په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعيت په تړاو د نړيوالو بنسټونو له لوري پر مطرح شویو اندېښنو سربېره، د سره صليب نړيوال فدراسيون هم د دغه وضعيت په اړه ندېښنه ښودلې.
دې فدراسيون په خپل يوه بيان کې ویلي، په افغانستان کې يې د فعاليت لپاره وخت او بودیجه دواړه په ختمېدو دي او د بشري مرستو دوام لپاره د یوې نوې تګلاره له جوړېدو او د بحران د عواملو له موندلو پرته، د ستونزې دايمې حل ناشونی دی.
یاد فدراسیون زیاته کړې: « دا فدراسیون او د افغاني سرې میاشتې ټولنه له افغانستان سره د بشري مرستو د څرنګوالي د تګلارې سمدستي ستراتیژیک سمون غواړي. باید د افغاني سرې میاشتې ټولنې په څېر د افغانستان پر کورنیو ادارو، چې هلته دایمی رول لري، ډېر تمرکز وشي او دغه راز زدهکړو او کار ته د خلکو محدود لاسرسي ته په پام سره، په کار ده پر ځوانانو، مسلکي او حرفوي زدهکړو او نورو هغو فرصتونو تمرکز وشي، چې په خلکو کې باور او امید پیاوړی کوي.»
د صنعت کارانو ټولنې مشر عبدالجبار ساپی وايي: « خپله نړیوال که هغه سور صېلب دی که نور نړیوال سازمانونه دي باید په دې برخه کې همکاري وکړي، هغه که اقتصادي برخه ده، که تعلیمي برخه ده او که نورې، په هره برخه کې دوی هم مسوولیت لري او یوازې داسې بحثونه ونه کړو چې د افغانستان د خکو اندېښنې زیاتې کړو، باید همکاري او مرستې وکړو او ترڅنګ یې اسلامي امارت هم باید خپل مسوولیت ادا کړي.»
د سره صلیب نړیوال فدراسیون وايي، په افغانستان کې د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته له دې هېواد سره د نړيوالو له لوري کېدونکې بشري مرستې کمې شوي او پر ډېری ښځو سربېره ان په دولتي ادارو کې پر کار بوختو نارينه کارکوونکو هم دندې له لاسه ورکړي، دا هغه څه دي چې حکومت يې نه مني.
بل خوا چارواکو په يوه جلا ليدنه کې د سره صليب نړيوال فدراسيون له چارواکو سره په افغانستان کې د بشري وضعيت مهارلو لپاره د مرستندويانو پر فعاليتونو خبرې کړي او دواړو خواوو د لا ډېرو بشري مرستو او پراختیایي پروژو پر پلي کولو یې ټینګار کړی.
قطر کې د اسلامي امارتسیاسي دفتر مشر سهېل شاهین وايي: « په هغه ملاقات کې چې په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو د فدارسیون پلاوي له مشر سره مې درلوده، په افغانستان کې په روغتیايي برخو کې د دوی د مرستو د زیاتوالي په تېره بیا د هغو ماشومانو سره چې د زړه ناروغي لري او عملیات ته اړتیا لري د مرستو د لا زیاتوالي په اړه خبرې وکړې. همداراز په دې خبره وشوه چې بشري مرستې له سیاسي ملحوظاتو سره ونه تړل شي، بلکې اړتیا ته په کتو ترسره شي.»
د اقتصادي چارو کارپوهان د فقر او بېوزلۍ له منځه وړلو او د کارې فرصتونو رامنځته کېدو لپاره په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه مهمه بولي او زیاتوي، چې سرپرست حکومت دې د ياد هدف ترلاسه کولو لپاره معقول پلان جوړ کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « هیله من یو چې په دې برخه کې نړۍ او مرسته کوونکي هېوادونه، افغانستان سره اقتصادي مرستې وکړي او اقتصادي او پراختیايي پروژې په لار واچول شي، څو په هېواد کې د بې وزلۍ او بې کارۍ ستونزه هواره شي.»
په ورته مهال د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې کمښت له امله په افغانستان کې د خپلو ډېرو مرستندویو پروګرامونو د درېدو خبر ورکړی.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري دې ته په پام سره وایي، د فقر او بېوزلۍ کمولو لپاره د حکومت تمرکز په پراختیایي پروژو کې پر پانګونې او د کورنیو محصولاتو پر ملاتړ دی.
نظري زیاتوي: « په ملي او نړیواله برخه کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره اسلامي امارت خپل پرګرامونه لري. په کورنۍ یا ملي برخه کې موږ د کاري زمینې برابرولو پروژې او لویې اقتصادي پروژې په پام کې لرو، څو خلکو ته کار پیدا شي او په نړیواله برخه کې د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو او پراختیايي مرستو د جلب او جذب په هڅو کې یو، څو له دې لارې په افغانستان کې د بې وزلۍ رېښې له منځه یوسو.»
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د شمېرو له مخې، دمګړۍ په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې شپږ میلیونه کسان لوږې ته له نږدې وضعیت سره مخ دي.