Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیګار: افغانستان لا هم  نړۍ کې د مخدره توکو ستر تولېدونکی هېواد دی

سیګار: افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/04

د افغانستان پر بیارغونې د امریکا څار ځانګړې ادارې )سیګار( د یاد هېواد کانګرس ته په خپل درې میاشتني راپور کې ادعا کړې، چې د داعش ډلې د بریدونو دوام اندېښنې پیدا کوي او افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي چې د یادو بریدونو په زیاتېدو سره به نړۍ کې ګواښونه زیات شي.

سیګار کانګرس ته په خپل درې میاشتې راپور کې ویلي، داعش په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان، ایران، پاکستان او ترکیې کې بریدونه ترسره کړي دي.

د راپور یوه برخه: « ویلی شم چې داعش د تاجکستان په شمول د منځنۍ اسیا د هېوادونو وګړي جذب کړي؛ خو له دې سره سره تر اوسه څرګنده نه ده، چې هغه کسان چې د مسکو کنسرټ پر هال یې برید وکړ، په افغانستان کې روزل شوي وو او یا له افغانستانه ورسره ملاتړ کېده او که نه؟»

د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « داعش په افغانستان کې نشته او ځای هم نه لري؛ خو یو شمېر غربي هېوادونه دي چې د داعش تر شا ولاړ دي او غواړي دا ډله لویه وښيي او له دې لارې خپلو موخو ته ورسېږي.»

په ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو  سیاسي استازولۍ  (یوناما) په یوه راپور کې ویلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د داعش ډلې د بریدونو په پایله کې ۳۶ ملکیان وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپيان شوي دي.

د یوناما د دغه راپور له مخې د مارچ میاشتې په ۱۸مه د پاکستان د هوایي بریدونو او د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله څه باندې ۲۰ ملکي وګړو ته هم تلفات اوښتي دي.

د راپور یوه برخه: « د جنورۍ له شپږمې تر یولسمې د چاودېدونکو توکو له امله ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي چې له دې ډلې تر ټولو ویرونکې چاودنه د مارچ میاشتې په ۲۱ مه په کندهار ښار کې وه، چې د یوناما د راپور له مخې د دغې چاودنې له امله ۷۵ تنو مرګ ژوبله اوښتې.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: «  داعش او نورې ترهګریزې ډلې د ټول بشریت دوښمنان دي؛ نو د دوی پر وړاندې مبارزه هم د نړیوالې او ټولې نړۍ ګډه دنده ده.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د سیګار راپور ردوي او بې بنسټه یې بولي او په غبرګون کې یې وایي، داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې، د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ نه شي رسولی او له هېوادونو غواړي چې په خپله خاوره کې د داعش ډلې ته د فعالیت اجازه ورنه کړي.

مجاهد زیاتوې، کومې پېښې چې په افغانستان کې ترسره شوې دا ټولې پېښې د نورو هېوادونو د اتبعاعو له لوري چې له داعش ډلې سره یې لاس درلوده؛  ترسره کړي.

هغه وايي: « داعش یوه داسې پدیده چې په افغانستان کې یې ټغر ان شاءالله د ټولېدو په حال کې دی، دلته يې پر وړاندې جدي مبارزه شوې ده، دا چې په نورو هېوادونو کې هم دا ډول ترهګریزې ستونزې شته او په افغانستان کې هم چې کومې وروستۍ پېښې کېږي دا د نورو هېوادونو له لوري دلته ترسره شوې وې؛ نو باید مخنیوی یې وشي، پر وړاندې یې مبارزه کې هم ټول باید ونډه واخلي او افغانستان په دې توانېدلی او نوره اندېښنه نه ده په کار؛ خو له بده مرغه چې غرب او په ځانګړې توګه امریکا د داعش له نامه او فعالیته د خپلو ګټو په خاطر ناوړه استفاده کوي او د دې ډلې د لوی ښودلو هڅې کوي.»

په ورته مهال د پوځي چارو کارپوهان وایي، د داعش ډله د غرب له لورې جوړه شوې او د پاکستان په خاوره کې روزل کېږي.

 دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د پولو امنیت ټینګښت ته جدي پام وکړي.

د پوځي چارو کارپوه اخترمحمد راسخ وايي: « دغه د داعش د پدیدې مفکوره د پاکستان استخباراتو هم په سیمه کې په عملي بڼه جوړه کړه او د افغانستان د جمهوریت چپه کولو لپاره یې ترې  ګټه اخېسته؛ خو اوس ویلی شم چې د طالبانو حکومتولي په دې درېیو کلونو کې ورځ تر ورځ د امن او امنیت لور ته روانه ده او غواړي چې نړۍ سره د ښو روابطو لار خپله کړي.»

د امریکا سینټکام یا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مایکل کورېلا د مارچ میاشتې په لومړیو کې د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته ویلي وو چې د داعش ډله ښايي په نږدې شپږو میاشتو کې له افغانستان د باندې هدفي بریدونه وکړي.

په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د افغان- قزاق نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې، د نوم نه ښودلو سره ویلي وو چې د افغانستان درې ګاونډي هېوادونه د داعش ملاتړ کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist