Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: داعش د ګډ دوښمن په توګه د سیمې ناامنه کولو هڅه کوي

عبدالکبیر: له نړۍ سره په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/29

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې  ایران او متحده عرب  اماراتو کې د افغانستان له سفیرانو سره په کتنه کې ټینګار کړی چې له نړۍ سره په متقابل درناوي ولاړې ښې اړیکې غواړي.

نوموړي په دغو لیدنو کې له ټولو افغان سفیرانو غوښتي، چې کوروبه هېوادونو او پانګوالو ته یې د سیاسي تعامل او په افغانستان کې د پانګونو د شته فرصتونو په  تړاو واضح مالومات ورکړي.

عبدالکبیر زیاته کړې: « اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام په فضاء کې ښې اړیکې غواړي او افغان استازي باید هڅه وکړي، چې په افغانستان کې د پانګونې، سوداګرۍ او ټرانزیټ په اړه له شته فرصته او د تعامل سیاسي اراده کوربه هېوادونو او پانګوالو ته ښه توضیح کړي.»

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي: « دا چې د افغانستان د ریاست‌الورزا سیاسي مرستیال د افغانستان سفیر غوښتی او هلته یې ورته د افغانستان ستراتیژي او پالېسي مطرح کړې دا د افغانستان لپاره ګټوره ده او له بله اړخه د افغانستان سفیران مسوولیت لري چې د افغان ملت انځور په نړیواله کچه مطرحه کړي.»

د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د سفارتونو له لارې د هېوادونو د ملاتړ لاسته راوړلو او له افغانستان سره یې د تعامل لپاره دغه هڅې پرځای اقدام دی خو د نړیوالو چارو او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا له پلوه اړینه ده چې د نړیوالې ټولنې غوښتنې او د افغان ولس اراده په پام کې ونیول شي.

دوی وايې، دغې موخې ته چې له نړۍ سره سیاسي تعامل دی د رسېدو لپاره داخلي او بهرني سیاست کې یو لړ بدلونونو ته اړتیا ده چې باید راوستل شي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمان شمال وايي: « په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو له لارې د هېوادونو د ملاتړ او له افغانستان سره یې د تعامل لپاره د اوسني سرپرست حکومت د چارواکو او مسوولینو غوښتني نېک اقدام دی؛ خو د هېوادونو ترمنځ د نړیوالو چارو او سیاسي او ډیپلوماټيکو اړیکو د پراختیا له پلوه دا هر څه بسنه نه کوي او اړینه ده چې اوسنی سرپرست حکومت د خپلو اړیکو د پراختیا او په نړیواله کچه د رسمیت پېژندلو لپاره لومړی د نړیوالې ټولنې غوښتنو او د افغان ولس ارادې ته ډېره پاملرنه وکړي او د نړیوال سیاست او حکومت جوړونې برخه کې د بدلونونو په راوستو سره سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا زمینه برابره کړي.»

د  سیاسي چارو کارپوه  شهزاده مسعود بیا وايي، له نړۍ سره د تعامل لپاره پکار ده چې یو لړ کورنۍ دندې چې اړتیا ورته لیدل کېږي باید ترسره شي او پرمټ یې د بهرنیانو ټولې پلمې چې د افغانستان د رسمیت پېژندنې پر وړاندې خنډ په توګه مطرح کړي دي ورختمې شي.

مسعود زیاتوي: « نړۍ د یوه کور حېثیت لري او افغانستان د دې کور یوه برخه ده؛ نو یو لړ مسایل د کور دننه دي چې باید رسېدنه ورته وشي، له دې سره به د بهرنیانو پلمې هم ختمې شي او دا طبعي خبره ده چې باید له نړیوالو سره د یوه مثبت تعامل له لارې اړیکې جوړې شي.»

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له سفیرانو سره په دغو جلاجلا لېدنو کې له افغان سیاسي استازو دا هم غوښتي چې په کوربه هېوادونو کې د مېشتو افغانانو ستونزو حل ته په خپلو چارو کې لومړیتوب ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist