اهل کار ته نه دی سپارل شوی.»

په هېواد کې اداري فساد او کار اهل کار ته نه سپارل د ښې حکومتولۍ پر وړاندې لویې ننګونې بلل کېږي او ټینګار دا دی چې حکومت دې د ستونزو حل او ښې حکومتولۍ لپاره فساد سره جدي مبارزه وکړي.

 د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « ښېګڼې هم لري او تېروتنې هم، په دې هیله چې اسلامي امارت هغه څه چې په تېروتنه کې راځي هغو ته جدي پاملرنه وکړي، چې هغه د ښځو د حقونو مساله ده، د نجونو د زده کړو مساله ده او یو اساسي قانون باید رامنځته شي.»

ورته مهال د اسلامې امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايې، سرپرست حکومت له دې سره سره چې یو شمېرهېوادونه يې پر وړاندې د خنډونو جوړولو هڅې کوي او نور هېوادونه هم نه پرېږدي چې له اسلامې امارت سره تعامل وکړي؛ خو بیا هم توانېدلی چې د اقتصادي برخې ترڅنګ په سیاسي برخه کې ښه پرمختګ وکړي.

دغه راز مجاهد وايي، اسلامي امارت په تېرو ۱۰۰۰ ورځو کې له زیات شمېر هېوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړې دي.

مجاهد زیاتوي: « سرپرست حکومت توانېدلی دی چې د ځېنو مقتدرو هېوادونو له لوري د خڼدونو په رامځته کولو او د همکاریو نه کولو سربېره هم د سیمې، نړۍ او اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکې تامین کړي، له ګڼو هېوادونو سره ډیپلوماټيکه راشه درشه ولري، ګنو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه فعال او خدمات وړاندې کړي او په ټولو برخو کې د افغان ملت له ګټو دفاع شوې.»

مسوولین وايي، په وروستیو کې د ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ د ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو استازي افغانستان ته راغلي او ټولو خواوو چې دا مهال افغانستان سره سیاسي تعاملات لري، په راتلونکې کې یې د هر ډول همکاریو ژمنې کړې دي.

 د مجاهد په خبره سرپرست حکومت په تېرو ۱۰۰۰ ورځو کې توانېدلی دی چې شاوخوا ۳۶ هېوادونو کې استازي ولري او په یادو هېوادونونو کې خپلو اتباعو ته کونسلي خدمات وړاندې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist