Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ژیرنوف: روسیه له اسلامي امارت سره بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا غوښتونکې ده

ژیرنوف: روسیه له اسلامي امارت سره بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا غوښتونکې ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/07

د افغانستان لپاره د روسیې سفیر ډیمتري ژیرنوف، د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لېدنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړي.

ارګ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د روسیې سفیر د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو پراختیا غوښتنې ترڅنګ، د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او تعامل د سیمې د ټیکاو او اقتصادي ودې په ګټه بللې او په بېلابېلو برخو کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی.

د ارګ په خبره، دیمتري ژیرنوف په نړیوالو ناستو کې د سرپرست حکومت د نظر تائید ترڅنګ، د مسکو په نوښت د تاتارستان په پلازمېنه کازان کې راتلونکې نړیواله ناسته کې سرپرست حکومت ته د ګډوڼ بلنه ورکړې.

ارګ زیاته کړې: « روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو ترمنځ اړیکې لا وغوړېږي. د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاریو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.»

په دې ناسته کې د ریاست الوزار سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه او د سیمه‌ییز ثبات او پرمختګ لامل ګڼلي.

 د دې ترڅنګ نوموړي له روسي پانګه والو په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، له روسیې سره د اړیکو رغښت کولی شي له سیاسي انزوا د افغانستان په رااېستلو کې مرسته وکړي.

دوی وايي، په داسې حال کې چې روسیه دامهال په اوکراین کې له لویدیځ سره په غیرمستقیمه جګړه کې ښکېله ده، د افغانستان له حکومت سره د ښو اړیکو د ساتلو له درکه دغه هېواد غواړي د سیمې هېوادونه د لویدیځ په مقابل کې واحد بلاک ته راوبولي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم  وايي: « روسیه په نړیواله سطحه له افغانستانه سیاسي ملاتړ کولی شي او په اقتصادي برخه کې هم کولی شي مرسته وکړي. بله دا چې د منځنۍ اسیا هېوادونه له افغانستان سره هم سرحد دي دا هم د روسیې د امنیت لپاره ډېر مهم دي.»

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري وايي: « د افغانستان اسلامي امارت دې له ګاونډیو، سیمې او هغو هېوادونو سره چې د سیاست په لومړۍ کرښه کې دي، لکه هغه پنځه هېوادونه چې د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا غړي دي؛ له دوی سره د متوازنو اړیکو پاللو هڅه وکړي.»

د شنونکو په باور روسیه په افغانستان کې سیاسي ټیکاو د سیمې او ځان په ګټه ګڼي او له همدې کبله دا څوم ځل دی چې د افغانستان په تړاو ناسته جوړوي.

د دوی په خبره، روسیه په دې لټه کې ده، چې له اوسني حکومت سره د اړیکو له لارې د سیمې اوضاع کنټرول او له دې لارې د منځنۍ اسیا د هېوادونو ثبات وساتي.

د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « نړیوالې اړیکې او د هېوادونو ترمنځ اړیکې خیراتي نه وي، دا په متقابلو ګټو ولاړې وي او د روسیې او افغانستان اړیکې هم له دغې قاعدې وتلې نه دي، دا چې روسیه له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکې ده، په نړیوالو صحنو او ډګرونو کې افغانستان په پلوۍ خبرې کوي او لابي ورته کوي، لامل یې دا دی چې روسیه د نړیوال زبرځواک په توګه سیمه کې ډېرې ګټې او لېوالتیا لري، لومړی خو دا چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، کرغستان او قزاقستان په شمول چې د پخواني شوري اتحاد د جمهوریتونو په توګه له روسیې سره په نږدې اړیکو کې پاتې شوې دي؛ نو روسیه نه غواړي چې دغه اړیکې له لاسه ورکړي.»

واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته د لویدیځو هېوادونو خلاف، روسیه په سیمه ییزه او نړیواله کچه هغه هېواد دی چې له سرپرست حکومت سره یې نږدې اړیکې پاللي او د افغانستان په محوریت په هره جوړه شوې سیمه ییزه او نړیواله ناسته کې یې د سرپرست حکومت خوا نیولې.

خو له دې هرڅه سره سره دغه هېواد په رسمي ډول افغانستان لاهم په رسمیت نه دی پېژندلی او په ظاهره دغه څه یې د ټولګډونه حکومت د رامنځته کېدا ترڅنګ د ځېنو نوروغوښتنو تر پورې کېدا ځنډولي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist