Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې افغان کډوال: بشري ناورین ته ورته حالت سره مخ یو

ملګرو ملتونو پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/11

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان او ایران له خپلې خاورې په زور او جبر د افغان کډوالو شړلو لړۍ چټکه کړې، چې ورسره میلیونونه افغان کډوال هېواد ته له راستنېدو سره د پاکستان او ایراني پولیسو له ناوړه چلن شکایتونه کوي.

 د دغو هېوادونو یاده پرېکړه د نړیوالو له تندو غبرګونونو سره مخ شوې او له دواړو هېوادونو غوښتل شوې، چې له افغان کډوالو سره مناسب چلن اختیار کړي.

د ملګرو ملتونو کډوالو سترې کمېشنرۍ هم په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو ناوړه وضعيت تائيدوي او ورته د رسېدنې لپاره يې له نړيوالې ټولنې څه باندې ۶۲۰ میلیونه ډالرو بسپنې غوښتنه کړې.

د دغې کمېشنرۍ اسیا پسفیک څانګې ويلي، په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت او پر ښځو د محدویتونه وضع کول هغه څه دي، چې ښځې یې زیانمنې کړې او زرګونه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

یاده کمېشنري وايي: « د روان او راتلونکي کال لپاره مو له دې کډوالو سره د مرستې پلان چمتو کړی، خو دغو پیسو ته په روان ۲۰۲۴ کال کې له افغان کډوالو او کوربه ټولنو سره د مرستې لپاره اړتیا لرو. پر دې سربېره له ۱.۶ میلیونه نورو افغانانو سره، چې په ایران او پاکستان کې اوسېږي، خو د کډوالو په توګه ثبت نه دي، په کوربه هېوادونو کې له ټولنو سره مرستې ته اړتيا ده.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمیشنرۍ موندنې ښیي، چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له پاکستان او ایرانه افغانستان ته د بېرته راستانه شویو کسانو شمېر د وړم کال پرتله ۱۴ برابره زیات شوی.

په ورته مهال د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند میتو میلر په افغانستان کې وضعیت نامناسبه بولي او وایي، امریکا د پاکستان په ګډون د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غواړي، چې له افغان کډوالو سره دې ناوړه چلن ودروي او په جبري توګه دې يې له اېستلو ډډه وکړي.

میلر زیاتوي: « موږ به د پاکستان په ګډون د افغانستان د ګاونډیانو هڅونې ته دوام ورکړو، څو دغه هېوادونه په افغانستان کې خرابو شرایطو ته په پام، د کډوالو د نه اېستلو پر تګلارې عمل وکړي او له نړیوالو مرستندویه سازمانونو سره همغږي واوسي، څو دوی ته بشري مرستې وړاندې او د کډوالو د ژغورنې حیاتي میکانیزم له پلي کېدو ملاتړ وکړي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو ستره کمېشنري وايي، د بېلابېلو لاملونو له مخې افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي، چې په کې د پاکستاني ځواکونو لخوا د نیولو، د شړلو اندېښنې، د اوسېدنې کارتونو نه تمدید او د شپې پرمهال د پولیسو چاپې شاملې دي.

پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له ځورونې، بد چلن، د پیسو او جایدادونو له غصب شکايت کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې پاکستان سره خبرې وکړي، څو يې په زور ونه باسي.

پاکستان کې مېشت کډوال حاجي نظر خوږیاڼيوال وايي: « باید افغان کډوال په زور ونه اېستل شي؛ افغان کډوال په دې درېیو واړو هېوادونو کې په بېلابېلو ډولونو ځورول کېږي او له هېوادونو په زور اېستل کېږي، لکه: ترکیه، ایران او پاکستان. موږ له ملګرو ملتونو، نړیوال سازمان او د کډوالو ادارې دغه غوښتنه کوو چې افغان کډوال دې نور د سیاست ښکار نه ګرځوي، دوی په هر هېواد کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.»

له دې مخکې  د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره روان چلن بشري مساله ده او د زور او جبر له لارې يې رااېستل د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

مجاهد وايي، ځېنې ګاونډي هېوادونه له افغان کډوالو سره ناوړه چلن د فشار وسيلې په توګه کاروي؛ خو په خبره یې دا سياست له دې کبله پایله نه ورکوي، چې سرپرست حکومت بېرته راستنېدونکو افغانانو ته اړین  سهولتونه برابر کړي.

هغه زیاتوي: « بې له شکه چې د کډوالو موضوع یوه بشري او انساني موضوع ده او په جبري توګه د هغوی راوېستل غیر قانوني ده، هم د اسلام له پلوه، هم د ګاونډیتوب له پلوه او هم د نړیوالو نورمونو له مخې دا غیر قانوني عمل او ظالمانه اقدام دی؛ خو بیا هم که دوی راباسي نو افغانان د خپلو کډوالو وروڼو چوپړ ته چمتو دي، موږ ورته چمتوالی ولرو چې ټول شته امکانات د کډوالو چوپړ ته وړاندې کړو او دا بهیر په ښه ډول کنټرول کړو، کډوال بېرته خپل هېواد ته راشي دا د کډوالو په ګټه هم ده او د افغانانو په ګټه هم او د فشار وسیله به نوره د خلکو له لاسه ووځي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۴زره افغان کډوال له ایران او پاکستان په زور او جبر راشړل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist