د خوست ولایت مرکز په ګډون په نادرشاه کوټ، صبريو، ځاځي میدان، تڼيو، موسی خېلو، دوه منده او باک ولسوالیو کې د ۱۸ ميلیونه افغانیو په لګښت د ۸ چکډیمونو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور وايي، اسلامي امارت په اقتصادي برخه کې د خپلو هېوادوالو لپاره له شته امکاناتو په استفادې د وړو چکډيمونو سربېره د لويو بندونو د جوړېدو پلان هم لري.
منصور وايي:« په ټوله کې موږ متحد یو، هغه اوبه چې زموږ بهېږي، هغه مدیریت کړو او د خپلې کرنې پر ګټه یې راوګرځوو. د دې لپاره موږ چې څومره هم، امیرالمومنین، ریاست الوزرا او اقتصادي کمېسیون ته چې کومه پروژه ورته وړاندې کړې، هغوی له موږ سره منلې ده. په دې اړه اسلامي امارت واضح پالیسي لري. »
ولایتي مسوولین وايي، د دغو جوړو شویو چیکډیمونو سربېره په دغه ولایت کې د ۹ نورو ورته چکډیمونو چارې هم روانې دي چې ژر به پای ته ورسېږي.
دوی همدا راز وايي، په خوست کې یې د ځېنو نورو مهمو او لویو بندونو سروې او پلان په تړاو هم ګامونه اخېستي دي.
د خوست والي مرستیال محبوب شاه قانت وايي:« انشاء الله په راتلونکې کې ۹ چکډیمونه چې هغه تر اوسه پورې تر کار لاندې دي، موږ او تاسې به یې شاهدان یو، چې هغه به هم په لنډ وخت کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.»
دغه چکډيمونه د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت داسې مهال ګټې اخېستنې ته سپارل کېږي، چې په خوست ولایت کې د مزغورې، د تڼيو نریزي ، ترکاڼې او ځېنو نورو لویو بندونو جوړېدونه د ياد ولايت د اوسېدونکو له اوږد مهاله غوښتنو دي.