له کلونو وروسته هرات کې ځایي مسوولین، ادب پوهان او کلتوروال راغونډ شوي او د هرات پیر خواجه عبدالله انصاري ۱۰۴۹ تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې کې د هغه د ستر شخصیت او اثارو یادونه وکړه.
مسوولینو د تېرو سترو عالمانو او داشمندانو د ځای پرساتلو ټینګار وکړ او زیاتوي چې یو شمېرهېوادونو د افغانستان ستر عالمان او پوهان خپل ځانته منسوب کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال حیات الله مهاجر فراهي وايي: « له بده مرغه موږ افغانانو د ضعف او کمزورۍ له امله د خپلو اسلافو تاریخ نړۍ ته په ورپېژندلو کار نه دی کړی. زموږ ډېرې سترې هستۍ او ډېرې لویې څېرې او عالمان نور خلک ځانته منسوبوي.»
د هرات اطلاعاتو او کلتور مشر احمدالله متقي وايي: « شیخ الاسلام خواجه عبدالله انصاري رحمته الله د اسلام په سپېڅلي تاریخ او په ځانګړي ډول په خپل وخت کې یو له هغو سترو فکري او دیني شخصیتونو څخه و چې په خپل ژور نظر او فکر یې د خلکو په لار کې رڼا خپره کړه.»
بل خوا ادب پوهان او فرهنګیان هم خواجه عبدالله انصاري د یو ستر مفسر، ادیب، او دیني عالم په توګه یادوي او زیاتوي، چې په هېواد کې د هغه د بشپړ معرفي کولو لپاره هېڅ کار نه دی شوی.
که څه هم د هغه د ژوند او اثارو په اړه علمي څېړنې شوې دي، خو ډېر اثار يې نه دي خپاره شوي. دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د تېرو سترو شخصیتونو اثارو ساتلو ته دې زیاته پاملرنه وکړي.
د هرات ادبي انجمن مشر محمد داوود منیر وايي: « لږ او زیات کارونه ترسره شوې او په انساني ادبیاتو کې څو مقالې شته چې عبدالله انصاري ته ځانګړې دي، د عبدالله انصاري په اثارو کې انسانیت او انسان پالنې په اړه څېړنې هغه کارونه دي چې ترسره شوي؛ خو چاپ شوې نه دي او تر ټولنې نه دي رسېدلي.»
د یادونې وړ ده چې خواجه عبدالله انصاري د ٣٩٦ هجري قمري کال د شعبان په دويمه د هرات کوهندز سیمه کې زېږېدلی او په ۴۸۱ هجري قمري کال کې د ۸۵ کلونو په عمر هرات کې وفات شو.
د هروي تفسیر، مناجات نامه، زاد العارفین، صد میدان او قلندر نامه د پیر هرات د انصاري له ۱۱ مشهورو اثارو دي.